لیکنه: وقار احرار مستغفر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ساینس په ډگر کي د اسلامي د امت پوهان
(دوهمه برخه)
جابر بن حیان د کيمیا پلار
ابوموسی جابر بن حیان (۱۰۰ - ۱۹۴هجری کلونو تر منځ ژوند کړی دئ، نوموړی د کوفی وو، د ازد له قبیلې سره يې تړاو درلود، په لوېدیځ کي جابر بن حیان په Geber)) مشهور دئ، جابر بن حیان د امویانو او بنو عباسو په دوره کي ژوند کړی دئ، کله چي په عربی ښارونو کي استوگن و، له حربيا الحمیري په نوم استاد څخه يې د قرآنکريم او ریاضی اړوند موضوعات زده کړل. جابر بن حیان د جعفر صادق رحمة الله علیه سره هم شاگرد پاتی سوی دئ او د هغه له فیوضاتو يې گته اخیستی ده، جابر بن حیان به ویل:دهري ذرې په منځ کب داسي قوت شته، که همدا قوت ازاد سي؛ نو د بغداد ښار به وسوځیږی. دا خبره د نوی کوانتوم فزیک او ذروی بمونو لپاره د اساس خبره ده، کوانتوم فزیک ځوان علم دئ، نظریات يې اکثره د نولسمي او شلمي پیړی اړوند دی، په داسي یوه باریکه موضوع د امت د یو پوه خبری زموږ په عظمت دلالت کوي او هغه هم د نن څخه څه د پاسه زر کاله وړاندي. جابر بن حیان د ذرې (اتوم) په اړه وايې: کوچنی ساده جورښت لري جوړښت یې شمسی نظام ته ورته دی.
دا هغه وخت وو چي غربی ساینس پوهان په دې باندی نه پوهیدل او اتوم يې نه پیژنده، کابو زر کاله وروسته په همدې موضوع ( رادرفورد، نیلزبور، ماکس پلانک، چادویک، انسڼاین او سټیفن هاو کينگ ) خبري وکړې، د غرب او شرق په نصابونو کې د دې خلکو نومونه سته او د جابر بن حیان نوم پکښي نسته، دا ځکه چي له موږ فکړي جگرې دا وړ معلومات پټ کړي او غلا کړي دي. جابر بن حیان په عراق ، یمن کي اکثره ژوند تیر کړی دئ، عربو ورته د کيمیا پلار لقب ورکړی دئ، حتی تر دې چي کيمیا ته به يې د (جابر صنعت) نسبت کاوه. برتیلو د دې په اړه وايې: منطق په ارسطو او کيمیا په جابر بن حیان ولاړه ده. خو نن غربان دا کوښښ کوي، چي موږ مسلمانانو ته دا راوښايي چي د کيمیا علم اساس غربانو ایښي دئ. جابر بن حیان په کيمیا کي داسي نوښتونه کړي داسی اصطلاحات يې عام کړي چي تر نن ورځ پوری عام دي:
الکيمیاchemistry: القلویاتAlkali: الامبیق Alambiq: الاکسیر Elixer: الغول یا الکول Alchol: الکافور Camphor: الانتیمون Antimon :الصودا Sodae :جبس Gybsum؛ خو نن څوک جابر بن حیان حتی پیژنی نه؛ خو په بله خو مندلیف یو جدول د مرکباتو ترتیب کړی تر نن ورځ پوري ږموږ په نصابونو کي ئې نوم سته.
۱ - کيمیا له پخوانیو (یوناني او رومي) خرافاتو څخه پاکه کړه، پخوا داسي نظریه موجود وه، چي مواد له اور، هوا، اوبو، او خاوری څخه جوړ دي؛ مگر جابر بن حیان دا خبره رد کره.
۲ - جابر بن حیان القلي کشف کړه چي د غیر عضوي مرکبونو څخه مهم گروپ دئ او تیزابونه څنثی کوي، ښه مثال يې یوډیم هایدرواکساید دئ.
۳ - د تیزابونو، اکسایدونو، مالگی اړ فلزاتو پر خواصو يې لازمی بحثونه وکړل.
۴ - د کيمیايې تجربو لپاره يې مهمي لارښووني وکړې، لکه: په موادو ځان باوري کول، صفا محیط، معینه اندازه گیري او لازم لابراتوری لوښی او مواد پېژندل.
۵ - حساسي تلي يې جوړي کړي وې، چي په هغه به يې باریک شیان تلل.
۶- د سرو زرو د صفا کولو طریقی يې ایجاد کړي.
۷ - په اعلام کي راځی: جابر بن حیان (۳۰۰) درې سوه اثار لیکلي وه، خو اکثره يې ضایع سوي دي، په (۱۲) مه پیړۍ کي د ده ځیني اثار لاتیني ژبي ته وژبارل سول.
مشهوره کتابونه ئې
۱ - (السموم و دفع مضارها) په دې کتاب کي په زهرو او د هغو پر علاج غږېدلی دئ، لکه د مچۍ، مار، لړم، عنکبوت په زهرو او نورو. دې کتاب پنځه فصله درلودل، دا کتاب په طب او کيمیا دواړو کي شامل دئ.
۲ - (کتاب رسائل السبعین) دا کتاب اوه فصله دئ، دا د کيمیاوی تجربو کتاب دی.
۳ - ( نهایة الاتقان) د عمومی کيمیا کتاب دئ.
۴ - (الموازین الصغیر) دا د اندازه گیری کتاب دئ، په دې کي دي چي کوچني او باریک شیان څنگه وتلو او اندازه يې کړو.
۵ - (اصول الکيمیا) د کيمیا پر قواعدو لیکل سوی دئ.
عباسي پوه ابوریحان البیروني
ابو ریحان البیروني فارسي مسلمان دئ، چي په ۹۸۳م کي د ازبکستان په خوارزم نومي ځای کي نړۍ ته راغلی دئ. یو له هغو پوهانو څخه دئ، چي د عباسیانو طلايې علمي دورې ته يې پرمختگ ورکړی وو، ابو ریحان البیرونی په (۱۰۴۸ م) کال کي د افغانستان په غزني کي وفات سوی دئ.
عباسیانو علومو او پوهانو ته ترجیح ورکوله، له همدی کبله دغه دوره د طلايې دورې په نوم هم یاده سوې ده، چي د ابوریحان البیروني په څیر پوهان پکښي وو.
ابوریحان البیروني په گرځندوی، فلسفه، فلکياتو، جغرافیه، جیولوجي، ریاضي، طب، تاریخ او نورو برخو کي گتور اثار لري او په دی برخه کي يې نړیوالو ته لازم او مهم نوښتونه کړي دي.
مهم نوښتونه
۱ - د ځمکي پر حرکتونو، زلزلو، جورښت يې رڼا واچوله.
۲ - د ځمکي د سطحي پر جورښت يې رڼا واچوله.
۳ - فزیکي وسایل يې خلکو ته وروپېژندله.
۴ - په فوسیل پیژندنه او لرغون پیژندنه کي يې نظریات ورکړل.
۵ - کسوف او خسوف مسأله يې واضحه کړه.
۶ - وې ویل چي سپوږمی جسم دئ، کتله لري، یوازي رڼا نه ده، لکه: له دې څه پخوا چي خلکو د سپوږمۍ په اړه د نور (رڼا) نظر درلود.... ویل: د نور سرعت د غږ له سرعت تېز دئ.
۸ - په ځمکه يې فرضی کرښي وضع کړې چي طول البلد، عرض البلد ورته وايي، په همدې اساس وخت او مکان په دقیق ډول معلومیږي او هم په نقشه کي مرسته کوي.
۹ - طبیعي چينې او د اوبو زیرمي يې خلکو ته وپېژندلې.
۱۰ - په هندسه کي يې اضلاع او زاویه گاني خلکو ته وړاندي کړې.
۱۱ - د جاذبې پر قانون وغږیده (نن سبا د جاذبې قانون کاشف نیوتن بلل کيږي، چي دا ښکاره بی انصافي ده).
۱۲ – پر مد او جذر موضوع باندي يې رڼا واچوله.
۱۳ - په نظري ډول يې شمالی او جنوبی امریکا کشف کړه.
۱۴ - د ستورو پر حرکت يې رڼا واچوله.
۱۵- د لمونځونو دقیق وخت لپاره يې لازمي طرحي وړاندي کړې.
www.taleemulislam.net