لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسیقي په اسلام او ساینس کي
(۱۷)
د موسیقۍ د حُرمت په هکله (۳۸) مبارک حدیثونه
۱۱: حدیث: عن ابن عباس مرفوعا: ان الله حرم علیکم الخمر والمیسر والکوبة و قال: کل مسکر حرام.
رواه الطبرانی فی المعجم الکبیر (۱۲۵۹۸) والبیهقی فی السنن الکبری ( ۱۷۴۳۱) و هکذا رواه الامام احمد فی مسنده (۶۵۶۴) و ابو داؤد فی سننه (۳۶۸۵)
ژباړه: حضرت ابن عباس رضی الله عنهروایت کوی چي رسول الله ﷺ وفرمایل: په تحقیق سره الله جل جلاله حرام کړیدی شراب، خمار(قمار)، ډول وهل او هر هغه شی چي نشه راولي.
۱۲: حدیث: عن عبدالله بن عمرو سمعت رسول الله ﷺ یقول: ان الله عزوجل حرم الخمر و المیسر و الکوبة و الغبیراء و کل مسکر حرام.
رواه الامام احمد فی مسنده (۶۵۹۱) وفی الاشربة (۲۰۷) رواه ابو داؤد فی سننه (۳۶۸۵) والطحاوی فی شرح معانی الاثار (۶۴۵۱)
ژباړه: د حضرت عبدالله بن عمرو وايي چي ما د رسول الله ﷺ څخه واورېدل چي وې فرمایل:
په تحقیق سره الله جل جلاله شراب خوړل، خمار (قمار) کول، ډول طبله او تنبور او ټول نشیې توکي ئې حرام کړل.
۱۳: حدیث: عن ابن عباس ان النبی ﷺ حرم ستة: الخمر والمیسر والمعازف المزامیر والدف والکوبة.
رواه الطبرانی فی المعجم الاوسط (۷۳۸۸) و کُف الرعاع، رواه البیهقی فی السنن الکبری (۲۱۰۰۰)
ژباړه: حضرت ابن عباس رضی الله عنه وايي چي خاتم الانبیاء ﷺ و فرمایل چي دا شپږ شیان حرام دي: ډول وهل، شراب، قمار، ډول، هر ډول موسیقي او ټول د موسیقي آلات.
۱۴: حدیث: عن علی بن ابی طالب مرفوعا: بعثت بکسر المزامیر والمعازف... کسب المغنیة والمغنی حرام و کسب الزانیة سحت. رواه الآجری فی تحریم النرد والشطرنج (۵۹) و ابوبکر الشافعی فی الغیلانیات (۸۴) و کُف الرعاع
ژباړه: حضرت علی کرم الله وجهه روایت کوي، چي حضرت محمدمصطفی ﷺو فرمایل چي زه ددې لپاره رااستول شوی یم چي د موسیقۍ آلات مات کړم؛ که نر غزل ویونکی او یا ښځه غزلچي په دې څه لاسته راوړي دا حرام دي، د زنا څخه چي څه په لاس راځي دا حرام دي.
۱۵: حدیث: عن ابن عباس مرفوعاً: بعثت بهدم المزمار والطبل. رواه تمام فی فوائد (۱۰۰) و اورده ابن حجر فی الفوائد الملتقطة من مسند الفردوس للدیلمی (۶۶۵) و هکذا جامع الجوامع.
ژباړه: حضرت ابن عباس رضی الله عنه روایت کوي چي نبی کريم ﷺ و فرمایل چي والله! زه ددې لپاره رالېږل شوی یم چي طبله، ډول او نی له مینځه یوسم.
۱۶: حدیث: عن علی بن ابی طالب قال: نهی رسول الله ﷺ عن ضرب الدف ولعب الطبل (وفی موضع: الصنج) و صوت الزمارة. رواه الآجري فی تحریم النرد والشطرنج (۶۳) والخطیب البغدادی فی تاریخه فی ترجمة نصر بن احمد بن محمد بن خالد (۷۲۲۸) ونیل الاوطار و کنزالعمال.
ژباړه: حضرت علی کرم الله وجهه روایت کوي چي رسول الله ﷺ د ډول وهل او د نی وهل، طبله وهل منع کړل.
نور بیا...
www.taleemulislam.net