تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- اوله ناسته په هېره پاته کېدل
 
  November 23, 2011
  0

پوښتنه: که په څلور رکعتيز لمانځه کی د چا څخه اوله ناسته په هيره پاته سی نو لمانځه ته يي څه تاوان لری؟

 د پوښتني کوونکي نوم: حاجی محمد

جواب: په لمانځه کی اوله ناسته د واجباتو څخه ده نو که څوک په سهوه په اوله ناسته کی نه کښیني دریم رکعت ته ولاړسی په دې ګمان چی دا یی دوهم رکعت دی نو حکم دادی که چیری د ولاړیدو په حالت کی و ناستی ته نژدی وی ناسته يي وریاد سی بايد کښینی التحیات ووایی او وروسته د الله اکبر په ويلو دریم رکعت ته ولاړسی په دې صورت كي د سهوي سجده هم نه پر لازميږي. او که بيخي ودريږي او يا ولاړی ته نژدې وي اوله ناسته يي ور یاد سي بیا دی پسی ودریږی دريم او څلورم ركعت دي پسي پوره كړي د لمانځه په اخیره کی دي د سهوي سجده وکړی.


که لمونځ درې رکعتیزه ؤ د همدغه ركعت د دوهمي سجدې وروسته دي كښيني التحيات دي ووايي او كه څلور ركعتيزه ؤ يو بل ركعت دي هم پسي وكړي د څلورم ركعت د دوهمي سجدې وروسته دي كښيني التحیات دي ووايي د التحیات د ويلو وروسته دي يوازي راسته خوا ته سلام وګرځوي بیا دي الله اکبر ووایي سجدې ته دي ولاړسي درې واره دي تسبیحات ووایی بيا دي د الله اکبر په ويلو د سجدې څخه راپورته سي په ناسته كي د ارام نيولو څخه وروسته دي د الله اكبر په ويلو دوهمي سجدې ته ولاړ سي د دوهمي سجدی څخه وروسته دي كښيني التحیات ، درود يعني اللهم صل او اللهم بارك او بيا دي اللهم ربنا يا بله دعا ووايي د دعا وروسته دي دواړو خواو ته سلام وگرځوي.

د تعلیم الاسلام مجلې د لومړی ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته