تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي/ پنځلسمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 26, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۱۵)

د موسیقۍ د حُرمت په هکله (۳۸) مبارک حدیثونه

۲: حدیث شریف: یشربن ناس من امتی الخمر یسمونها بغیر اسمها یُعرف علی رؤسهم بالمعازف والمغنیات یخسف الله بهم الارض و یحعل منهم القردة والخنازیر. 
اخرجه ابن ماجه فی سنن، رقم: ۴۰۶۹ و ابن ابی شیبة فی المصنف ۷/۴۶۵ و صححه ابن تیمیة فی اقامة الدلیل ۶/۳۷، و ابن القیم فی اغاثة اللهفان ۱/ ۲۷۸.


ژباړه: نژدې به زما د امت ځیني کسان شراب څښي او نوم بې بېل وي، پر سرو باندي بې موسیقي وي، الله ﷻ به داسي کسان په مځکه کي خسف کړي او ځیني به بیزوګان او خنزیران کړي.


۳: حدیث: عن ابن عباس رضی الله عنه ان رسول الله ﷺ قال: ان الله حرم الخمر و المیسر والکوبة و کل مسکر حرام.

رواه مسند احمد و ابوداؤد ۳/ ۳۳۰، اخرجه الطحاوی فی شرح معانی الاثار ۴/ ۲۱۶، اخرجه البیهقی فی السنن الکبری ۱۰/ ۲۱۳، اخرجه ابن ابی الدنیا فی ذم الملاهی، اخرجه الطبرانی فی المعجم الکبیر ۱۲/ ۱۰۲، والدار قطنی فی السنن ۳/ ۷ وغیره...


ژباړه: د حضرت ابن عباس  رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله ﷺ و فرمایل چي خدای پاک حرام کړیدي شراب،قمار،  طبله (موسیقي) او هر هغه شی چي نشه راولي.


(الکوبة) د ابوداؤد شریف په شرح (عون المعبود) کي لیکي چي (الکوبة) و طبلې او رباب ته ویل کیږي.


۴: حدیث: عن عبدالله بن عمرو قال قال رسول الله ﷺ ان الله حرم علی امتي الخمر والمیسر والمزر والکوبة والقنین .... 
رواه مسند احمد ۶۵۶۴، ۶۵۴۷، والطبرانی: ۹۰/ ۱۴، والبیهقی: ۲۱۵۲۰، وقال البیهقی هذا حدیث صحیح و صحح البانی فی (السلسة الصحیحة: ۱۷۰۸


ژباړه: د عبدالله  بن عمرو څخه روایت دی چي رسول الله ﷺ و فرمائل چي خدای پاک زما پر امت باندي شراب، قمار، طبله، رباب او تنبور حرام کړي دي.


۵: حدیث: عن انس بن مالک  سمعت رسول الله ﷺ یقول: صوتان معلونان فی الدنیا والاخرة  مزمار عند نعمة و رنة عند مصیبة.


اخرجه البزار فی مسنده (۱/ ۳۷۷/ ۷۹۵ – کشف الاستار) و ابوبکر الشافعی فی الرباعیات (۲/ ۲۲/ ۱) و ضیاء المقدسی فی (الاحادیث المختارة (۶/ ۱۸۸)  وقد صحح الالبانی الحدیث بمتابعة عیسی بن طهمان (من رجال البخاری).، هکذا فی جامع الصغیر للسیوطی، و قال هذا حدیث صحیح.


ژباړه: د حضرت انس بن مالک رحمه الله او ام المؤمنین حضر عائشې صدیقې رضی الله عنها څخه روایت دی، چي رسول الله ﷺ ویل چي په دنیا او اخرت کي پر دوو اوازونو باندي د خدای لعنت دی یو د نعمتو او خوښۍ پر مهال موسیقي او بل د ماتم په وخت کي د ژړا او افسوس اواز.
۶: حدیث: انی لم انه عن البکاء و لکن نهیت عن صوتین احمقین فاجرین صوت عند نعمة لهو و لعب و مزامیر شیطان و صوت عند مصیبة لطم وجوه و شق جیوب ... 


اخرجه ترمذی : ۹۸۸، والطیالسی: ۱۷۷۹، و ابن ابی شیبة فی مصنفه: ۱۱۱۶۷، ۱۱۹۲۷، ۱۱۹۴۱، ۲۴۸۶۳، و عبد بن حمید فی مسنده: ۱۰۰۸، و حافظ ابن حجر فی المطالب باب الرخصة فی البکاء علی المیت: ۹۱۸، مستدرک الحاکم، قال البانی: هذا حدیث حسن.

 

ژباړه: رسول الله ﷺ وايی چي زه تاسي د ژړا څخه نه منع کوم بلکي له دوو د بې عقلۍ او ناوړو اوازو څخه مو منع کوم، د خوښۍ پر مهال د شیطان د اواز (موسیقۍ) او د غم پر مهال ځان پر مخ وهل او کالي څیرل. 

 

نور بیا...

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته