تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت ( یو دېرشمه برخه) د طائف غزا
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  April 28, 2024
  0
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/ تعلیم السلام ویب پاڼه
 
مختصر نبوي سیرت
( یو دېرشمه برخه )
 
د طائف غزا
 
o د طائف غزا په حقیقت کي د حُنین غزا دوام او امتداد دی، ځکه د هوازن ډېری جنګیالان د حُنین له ډګره وتښتېدل او په طائف کي یې سنګر ونیو.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم طائف ته ورپسې ورسېد، کفار یې کلابند کړل، د محاصرې کړۍ سخته او تنګه شوه، خو څرنګه چي د دوی برجونه او کلاګاني ډېري کلکي او خوندي وې، نو د فتحي نښي نښانې نه ښکارېدې.
 
o دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم خوب ولید چي د طائف د فتحي اجازه نه ورکول کیږي، دا خوب یې اصحابو رضي الله عنهم ته ووایه.
 
o بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم جارچي د کوچ چیغه وکړه، له طائفه د حرکت امر وشو، خو مسلمانانو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته عرض وکړ چي کفارو ته ښېرا وکړي! نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اللهم اهْدِ ثَقِیفاً وَائْتِ بِهِمْ»: خدایه! د ثقیف خلکو ته هدایت وکړې او راته راولې یې.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم له طائف نه جِعراني ته روان شو، د لاري په اوږدو کي سُرَاقَه بن مالک رضي الله عنه ورته راغی او د نبي صلی الله علیه وسلم په لاس یې ایمان راوړ او مسلمان شو.
 
د حنین غزا د غنیمتونو وېش
 
o نبي صلی الله علیه وسلم جِعراني ته ورسېد او د غنیمتونو تقسیم یې پیل کړ، د عربانو سردارانو لکه ابو سفیان او عُیَیْنه بن حِصن ته یې سل سل اوښان ورکړل.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د  عربانو سردارانو ته د دې له پاره دا دومره ډېر مالونه ورکړل؛ څو د هغوی زړونه واخلي او له اسلام سره مینه یې د زړونو په تل کي ځای ونیسي، ځکه د دوی اسلام لا کمزوری وو.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم له انصارو پرته نورو ټولو کسانو ته له غنیمتونو برخه ورکړه، انصارو رضي الله عنهم ته یې هیڅ ورنه کړل او په دې وېش کي یې نورو عربانو ته پر انصارو ترجیح او د لومړیتوب حق ورکړ.
 
د غنیمتونو د وېش په اړه د انصارو دریځ
 
o په دې سره انصارو شکایتونه پیل کړل، یو بل ته یې ګیلې کولې، مشر یې سعد بن عُباده رضي الله عنه د نبي صلی الله علیه وسلم حضور ته ورغی او عرض یې وکړ: یا رسول الله! انصار درنه خفه دي!
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم سعد ته وفرمایل: «اِجْمَعْ لِيَ الأنْصَارَ»: انصار راته راټول کړه.
 
o سعد بن عُباده لاړ او انصار یې راټول کړل، بیا یې نبي صلی الله علیه وسلم ته خبر ورکړ، نبي صـلی الله علیه وسلم تشریف وروړ او ورته وې فرمایل: 
 
o يا مَعشَرَ الأنْصارِ، ما مقالَةٌ بَلَغَتْني عنكم، وجِدَةٌ وَجَدتُموها في أنْفُسِكم؟! أَلَمْ آتِكم ضُلَّالًا فهَداكمُ اللهُ؟ وعالةً فأغْناكمُ اللهُ؟ وأعداءً فألَّفَ اللهُ بيْنَ قُلوبِكم؟ قالوا: بَلِ اللهُ ورسولُه أمَنُّ وأفضَلُ.
 
ژباړه: انصارو! د تاسو یوه خبره (ګیله) رارسېدلې، آیا زه چي درغلم تاسو ګمراهان نه وی، چي الله (زما په لاس) هدایت درته وکړ؟! آیا هغه مهال بې وسه (غریبان) نه وی چي الله شتمن کړی؟! او په خپلو منځونو کي سره دښمنان نه وی چي الله تعالی مو تر منځ محبت او دوستي راوسته؟! انصارو وویل: هو همداسي ده، او الله تعالی او رسول صلی الله علیه وسلم تر ټولو مهربان او غوره دي.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته د خپل دې اقدام ستر حکمت بیان کړ چي ولي یې د عربانو مشرانو ته غنیمتونه ورکړل او یو شمېر اصحاب یې بې برخي پرېښودل او دا یې په ډاګه کړه چي د هغو عربانو ایمان لا کمزوری دی او د ارتداد (بېرته کافر کيدلو) ویره یې شته.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِنِّي أُعْطِي قَوْمًا أَخَافُ ظَلَعَهُمْ وَجَزَعَهُمْ، وَأَكِلُ أَقْوَامًا إِلَى مَا جَعَلَ اللَّهُ فِي قُلُوبِهِمْ مِنَ الْخَيْرِ وَالْغِنَى». زه یو شمېر خلکو ته له دې وېرې څه ورکوم چي هسې نه ګیلې او شکوې به وکړي، او داسي خلکو ته څه نه ورکوم چي الله تعالی یې په زړونو کي خیر او غنی اچولې ده.
 
د جِعراني عمره
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم په جِعرانه کي د حُنین غزا د غنیمتونو له وېش وروسته د شپې له مخي د عمرې نیت وکړ، او دغه عمره د عُمرة الجِعرانه په نوم یادیږي.
 
o ورپسې نبي صلی الله علیه وسلم په داسې حال کي مدینې ته روان شو، چي الله تعالی په خپل نصرت او بري نازولی و، او د آتم هجري کال په ذي القعده میاشت کي مدینې منورې ته ورسېد.
 
نوربیا... 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته