تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي/ شلمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 9, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۲۰)

۲۶: حدیث:


عن امامة مرفوعا: ان ابلیس لما انزل الیک الی الارض قال: یا رب انزلتنی الی الارض و جعلتنی رجیما، فاجعل لی بیتا قال: الحمام، قال: فاجعل لی مجلسا قال: الاسواق... قال اجعل لي طعاما، قال: ما لایذکر اسم الله علیه، قال: اجعل لي شرابا، قال: کل مسکر، قال اجعل لي مؤذنا، قال: المزامیر...( رواه ابن ابی الدنیا فی مکائد الشیطان (۴۳)، والطبرانی فی المعجم الکبیر ( ۷۸۳۷) والطبرانی فی تهذیب الاثار (۹۵۳)


په یوه اوږد حدیث شریف کي چي حضرت ابو یمامه  رضی الله عنهروایت کوي وايي چي کله شیطان له جنت څخه و شړل شو، نو ده (ابلیس) و خدای ته وویل ای زما خدایه! زه دي و مځکي ته وشړلم او لعنت دي راباندي ووایه۔۔۔۔۔۔۔۔اوس زما سره یوه ښې ګڼه وکه چي کور راکه، خدای ورته وویل چي ستا کور حمام دی، بیا ابلیس غوښتنه وکړه چي مجلس راکه، خدای ورته وویل چي ستا مجلس ښارونه دي، بیا ابلیس غوښتنه وکړه چي خوراک راته راکه، خدای ورته وویل چي ستا خوراک هغه ډوډۍ ده چي بسم الله نه پر وویل سي، بیا ابلیس غوښتنه وکړه چي څښاک راکه، خدای ورته وویل چي ستا څښاک ټول نشیي توکي دي، بیا ابلیس غوښتنه وکړه چي  یو بلونکي راپیداکه(چي زه بلنه ورته ورکړم او دی ئې ومنی)  الله جل جلاله ورته وویل (و تاته درتلونکي) د موسیقي آلات دي. 


۲۷: حدیث: 


عن ابی امامة مرفوعا: ان الله بعثنی رحمة و هدی للعالمین و امرني ان امحق المزامیر و الکبارات والمعازف والاوثان.
رواه الحارث فی مسنده (۷۷۱)، والطبرانی فی معجم الکبیر (۷۸۰۴) و (۷۸۵۲)، والحسن بن رشیق فی جزئه (۱۵) و ابن عبدالبر فی جامع بیان العلم و فضله (۱۰۲۵)، والاجری فی تحریم النرد والشطرنج (۶۰) و (۶۱) والمهروانی فی المهروانیات (۴۲)


ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي په تحقیق سره زه الله جل جلاله لارښونکی او رحمت رالېږلې یم د ټوله عالم (نړۍ) لپاره او ده ( الله جل جلاله) و ماته امر کړیدی چي د موسیقۍ آلات، طبله او بوتان له مینځه یوسم.


۲۸: حدیث:


عن علی بن ابی طالب مرفوعا: اذا فعلت امتي خمس عشرة خصلة حل بها البلاء... و شربت الخمور، و لبس الحریر، واتخذت القینات والمعازف ولعن اخر هذه الامة اولها فلیرتقبوا عند ذلک ریحا حمراء او خسفا و مسخا. رواه الترمذی (۲۲۱۰) وابن ابی الدنیا فی ذم الملاهی (۵)، و الطبرانی فی المعجم الاوسط (۴۶۹) و ابن حزم فی المحلی (مسألة ۱۵۶۶) و ابن حبان فی المجروحین ۲/ ۲۰۷، والدانی فی السنن الواردة فی الفتن (۳۲۰)


ژباړه: د حضرت علی کرم الله وجهه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: کله چي زما په امت کي دا (۱۵) خویونه پیدا سي نو پر دوی باندي به بلاوي او مصیبتونه راسي ... شراب خوړل، د ورېښمو اغوستل، رباب او موسیقي، د امت اخري کسان چي پر اولو کسانو باندي لعنت ووايي نو پر دوی باندي به سور باد راسي، خسوف به صورت ونیسي او مسخ به شروع سي.

 

www.taleemulislam.net

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته