تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تېرو انبیاؤ علیهم السلام د مېرمنو شمېر
  تعلیم الاسلام
  November 5, 2017
  0

ژباړه او ټولونه: شکر الله رسولي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

      ددې عنوان څخه مطلب دا دی چي يوازي نبي کریم صلی الله علیه وسلم زياتي ميرمني نه دي کړي بلکه تېرو پيغمبرانو علیهم السلام هم زياتي مېرمني لرلي، او بل دا چي يهود او نصارا پر تېرو پيغمبرانو ايمان لري او د تېرو پيغمبرانو واقعات او کړنلاري په انجيل او تورات کښي بيان سوې دي، او دوی پر تورات او انجيل ايمان لري، نو ځکه مو اول وغوښتل چي د تېرو پيغمبرانو د مېرمنو شمېر ذکر کړو تر څو خبره په پوره ډول واضح سي، چي هغه پيغمبران علیهم السلام چي تاسو ايمان ورباندي لرۍ هم د زياتو مېرمنو د لرلو څخه مستثنی نه دي، بلکه دوی هم زياتي مېرمني لرلې او دا يو الهي امر ؤ چي دوي ته متوجه ؤ، چي په دې کښي زيات حکمتونه نغښتي دي، نو له دي وجي اول پدي عنوان باندي پيل کوو.   

 

     دا چي د تورات او انجيل څخه مخکي کوم ځانګړی کتاب شتون نه درلود، بلکه ځيني صحيفې وې چي پر پيغمبرانو علیهم السلام به نازليدلې، او همدارنګه ځيني تاريخي روايات هم شتون لري، خو په دې ټولو کښي داسي کوم روايت نسته چي د زياتو ميرمنو د کولو ممانعت دې پکښي راغلي وي.   

  

لمړی: ابراهيم  علیه السلام  درې مېرمني لرلي:

الف- ابراهيم علیه السلام  لمړي د بي بي ساره رضی الله عنها سره نکاح کړې وه، چي د ساره رضی الله عنها څخه اسحاق علیه السلام  پيدا سو.

ب – بي بي هاجر رضی الله عنها ، نوموړې بي بي د اسماعيل علیه السلام  مور وه. 
جـ - بي بي قثوره، د دې شپږ زامن وه، لکه: زمران، يقان، مدان، مديان، اسباق، سنوخ.

 

دوهم: د سيدنا يعقوب علیه السلام  مېرمني:
     يعقوب علیه السلام  څلور مېرمني درلودې، چي نمونه يې په لاندي ډول دي:

 

الف- لياه: دا د پنځو اولادو مور وه لکه: سمون، لاوي، يهوده، اشکار او زبون.
ب- زلفه: دې دوه زامن لرل لکه: جد او آثر.
جـ - راحيل: چي لدي ميرمني څخه يې يوسف علیه السلام او بنيامين پيدا سوي وه.
د- بلهمه: دا د دان او نفتای مور وه.(۱)


د مېرمنو زياتوالی په يهوديت کښي


      د ابراهيم علیه السلام څخه وروسته موسی علیه السلام  د نبي او رسول په توګه راوليږل سو چي د ځان سره يې تورات کتاب هم درلود، ، دا چي نن ورځ تورات تحريف سوی دی، او منسوخ دی او د عمل وړ نه دی، خو بيا هم ددې سره يې هغه احکام منل کيږي چي د قرانکريم او احاديثو سره سمون خوري، او کولايسو چي د مستشرقينو لپاره يې د دليل په توګه راوړو.

 

لمړی: د موسی علیه السلام  د مېرمنو شمېر


موسی علیه السلام د څلورو مېرمنو سره واده کړی ؤ:


الف- سفوره: دا د جيسون او عيزر مور وه.
ب- جبشيه.
جـ - د قيني لور.
د – د حباب لور.(۲)

 

دوهم: د داود علیه السلام  د مېرمنو شمېر


     داود علیه السلام  د نهو بيبيانو سره واده کړی ؤ، لکه څنګه چي په صيموئيل نومي کتاب کښي راغلی دي، چي د داود علیه السلام (۹) بيبياني لرلې، چي هلته يې نومونه او د اولادو نومونه هم راغلي دي.(۳)

 

حتی دا هم ويل سوي دي چي داود علیه السلام  د ۹ کوروالاو څخه وروسته د ۹۹ کوروالاو سره نکاح کړې ده.(۴)


دريم: سليمان علیه السلام  سل مېرمني لرلې

 

 په سلاطين نومي کتاب کښي راغلي دي چي سليمان علیه السلام اوه سوه ميرمني او درې سوه يې وينځياني لرلي، خو سره ددې په قرانکريم کښي دا خبره ذکر سوي نه ده. (۵)

 

مګر په صحيح بخاري، مسلم او نورو د احاديثو په کتابونو کښي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  حديث شريف دی چي سليمان علیه السلام  سل ښځي لرلې لکه څنګه  چي ابوهريره رضی الله عنه د نبي علیه السلام  څخه روايت کوي چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: سليمان علیه السلام  د داود علیه السلام  زوی وويل: چي نن شپه به زه خامخا د خپلو سلو يا نه نوې ښځو سره کوروالي کوم هره يوه به يو اولاد راوړي، او دا اولاد به د الله جل جلاله  په لار کښي جهاد کوي، يو ملګري يې ورته وويل: ان شا الله ووايه، نو سليمان علیه السلام  ان شا الله و نه ويل، هېره يې سول، نو ددې کوروالی څخه وروسته يوه هم حامله نه سوه بيله يوې ښځي څخه چي هغې هم نيم اولاد راوړ، نو نبي علیه السلام فرمايې چي زما دې په هغه ذات قسم وي چي زما نفس د هغه په لاس کي دی، کچيري يې ان شا الله ويلې وای نو خامخا به (ټولي حاميلي سوې وای) ټول اولادونو به يې پر آس سپاره د الله جل جلاله  په لار کښي جهاد کولای.(۶)

 

په نصرانيت کښي د زياتو مېرمنو نکاح


 انجيل هم د تېر کتاب يعني توارت مکمل کونکی ؤ، هغه څه چي تورات حرام ګرځولي وه هغه يې همداسي حرام وګرځول او هغه څه چي يې حلال ګرځولي وه هغه يې همداسي حلال پريښول. (۷)

 

لدې کبله عيسي علیه السلام خپل قوم ته وفرمايل: تاسو دا ګمان مه کوئ چي زه هغه دين چي مخکنيو انبياؤ راوړی دی نيمګړی کړم، بلکه زه د انبياؤ د تېر دين مکمل کونکی يم. (۸)

 

 همدارنګه الله عزوجل د عيسي علیه السلام  همدغه قول په قرانکريم کي رانقل کړی دی، الله عزوجل داسي فرمايې:

 

 (وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ). (۹)
     ژباړه: او عيسي علیه السلام  د مريم رضی الله عنها زوی ويلي وه: اې بني اسرائيلو! زه تاسو ته د الله راليږل سوي پيغمبر يم، د هغه تورات تصديق کونکي يم چي زما څخه مخکي راغلی ؤ موجود دی، او د يو پيغمبر زېری ورکونکی يم چي زما څخه به وروسته راسي چي نوم به يې احمد وي، "- خو کله چي هغه دوی ته له ښکاره څرګندو نښانو سره راغی، نو دوی وويل: "دا خو ښکاره جادو دی." (۱۰)

 

 نو لدې وجي ويلايسو چي عيسی علیه السلام  هم د تېرو انبياؤ علیهم السلام په څېر د زياتو ميرمنو نکاح حرامه نکړه، او په انجيل کي داسي کوم صريح نص نسته چي د زياتو کوروالا څخه دې يې ممانعت کړی وي. (۱۱)

 

   سایسن پوهان لیکي چي تعدد الزوجات د نارینه عمر اوږدوي

 

نو اوس دا خبره په صراحت سره کولايسو چي اسلام د زياتو مېرمنو پر روا والي باندي يوزاي نه دی، بلکه تېرو اديانو او پيغمبرانو علیهم السلام هم داسي کړنه جايز بللې بلکي عمل يې ورباندي کړی ؤ، خو ددې سره د بشر په لاس جوړ سوې غربي وضعي قوانين د زياتو مېرمنو کول ناجايز بولي چي پدې کړنې  سره د عيسوي دين حکم هم حراموي. (۱۲)

 


ماخذونه: 
۱: تعدد زوجات الرسول صلى الله عليه وسلم، ملك غلام مرتضى، ددي کتاب په حواله کتاب الخلق (۱۶/۴) کتاب الخلق (۱۸/۱۵) کتاب الخلق (۲۵/۱۰)کتاب الخلق (۲۹/۲۳-۲۹) کتاب الخلق (۲۹/۲۳)  ص-(۱۵۲)، د چاپ موافق ، ناشر: مجلة الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة، مکتبه شامله.
۲ تعدد زوجات الرسول الله صلي الله عليه وسلم، ص: (۴)، مکتبه شامله، نشرونکی: مجلة الجامعة الاسلاميه باالمدينه منوره، د چاپ موافق، په حواله: کتاب الخروج(۲/۳۱) کتاب القاضيون(۱/۱۶) کتاب القاضيون (۴/۱۶).
۳ تعدد زوجات الرسول صلى الله عليه وسلم، ص: (۴)په حواله: کتاب صيموئيل (۲۳/۲۶)، ناشر: مجلة الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة.
۴ موسوعة بيان الاسلام، محمد ربيع محمد الجوهري دويم قسم، د رسولانو بيان، د نبي علیه السلام  د ژوند په اړه شبهات، ج (۱) ص (۷۸) في ډي ايف، د همدې کتاب په حواله،(موسوعة الاسرة تحت رعاية الاسلام)، الشيخ عطيه صقر، ج (۶) ص (۴۱).
۵ تعدد زوجات الرسول صلى الله عليه وسلم، ص: (۴)، مکته شامله په حواله: کتاب سلاطين (۳/۱۱).
۶ صحيح البخاري، محمد بن اسماعيل البخاري، کتاب الجهاد والسير، باب: من طلب الولد للجهاد، او مسلم شريف، کتاب الايمان، باب الاستثناء.
۷ موسوعة بيان الاسلام، محمد ربيع محمد الجوهري دويم قسم، د رسولانو بيان، د نبي علیه السلام  د ژوند په اړه شبهات، ج (۱) ص (۷۹) في ډي ايف.
۸ موسوعة بيان الاسلام، محمد ربيع محمد الجوهري دويم قسم، د رسولانو بيان، د نبي علیه السلام  د ژوند په اړه شبهات، ج (۱) ص (۷۹) في ډي ايف کتاب په حواله: متی (۱۷:۵).
۹ سورت الصف، ۶ ايت.
۱۰ پښتو ژباړه: تفسير کشاف، سورت الصف ۶ ايت.
۱۱ موسوعة بيان الاسلام، محمد ربيع محمد الجوهري دويم قسم، د رسولانو بيان، د نبي علیه السلام  د ژوند په اړه شبهات، ج (۱) ص (۷۹) في ډي ايف کتاب په حواله.
۱۲ مخکنۍ مرجع.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته