تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي امت دستونځو حل
 
  February 2, 2016
  0

 

ليکوال: عبدالکريم «رحيمي» 


دا یو روښانه حقیقت دی، چي نن اسلامي امت یو داسي حالت ته ټېل وهل سوی دی، چي مخکنیو مسلمانانو يې تصور هم نه سو کولای. 
 
دا چي مسلمانان نن د کومو ستونځو او ناورینونو سره مخ دي او د مسلمانانو د او سني حالت مقایسه د خپل تېر برم سره څه ډول ده؟ موږ پر دې بحث نه کوو. موږ د مسلمانانو هغه ننني کړاوونه او مظلومیت چي بیانول یې د هر مسلمان زړه او سترګي ژړوي نه بیانوو؛ ځکه هغه د لمر غوندي روښانه او ښکاره دي، چي سختیو او دردونو يې د هر با احساسه مسلمان زړه لړزولی دی.

اوس پوښتنه دا ده، چي ولي هغه قوم چي نړۍ ته يې انسانيت، بشريت، روښنايي، عدل، انصاف، امن، سکون او تمدن راوړی نن خپله  پر سینه لوېدلی دی؟ هغه امت چي د نورو ملتونو د درد دواء  به وه، نن ولي خپله د ناروغۍ پر بستر پروت دی؟ علاج يې څه دی؟
 
دا هغه پوښتنه ده، چي د ځوابولو لپاره يې ډېرو قلمونه پورته کړي دي، ډېرو پوهانو د دې غوټي د خلاصولو لپاره کوښښونه کړي دي، موږ وايو، چي د دې پوښتني ځواب د زیات شمېر کتابونو مطالعه کولو او لوستلو ته ضرورت لري، ترڅو لومړی يې علتونه واضح او روښانه سي او ور پسې یې د حل لاره هم څرګنده سي؛ خو موږ یواځي دلته هغه آدرس بیانوو، چي د مشکل د حل لپاره کافي دی؛ تر څو د مشکل د حل لپاره هغه آدرس ته مرا جعه وسي.

که موږ د دې آدرس د پیدا کولو  لپاره لومړی همدا مشکل د قرآن عظیم الشان مخي ته کښېږدو نو د حل لپاره يې الله تعالی فرمايي:  (إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ(الرعد-۱۱).
 
په دې ایت کي متعال ذات دا حقیقت بيانوي، چي الله جل جلاله د هیڅ قوم حالت نه بدلوي تر څو چي هغوی خپل اوصاف نه وي بدل کړي.
 
او که همدا مشکل د رسول الله صلی عليه وسلم ژوند ته عرض کړو، نو دا واقعه به مخي ته را سي، چي رسول کریم صلی عليه وسلم د بعثت په لومړي پړاو کي خپلو مخالفینو ته وویل " بس دا يوه كليمه که تاسي زماسره ومنئ، نو د ټولي نړۍ سرداران او باداران به سئ او ټوله انسانان به په تاسي پسي روان سي" یعني که څوک په صحیح شکل په اسلام منګولي ولګوي نو د نړۍ مشري به د دوی په لاس کي وي. 

او که همدا قضیه د تاریخ مخي ته کښېږدو تاریخ به داسي ګویا سي، چي مسلمانانو د لسو پېړیو څخه زیاته موده د اسلام حکمونه په بشپړ ډول عملي کول، نو مسلمانانو د عزت ژوند درلود، د نړۍ ستري امپراتورۍ ورته لاس په نامه ولاړي وې او له نامه څخه يې ډارېدل، خوکله چي يې د بشپړ اسلام عملي کول پرېښودل نو یو داسي حالت ته را ووتل، چي ستونځمن حالت یې موږ خپله مشاهده کوو.

که پورته توضيحات له نظره ونه باسو او لږ  نور هم ژور ولاړ سو، نو دا څرګنديږي، چي د مشکلاتود حل کیلي د اسلام په بشپړ تطبیق کي ده. اوبس.
 
لکه الله جل جلاله چي فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً(البقرة ۲۰۸) 
ژباړه: اې مؤمنانو! تاسي په بشپړ ډول په اسلام کي دا خل سئ. 

که موږ بشپړ شریعت عملي نه کړو نوهر څومره، چي موږ شریعت لیري غورځوو شریعت موږ هغومره لیري غورځوي؛ یعني هرڅومره که د الله تعالی د احکامو پابندي موږ کول د دنیا او آخرت نېکمرغي به زموږ سره مله وي او که مو د الله تعالی د احکامو پا بندي نه کول، نو د اُخروي عذابونو سره-سره به په دنیا کي هم د همدې سرغړونو بدله وينو. لکه الله جل جلاله چي د روم سورت په یو څلوېښتم ایت کي بیانوي، چي د سرغړونو سزابه په دنیا کي هم څکول کیږي.
 
ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ (الروم-41)

البته د اصولو کتابونه د قرآن کریم د احکامو په اړه دا سي وضاحت کوي، چي په قرآن کریم کي د عقیدوي احکامو تر څنګ عملي احکام  هم موجود دي همدا عملي  احکام بیا دوو برخو ته وېشل سوي دي، چي یوه بر خه يې تر ډېره پوري اخروي ثمره لري لکه لمونځ، روژه، زکات او داسي نور.
 
بله برخه يې، چي د احکامو زیاته بر خه هم تشکيلوي د اُخروي ثمرې تر څنګ د نیوي ثمره هم لري؛ ځکه دا احکام د هغو قواعدو مجموعه ده، چي د انسانانو د ژوند ټولي چاري تنظیموي، تاسو ژوند پر دې اصولو بنا کړی دی، خو نن متاسفانه د مسلمانانو نقص او کمزورتیا په همدې برخه کي ده، چي په نه عملي کولو او نافرماني سره یې هم دنیوي ژوند د انسانیت له پولو څخه وځي او هم په عقبا کي سزا لري.

دا زما په اند د پورتنیو پوښتنو جواب وو، چي په لنډ ډول مي ستاسو مخ ته کښېښود او باید و وایم، چي شاید د نورو کسانو نظر بل ډول وي، ممکن هغوی  د اوسني بحران حل د تعلیم نه شتون په ګوته کړي، او تعلیم د سويې د لوړولو غوښتنه ولري، ممکن نور  اقتصاد ته ګوته ونیسي، چي د اقتصادي وضعي په پیاوړتیاسره حالت کابو کیږي، کېدای سي نور بیا پرمختګ او ټکنالوژي اصلي علت وبولي، ښايي نور بیا بل ډول لیدلوری ولري؛ خو که د قیق متوجه سو دا هر څه د اسلامي شریعت اجزاوي دي، که اسلام بشپړ عملي سي دا هرڅه د هغه تر چتر لاندي په مثمر ډول حاصلیږي او که اسلامي ارزښتونو ته توجه ونسي بیانو دا کړني داسي مثال لري لکه د چاچي پښه ماته وي او  دی يې د درملني لپاره د درد ګولۍ خوري.

د يادوني وړ ده تر څو چي موږ د ژوند چاري  پر هغو فورمولونو بنانه کړو، چي رسول الله صلی الله عليه وسلم را ته ټاکلي دي، د مسلمانانو به همدا حال وي او د اوښکو پر ځای به يې ویني تو يېږي. په دې هم بايد پوه سو، چي د مسلمانانو چاري پر همدې قواعدو بنا کول د خلکو د کوښښونو او هلو ځلو څخه پرته  امکان نلري، نو د همدې لپاره موږ باید  په لومړي قدم کي د اسلام اصلي روح او اصلي څېره ځان ته معلومه کړو، په اسلام کي هر اړخیزه مطالعه وکړو د اسلام تېر تاریخ تر نظر تېر کړو او همدا شان اسلام ته متوجه خطرونه او ګواښونه درک کړو. 

څه وخت، چي مو د اسلام څخه صحیح برداشت او سالم فهم واخيست، بیا يې په دوهم قدم کي تر نورو مسلمانانو پوري ورسوو او د عمل جامه ورواغوندو. تر څو هم  اُخروي نتیجه په لاس را وړو  او هم به مو خپله فریضه ادا کړې وي. د بلي خوابه مو په دنیوي ژوند کي د مسلمانانو ژوند د سمون خواته بېولی وي.
 
 
------------------------------------

مأخذ: تعليم الاسلام مجله ۱۶ ګڼه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته