لمریز نظام
راليږونکی: سیف الله عاصم
لمريز نظام له لمر او ټولو آسماني سيارو څخه عبارت دي ، چي د لمر د جاذبې په ساحه کی د لمر پر شا وخوا تا ويرږي دغه آسماني جسمونه دلمر برسیره له سيارو ، سپوږمۍ ، لکۍ لرونکو ستورو ، استروئيدونه او ميتو رايتونه څخه تشکيل دي .
لمريز نظام د ملياردو کائناتو په پرتله ځمکي ته نږدې موقيعت لري . ځکه ځمکه د همدغي منظومې يوه برخه ده چي د واټن لږ والي يې پوهانو ته دا زمينه برابره کړې ده چي دهغې په باره کي خورا ډېر معلومات تر لاسه کړي . لمريز نظام د جوړښت له پلوه د لمر او نورو آسماني جسمونو څخه جوړ سوی دي چي دلمر په مرکز او نور آسماني جسمونه په ټاکلو مدارونو کي د هغې پر شاوخوا څرخيږي . له هغو ټولو لويو آسماني مو جوداتو څخه چي دلمر پر شاوخوا حرکت کوي دځمکي برسيره يوشمير سپوږمۍ ، لکۍ لرونکي ستوري ، زرګونه استرويدونه او ګڼ شمير ميتو رايتونه هم دلمر پر شاوخوا حرکت کوي .
د لمر پر شاوخوا د سیاراتو حرکت لاندي ځانګړ تياوي لري :
۱ : د سياراتو مدار د لمر پر شاوخوا دايرې ته ورته بیضوي شکله دي.
۲ : د سياراتو دمدار مستوي يو له بله سره ډېر لږ توپير لري.
۳ : د ټولو سياراتو تګ لوری د لمر پر شاوخوا يو ډول يعنی له لويديځ څخه د ختيځ په لوري دي .
په عمومي توګه که چيري دسياراتو حرکت دلمر پر چاپيره د ليدلو وړ وای نو ممکنه وه چي موږ لمريز نظام د يوه ګروپ په څير چي بيضوي حلقو څخه چي د يوه لمريز مرکز بر شاوخوا په حرکت کي دي او پلوتو تر مدار پوري به يې څلور مليارده ميله پراختيا موندلې وای ليدلای موسو .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه