لیکنه: محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
څنګه خپل ژوند ښه کړو؟
د ځان پرمختګ په دې معنی دئ، چي تاسو کولای سی یو غوره څوک و اوسی او په دې توګه خپلي هیلي او اهداف ترلاسه کړئ. مهمه نه ده چي دا غوښتني څه دي، مهمه خبره دا ده چي دغه غوښتني تاسو ته څونده خوښي درپه برخه کوي او تاسو څنګه ښه ژوند ته رهبري کوي. د خپل ځان د پرمختګ لپاره، اړینه ده، چي د خپل ژوند اهداف وټاکئ او په لومړي ګام کي یې د ترلاسه کولو لپاره پلان جوړ کړئ او په پای کي د هغه لپاره اقدامات پیل کړئ. په دې سره تاسو کولای سی د نورو خلکو له تجربو څخه زده کړه وکړی او د خپل فکر په بدلولو سره د ځان پرمختګ هم ترلاسه کړئ.
د ځان ښه والی
انسانان له مختلفو لارو د ځان اصلاح، بریا او ښه توب غواړي. د ځان پرمختګ په زړه پوري دئ او د ژوندانه د بقاء لامل کیږي. دغه طبیعي ځانګړتیا خلک د ښه ژوند پر لور په حرکت راولي. هغه څه چي تاسو یې تعقیبوئ باید ستاسو د پرمختګ او خوښۍ اساس وي؛ مګر په ډیرو قضیو کي خلک نه پوهیږي چي دوی په حقیقت کي د څه په لټه کي دي او نه سي کولای د خپل ځان د پرمختګ لپاره اغېزمن ګام پورته کړي؛ مګر کله چي تاسو خپل هدف وپیژنئ، تاسو کولای سی خپل حرکت ته لارښوونه وکړئ او ځان ته وده ورکړئ.
د پرمختګ لاره ټاکل: د ځان د پرمختګ لپاره، دوه بنسټیز ګامونه شتون لري؛
۱- اهداف مشخص کړئ: که تاسو تر اوسه مشخص هدف نه لرئ، د هغه څه په اړه فکر وکړئ چي تاسو یې په پای کي غواړئ. خپل ځان په راتلونکو څو کلونو کي تصور کړئ او فکر وکړئ چي تاسو چیري یاست. یوځل چي تاسو خپل وروستی هدف وټاکئ، تاسو کولای سی هغه ته د رسېدو لپاره ګامونه پورته کړی. همدارنګه یوځل چي تاسو خپل هدف وپیژنئ، تاسو کولای سی د هغه لپاره سمدستي اقدام وکړئ. د مثال په توګه: تاسو کولای سی د سند لپاره غوښتنه وکړئ یا خپل نور مهارتونه ښه کړئ. یا شاید ستاسو هدف ستاسو د ماشوم لپاره غوره راتلونکی وي.
۲ - اهدافو ته لومړیتوب ورکول: که ستاسو هدف په غوره او دقت سره ونه ټاکل سي، ستاسو هغه هيلي او امیدونه به هیڅکله تحقق ونه مومي چي تاسو يې په ژوند کي غواړی، په دې لاره کي به ستاسو ټولي هڅی ضایع سي. نو غوره ده چي خپلي موخي په منطق، دقت او غور سره وټاکئ او په پای کي ورته لومړیتوب ورکړئ. هغه هدف چي د ترلاسه کولو احتمال یې ډیر وي د نورو اهدافو په پرتله لوړ لومړیتوب لري او تاسو هم لومړي توب ورکړی. په دې حالت کي، تاسو پوهیږئ، چي دې ته د رسېدو امکان خورا لوړ دئ او تاسو په جدي توګه خپل ځان ته وده ورکوئ.
د ځان د پرمختګ لپاره پروګرام: اوس چي تاسو پوهیږئ، چي ستاسو هدف څه دئ او تاسو چیري رسېدل غواړئ، باید د دې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار وکړئ او د پرمختګ لپاره یو اغیزمن پلان ولرئ. د ځان د ښه والي پلان جوړونه د لاندې توکو څخه جوړه ده.
وسیله مشخص کړئ: په لومړي ګام کي تاسو اړتیا لرئ معلومه کړئ، چي تاسو به څنګه پرمختګ وکړئ. د دې هدف لپاره، دا اړینه ده چي لومړی د بریالیتوب لپاره خپلې ستراتیژۍ او وسایل وټاکئ. د مثال په توګه: تاسو نوي روزونکي، روزنیز کورسونو، اجتماعي مجلسونو، پوهنیزو درسونو او... ته اړتیا لرئ.
غوره اقدام وکړئ: اوس چي تاسو خپل پلان تعریف او مشخص کړئ، اړتیا لرئ د لوی عمل لپاره ځان چمتو کړئ. پر خپل وروستي هدف تمرکز وکړئ او د ترلاسه کولو لپاره خپله هڅه وکړئ. کله چي تاسو د خپل ځان د پرمختګ لپاره خپل ذهن ته وده ور کوی، او مخته ځی؛ نو تاسو به د ننګونو سره مخ نه سی، چي ستاسو په کارونو کي خنډ پيدا کړي او یا ستاسو کارونه ودروي.
له نورو څخه زده کړه وکړئ: د هغو خلکو سره خبري وکړئ، چي تاسو یې ستاینه کوئ او ورڅه متاثره یاست؛ ترڅو ومومی چي دوی څنګه د ژوند پر ستونزو، مشکلاتو او ننګونو بریالي سوي او هغه ژوند یې رامنځته کړی چي دوی یې غواړي. د دوی څخه يې زده کړی او الهام ورڅخه واخلی او بیا يې د خپل ځان د بریا لپاره چارټ کړئ.
د فکر کولو لار مو بدله کړئ: د خپل ځان په اړه فکر وکړئ او حتی ځیني وختونه له ځانه پوښتنه وکړئ. (د دې جملې معنی دا نه ده چي ستاسو باور له منځه وېسي، بلکي د ځان ننګول دي.) دا کار یو مثبت او رغنده نیوکه ده او تاسو ته د خپل فکر او چلند د ښه کولو او د ځان د پرمختګ لپاره شرایط برابروي.
زیار او زحمت: زیار او زحمت غوره شیان دي چي تاسو یې په دې لار کي کارولای سی. زیار او زحمت تاسو ته موقع درکوي چي خپل ټاکل سوی هدف تر لاسه کړی او خپل ټاکل سوي هدف ته ورسېږی.
www.taleemulislam.net