تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کینه او حسد
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 4, 2024
  0

لیکنه: حشمت الله مجددي/ تعلیم السلام ویب پاڼه


کینه او حسد 

 

 د حسد او بغض د زیان په اړه د حضرت ابو هریره څخه روایت دی چي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: تاسي په خپلو منځونو کي کینه او بغض مه کوئ، حسد مه کوئ، یو د بله سره اړیکه مه شلوئ. د الله تعالی نېک بندګان جوړ سئ او په خپلو کي سره ورونه سئ. بل ځای بیا ابوحاتم فرمایلي دي: عقلمند ته لازمه ده چي په هر حال کي د حسد څخه پرهېز وکړي، ځکه د حسد تر ټولو خوار عادت دا دی چي کینه ګر د خدای (ج) په پریکړي راضي نه وي. هغه فیصله چي خدای تعالی د بندګانو له پاره کړې وي، دی یې خلاف فکرونه وهي، غواړي د مسلمان ورور څخه د الله تعالی ورکړی نعمت بیرته واخیستل سي. روح یې تر هغه ارام نه وي تر څو د هغه مسلمان څخه د نعمت زوال په خپلو سترګو ونه ویني. بریالي ژوند، باب ۲۲ – صفحه ۱۵۶. 


اوس نو زموږ شاوخوا ټولنه وګوره! څوني له کینې او حسد ډکه ده. نارینه له نارینوو او ښځي له ښځو سره کینه او بغض کوي چي دا په پای کي ښې پایلي نه لري. حسد او کینه یو ډېر ناوړه او بد عمل دی چي نن سبا له زیاتو انسانانو څخه ظاهریږي. که یو څوک خوشالي کوي پر هغه خوشالي حسد کوونکي هم پیدا کیږي او که څوک مالدار وي هم یې د مالدارۍ پر برابر حاسدین/ حسد کوونکي ډېر وي. که یو څوک په خپل ژوند کي کامیاب روان وي او هر کار له مهال وېش پر برابر سرته رسوي، اکثرو ته بیا دغه رنګه ژوند او فعالیت خوند نه ورکوي. 


یو سړی که ډېر مالدار وي او د ژوند کړه وړه یې هم برابر وي، د کینه کوونکي نور هم زړه ورته خرابیږي او غواړي چي دی یو ورځ فقیر وویني او بیا هلته دی ارام او سکون پیدا کوي. حضرت ابو حاتم (رح) فرمایلي دي: تر ټولو بد عادت حسد دی، ځکه حسد زړه ماتوي، بیا غم ورڅخه پیدا کیږي، حسد یو داسي ناروغي ده چي هیڅ درملنه نه لري. په ملګرو کي هم زیات ملګري سته چي شاوخوا ستا پرمختګ او الله ج درکړي نعمتونه نه سي زغملای، که درسره ناست وي، خاندي خو په زړه کي ښه نه درڅخه وړي. د کینې او حسد وایروس یې ستا له پاره په بدن کي پېچکار کړی وي. تر هغو دی ارام هم نه سي پیدا کولای تر څو چي نوموړی تا؛ فقیر او خوار ونه ویني. 


د کینې او حسد څخه هیڅ هم چاته په لاس نه ورځي. دا یو مرض دی او دا داسي ناروغي ده چي په یوه ځای کي دي ژوند کولو ته نه پرېږدي. دا حالت د انسان دننه وجود وهي په اخیر کي بېله تباهۍ او ګمراهۍ نور څه له ځانه سره نه لري. په خپلوانو او دوستانو کي شاید ډېرو، کینه ګر او حسد کوونکي لیدلي وي چي ښه شی، ښه کار او روزګار، ښه موټر او موبایل، ښه کور او شایسته کورنۍ، د کورنۍ یوالی او د خلګو سره ستا رویه او اخلاق هیڅ خوند نه ورکوي. د دغو انسانانو اصلي ستونزه دا ده چي خپله خپل په ژوند کي پاته راغلی وي او د نورو خلګو پرمختګ هم ده ته خوند نه ورکوي. 


په خپله ټولنه کي شاوخوا وګورئ، در مالومه به سي چي تر ګردو کسانو همدا کینه او حسد کوونکي په خپلو چارو کي پاته وي. نې کار معلوم وي او نې روزګار. د داسي خلګو ګرده ژوند د یو بل په تعقیبېدو کي تیریږي. زیاتره خلګ له ډېره زوره بل ته د یو نوي رانیول سوي شي مبارکي لا نه ورکوي. زموږ د پوهنتون همدوره وه، خورا یې په زړه کینه ساتل. په هیچا یې هیڅ هم نه پېرزو کېدل بس! هر څه یې ځانته غوښت. په ټولګی کي که به چا ښې نمرې یوړې نو ده به خامخا په زړه کي کینه ورته ساتل او که به د چا ښه سبق زده کېدئ نو ده ته به ځمکي ځای نه ورکاوه. دا ټوله ورکړه الهي ده، چاته الله پاک ښه ډېره شتمني ورکوي، چاته بیا ښه استعداد ورکوي خو دا د الله سبحان و تعالی داد او تقسیم دئ. موږ بیا ولي نورو ته په زړه کي کینه او حسد وساتو. دا د الله پاک لوی فضل دی چي د بندګانو رزق یې د بندګانو په لاس نه دی ورکړی، کنې د نړۍ ډېری نفوس به اوس له لوږي مړه وای. موږ ته په کار ده چي له دې ناوړه عمل لاس واخلو، د کینې او حسد تر ګټي تاوان بیخي ډېر دئ او نوموړی تاوان دي هم دنیا او هم اخرت درخرابوي. 

 

www.taleemulislam.net

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته