د کندهار په عینو مېنه کي د تعلیم الاسلام ادارې لخوا ان شاءالله د دیني زده کړو لپاره په لس ګونه جریبه مساحت کي یوه ستره مدرسه جوړېدونکې ده.
کوښښ کیږي چي د همدې مدرسې مسجد جامع، درسګاوي، دارالاقامه، عامه کتابتون، د دارالافتاء او د
اداري تعمیراتو او نورو لواحقو لکه سپورټ ځای، تم ځای (پارکینګ) او د شنې ساحې په تعمیراتي جوړښت کي د نړۍ والو تعلیمي ادارو معیارونه مراعات کړل سي.
دا چي هم د دیني مراکزو تمویلونکی جهت عام ولس دی او هم يې ډېر خدمات په افتخاري ډول عام مسلمانان انجاموي نو د همدې خبرپاڼي د لاري هغو انجینرانو ته بلنه ورکوو کوم چي د همدې مدرسې د ماسټر پلان اوتعمیراتي نقشو په ترتیبولو کي په افتخاري ډول زموږ سره خپل نظرونه او مسلکي مهارتونه شریک کوي، هغوی دي د مهربانۍ له مخي پر لاندي ایمیل ادرس رابطه ونیسي:
اړیکي: ۹۳۷۰۶۶۶۰۰۸۱+
په درنښت
تعلیم الاسلام اداره