لیکنه : مولوي عبدالهادي مجاهد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موږ تل د دښمن پوځي او عسكري مقابلې ته توجه کړې. موږ د دښمن سياسي، ټولنيزې، فرهنګي او د مفاهيمو جگړې ته هيڅ توجه نده کړې.
له همدې امله چې هر کله موږ جګړې او قربانۍ ورکړي په نتيجه کې يې داسې يو نظام راغلی چي د افغانانو د ارمانونو تمثيل وركې ندي شوی.
زموږ علماء لس دوولس کاله درس وايي خو په ټول نصاب کې يې د اسلامي سياست يا دمعاصر كفر او دهغه انواعو په باره کې هيڅ کوم كتاب نشته. نه د دښمن د ناپوځي (فكري) جگړې د لارو چارو او وسايلو باره کې کوم كتاب شته او نه هم دنړۍ دموجودو سياسي او فکري جريانونو په اړه. د دښمن فکري جګړې ته خو زموږ هېڅ توجه نه ور اوړي. د دې ټولو نتيجه بيا دا شي چې په سنګر کې يې وګټو خو په دفترکې يې وبايلو.
د دې لپاره چې له تېر تاريخه مو عبرت اخيستی وي بايد فكرته په فكر ماتې ورکړو ځکه فكر په فكر ماتيږي، نه به تبر!
ماخذ :فكري جگړې
www.taleemulislam.net