تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دآنلاین بازارموندني ۵ اسانه لاري
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  January 24, 2022
  0

دآنلاین بازارموندني ۵ اسانه لاري


لیکوال: عبدالقریر(پوپل)
 
که غواړی چي د نن په ډیجیټل عصر کي سیال پاته سی، نو آنلاین بازار موندنه اړینه ده. کېدای سي، تاسو وخت و نه لری یا هم د آنلاین بازارموندني سره اشنا نه یاست، نو دلته به د آنلاین بازار موندني له اړینو تاکتیکونو څخه بحث وکړو. تاسو هم بشپړ تمرکز پر وکړی.

 

۱. ویب پاڼه

نن سبا زیات رانیونکي یا د خدماتو لټونکي د تلیفون د لاري لومړنی تلاش کوی نو مهمه دا ده چي ستاسو ویب پاڼه پر موبایل او هم پر کمپیوتر داوړو کار وکړی او ستاسو د سوداګرۍ په اړه باید تر ټولو تازه او مکمل معلومات پکښي وي.

ستاسو په سایټ کي د خپلي سوداګری مکمل ادرس، د تلیفون شمیره، کاري  ساعتونه او داسي نور مهم معلومات چي کتونکي یې سمدلاسه ومومي ځای پر ځای سوي دي. زیات خلک خپل اړین معلومات په ویب پاڼه کي هېروي. 

 

۲. د ټولنیزو رسنیو کارول

زیات تجاران نن سبا د ټولنیزو رسنیو(فیسبوک، انسټاګرام، ټیلګرام، وټس اپ او ...) له لاري  خپلو رانیوونکو  ته خدمات وړاندي کوي. ټولنیزي رسنۍ باید یوازي د معلوماتو لپاره نه وي، بلکي ستاسو د رانیوکو سره د ښه اړیکو او اعتماد وسیله وي.

 

۳. ادرس کتابونه وکاروی

پر سیمزیز ادرس کتابونو باندی مو کاروباری معلومات ولیکی، د ګوکل کاروبار، یلو پېج، یاهو او داسي نورو سیمیزو ادرسي کتابونو کي مو تلیفون شمیره، برېښنالیک او نور اړین معلومات  تازه تازه درج کړی تر ځو لټونکي مو پیدا کړي.

 

۴. کاروباری اپلېکېشن لرل

وټس اپ او فیسبوک دواړه کاروباري اپليکېشنونه دي. نو د فردي اپلیکېشن پر ځای د هغو څخه کار واخلی .کاروباري اپليکېشنونه د فردي څخه توپیر لري او ډېري هغه وړتیاوي لري چي په کاروبار کي په درد خوړل کیږي.د بېلګي په توګه: بیزنس وټس اپ کي تاسو کولای سی، چي د خپلو توکو لیست او اتومات د پیغام ځوابول فعاله کړی، چي په انفرادي وټس اپ کي یې امکان نسته. همداسي فیسبوک هم اوس غواړي د کاروبار لپاره نوي څه وړاندي کړي. 

 

۵. د آنلاین نظریاتو څخه ګټه واخلی

په ګوګل بزنیس، فیسبوک او ویب پاڼه باندي مشتریان وهڅوی چي ستاسو د خدماتو په اړه نظر پرېږدي، تر څو نورمشتریان یې وګوري او ستاسو د خدماتو په اړه پرېکړه وکړي. که کوم منفي نظر وي، نو کوښښ وکړی چي قناعت ورکړی.

 
 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته