تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ژوند د ستونزو حل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 2, 2024
  0

لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ژوند د ستونزو حل
(بلا را ويښه کړه)


درو وروڼو د کور څنګته په لرګیو کي لوبي کولې د یوې لویي درختي تنه ئې پر ماشوم ورور را ولوېده او ماشوم ورور ئې تر لاندي سو. دواړو وروڼو په بېړه د درختي و تنې ته ور حمله کړل، د درختي تنه ئې ایسته و غورځول او خپل ماشوم ورور ئې وژغوری. په سبا همدا وروڼه او دوه ئې نور ملګري وه په څلورو سره ئې و نه سوای کولای چي د درختي تنه وښوروي.


اوس سوال دادئ، چي د درختي هغه تنه چي د اړتیا په وخت کي دوو کسانو پورته کړل بیا وروسته څلورو کسانو ولي نه سوای پورته کولای؟ 
دا موضوع رابرټ کوليئر په The Secrets of Ages کتاب کي تشریح کړې ده، وایي: ستاسو په دننه کي یو بلا انسان پټ دئ. دا معلمولي انسان په خواږه خوب بیده دئ. د ستونزي، مایوسی او اړتیا په وخت کي ستاسو یوه ږغ ته ضرورت سته. اصل کي دا بیده انسان و دې ته نه ګوري چي ته شتمن یې، که نېستمن لوی یې او که کوچنی، فقط دننه انسان دي را ویښ کړه. 


نو ما ویل: دا خو بیخي حقیقت خبره ده الله تعالی موږ له خورا ښایسته وجود او بدني او دماغي طاقت سره پیدا کړي یو. موږ چي خپله انرژي په بې ځایه مجلسو، میلو، خواهشاتو، PUBG او د یوه او بل په ملامتولو تېروو، دا بیا زموږ ستونزه ده. 


لږ منظم سه، عزم او اراده دي نوره هم پخه کړه او لاس په کار سه، نو هم به دي کارونه مخته تللي وي او هم به دي په خپل ځان کي دننه بلا نوره هم قوي کړې وي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته