لیکنه: ویس احمد ابراهيم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة النحل لنډه پېژندنه
سورة النحل ۱۲۸ آية او ۱۶ رکوع لري.
د دې سورة نوم د ۶۸ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: وَأَوْحَىٰ رَبُّكَ إِلَى ٱلنَّحْلِ أَنِ ٱتَّخِذِى مِنَ ٱلْجِبَالِ بُيُوتًۭا وَمِنَ ٱلشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ.
ژباړه: او ستا رب و مچۍ ته وحي وکړه چي د ځان له پاره په غرونو او درختو او د دوی (يعني د انسانانو) د اوسېدو په ځای کي کورونه جوړ کئ.
نحل د عسل (شات) مچۍ ته ويل کېږي. د دې سورة نوم ځکه نحل دئ چي الله (تبارک و تعالی) د عسلو د مچۍ ذکر په کښي کړی دئ. او هم دا چي دوی څنګه په غرونو، درختو او د کورونو د باندي په حصو کي ځان ته د اوسېدو ځايونه جوړوي.
په دې مبارک سورة کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي.
۱- د الله (سبحان و تعالی) وحدانيت.
۲- د آسمانونو او مځکي خالق الله (عزوجل) دئ او انسان ئې د نطفې څخه خلق کړی دئ او غرونه ئې پر مځکه درولي دي چي مځکه پايداره کي او د ښورېدو څخه ئې وژغوري.
۳- الله (رب العزة) رسولان و انسانانو ته را استولي دي تر څو د شرک څخه ئې باخبره کي او د الله تعالی وحدانيت او ربوبيت ته ئې راوبولي. او الله جل جلاله د رسولان په واسطه د مشرکينو دا دعوه ردوي چي دوی به ويل: (که الله تعالی غوښتلای چي يوازي د ده عبادت وکو نو به مو په هيڅ صورت د الله (رب العزة) سره بل څوک نه وای شريک کړی.)
۴- هغه کسانو چي د الله جل جلاله له پاره هجرت کړی دئ، د هغو له پاره اجر عظيم دئ.
۵- که الله (ذوالجلال و الاکرام) ظالمان داسي ژر هلاک کولای، نو به ئې د دوی حيوانات لا نه وای ور پرې ايښي.
۶- لکه څنګه چي اوبه مړه مځکه را ژوندۍ کوي، هغسي دا قرآن کريم د انسانانو روح را ژوندی کوي.
۷- الله تعالی تاسو ته د مچۍ، مرغانو او حيواناتو په ژوند کي نښي نښانې او مثالونه وړاندي کوي.
۸- الله جل جلاله تاسو په عدل، نيک کارونو او قريبانو ته په ورکړه سره امر کوي او د دښمنۍ و بد سلوک څخه مو منع کوي.
۹- د حلالوالي او حراموالي حکم يوازي د الله (سبحان و تعالی) له لوري دئ.
۱۰- سيدنا ابراهيم (عليه السلام) خپله يو امت وو.
۱۱- د الله تعالی و لاري ته نور خلګ په حکمت، نصيحت او دليل سره را دعوت کئ.
ماخذ:
معارف القران، تفسیر ابن کثیر او تفسیر طبري
www.taleemulislam.net