تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي د يتيم مقام او د پالني ارزښت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 24, 2024
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په اسلام کي د يتيم مقام او د پالني ارزښت

 

فقهاوو د يتيم تعريف داسي کړی دی: يتيم هغه دی، چي پلار ئې وفات سوی وي او دی بلوغ ته نه وي رسيدلی (رد المحتار على الدر المختار ۵ / ۴۴۰، كافية الطالب الرياني ۲ / ۲۰۶، ومطالب أولي النهى ۴ / ۳۶۱، وأسنى المطالب ۳ / ۸۸).

 

رسول اکرم صلی الله عليه وسلم هم فرمايلي دي: تر احتلام وروسته يتيموالی نسته (« لاَ يُتْمَ بَعْدَ احْتِلاَمٍ » أخرجه الطبراني في الكبير ( ۴ / ۱۴) من حديث حنظلة بن حذيم ، وقال الهيثمي في مجمع الزوائد ( ۴ / ۲۶۶ ) : رجاله ثقات).

 

د يتيم ارزښت او د هغه پالنه د قرآن کريم د مبارکو اياتونو او نبوي مبارکو احاديثو څخه ثابته ده، چي څو بيلګي به ئې ذکر کړو:

 

په الضحی سورت کي الله تعالی د خپلو بي شمېره نعمتونو له جملې څخه اساسي نعمت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ته ور ياد کړی دی: أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَىٰ ﴿الضحى: ٦﴾

 

ايا ته د يتيم په حال کي هغه ونه موندې، چي پناه ئې درکړه؟ يعني ته يتيم وې، الله تعالی داسي پناه درکړه، چي نه يوازي داچي له هري بداخلاقۍ څخه ئې وساتلې، بلکي د انسانيت لپاره ئې د آخري رسول په حيث وټاکلې.

 

بيا ټول انسانيت ته نهي کوي، چي يتيم ته به غصه نکوئ: فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ ﴿الضحى: ٩﴾.

 

ژباړه: نو چي داسي ده، يتيم ته به قهر نکوئ. يعني د يتيم مقام ته په کتو تاسو هغه ته له غصې څخه منع ياست.

 

په نورو مبارکو اياتونو کي د يتيم مال او شتمني دونه مهمه ګڼل سوې ده، چي په ناوړه توګه ورته نژدې کېدل هم منع دي.

 

وَلَا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّىٰ يَبْلُغَ أَشُدَّهُ ﴿الأنعام: ١٥٢﴾ او ﴿الإسراء: ٣٤﴾.

 

ژباړه: او تاسو د يتيم مال ته مه نژدې کيږئ، خو پداسي طريقه چي هغه ډيره ښه وي، تر هغه وخته پوري چي هغه لوييږي.

 

که فکر وکړو، نو دلته د يتيم مال ته نژدې کيدل لا منع دي، د هغه مال او شتمني ضائع کول؛ خو په طريقه اولی منع دي؛ خو د يتيم په ګټه د هغه مال او شتمني ته نژدې کيدل د يتيم سره خواخوږي ده، هغه باک نلري.

 

أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ - فَذَٰلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ ﴿الماعون: ٢﴾.

 

ژباړه: ايا هغه کس دي وليدی، چي د قيامت له ورځي څخه انکار کوي، دا هغه کس دی، چي يتيم شړي. 

 

استغفرالله! که پدغه دوو مبارکو اياتونو او د هغه په مفاهيمو کي فکر وکړو، نو پوهيږو، چي د يتيم سره بيباکي څونه ستر ظلم دی، د يتيم شړل، يا د هغه د حقوقو پايمالولو عامل، د قيامت له ورځي څخه انکار بلل سوی دی.

 

په نورو مبارکو اياتونو کي الله تعالی ډيرې جالبي نکتې ته زموږ پام رااړوي او فرمايي:

 

 وَأَمَّآ إِذَا مَا ٱبْتَلَىٰهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُۥ فَيَقُولُ رَبِّىٓ أَهَـٰنَنِ - كَلَّا بَل لَّا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ ﴿الفجر: ١٧﴾.

 

او کله چي (انسان) په امتحان کي ولويږي، او پر هغه باندي رزق (عوائد) تنګ (قطع يا کم) سي، نو هغه وايي، اې زما ربه، زه خو دي خوار کړم. خو خبره دانه ده، بلکي (خبره داده)، چي تاسو د يتيم درناوی ندی کړی.

 

سبحان الله! پر دې موضوع چي هر څونه وږغيږو، بيا هم لږ دي، چي د يتيم د درناوي نکول د سزا عامل دی.

 

رسول اکرم صلی الله عليه وسلم هم پخپلو مبارکو ويناوو او کړنو کي د يتيم پر ارزښت او پالنه ډير تاکيد کړی دی، د بيلګي په توګه به ئې يو مبارک حديث را نقل کړو:

 

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ قَالَ: خَيْرُ بَيْتٍ فِي الْمُسْلِمِينَ بَيْتٌ فِيهِ يَتِيمٌ يُحْسَنُ إِلَيْهِ ، وَشَرُّ بَيْتٍ فِي الْمُسْلِمِينَ بَيْتٌ فِيهِ يَتِيمٌ يُسَاءُ إِلَيْهِ. (سنن ابن ماجة، كتاب الادب، باب حق اليتيم. و ألأدب المفرد لامام البخاري، کتاب اليتيم، باب خير بيت بيت فيه يتيم يحسن إليه).

 

ابوهريرة رضي الله عنه روايت را نقل کړی دی، چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمایل:  په مسلمانانو کي ښه کور هغه دئ، چي په  هغه کي يو يتيم وي او د هغه سره ښه چلند کيږي او بد کور هغه دئ چي په هغه کي يتيم وي او له هغه سره ناوړه چلند کيږي.

 

که فکر وکړو، نو يتيم په اسلام او اسلامي ټولنه کي د ډيرلوړ مقام خاوند دی، له هغه سره ښه کول، يا د هغه پالنه کول د نيکمرغۍ نښه ده. که څوک د يتيم د پاللو لپاره يوه طريقه يا اداره جوړه کړي، نو هغه شخص او هغه اداره به د سترو نيکمرغيو څخه برخمنه وي، چي د ټولني يو با ارزښته قشر د پاللو سعادت او شرافت ئې په برخه سوی دی.

 

زموږ په ټولنه کي ځيني نيکمرغه کسان سته، چي د يتيمانو د پاللو لپاره ډيري هڅي کوي او دا هڅي ئې رب العالمين، نه ضايع کوي، په دنيا او آخرت کي به د عظيمو اجرونو او نعمتونو څخه برخمن سي.

 

که څوک د يتيمانو د پاللو لپاره د ادارې جوړولو توان نلري، نو د هغو ادارو سره دي همکاري وکړي، چي هغوی يتيمان روزي، تر څو لدغه عظيم سعادته برخمن سي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته