د بيع د صحت شرطونه هغو شرطونو ته وايي چي د تړون آثار پر هغو مرتب کيږي يعني مَبِيعَه د بايع د ملکيت څخه وځي او د مشتري په ملکيت کي داخليږي ، که د بيع د صحت شرطونه پر ځاى نسي نو سودا شرعا فاسديږي .
بيع هغه مهال صحيح بلل کيږي چي سودا د شپږو راتلونکو عيبونو څخه خالي وي :
لومړى : په سودا کي به جهالت نه وي ، په کومه سودا کي چي د مَبِيعِې ثمن يا جنس يا نوع يا مقدار دا ډول نامعلوم پاتي وي چي د خرڅونکي او رانيونکي تر منځ نه حل کېدونکې نزاع او شخړه رامنځ ته کوي هغه سودا فاسديږي .
دوهم : په سودا کي به اِکرَاه نه وي نو ځکه د جبر او زور سودا فاسده ده .
دريم : په بيع کي به توقيت نه وي ، که څوک د موقت وخت د پاره لکه مياشت يا کال شى خرڅ کړي نو بيع يې فاسده ده او نه صحيح کيږي .
څلورم : د مَبِيعِې په وصف کي به غرر نه وي يعني مَبِيعَه به د داسي صفت په شرط نه خرڅوي چي په هغه کي تېروتنه راځي ، د بېلګي په ډول که څوک غوا خرڅه کړي خو پدې شرط چي دونه كَيْلو شيدې کوي دا بيع فاسده ده ، ځکه بيان سوى مقدار شيدې حتمي نه دي بلکي کله کمي هم پکښي راځي .
پنځم : په سودا کي به ضرر نه وي ، د مثال په ډول که څوک د پوښلي خوني د چت ګاډر خرڅ کړي سودا يې فاسده ده ، ځکه پدې سودا کي بايع ته ضرر رسيږي ځکه ګاډر د خوني د نړولو پرته نسي ورتسليم کولاى .
شپږم : په بيع کي به فاسد شرط نه وي ، فاسد شرط هغه شرط ته وايي چي په هغه کي د بايع يا مشتري ګټه وي او د خلکو عرف هم داسي نه وي ، د مثال په ډول که څوک موټر پدې شرط خرڅ کړي چي تر يوې مياشتي به بايع د هغه څخه کار اخلي يا کور خرڅ کړي خو پدې شرط چي تر يو ټاکلي ميعاد به د بيع وروسته هم پکښي اوسيږي نو دا بيع فاسده ده .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات