تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د تبوک د غزاء اثر او نتيجه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 29, 2021
  0

سیرت نبوي د تبوک د غزاء اثر او نتيجه (۲۸۹برخه)


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د تبوک غزاء په جزيرة العرب کي د مسلمانانو د سُلطې پر پراخوالي او تقويت ډير لوى اثر او تاثير واچاوه، خلکو ته دا ور معلومه سوه چي بېله اسلامه بل هيڅ قوت په جزيرة العرب کي ژوند نه سي کولاى، هغه ځيني پاته مشرکان او منافقان چي د مسلمانانو د زهيرولو، خوږولو او د شکست دپاره په موقع پسي ګرځېدل د هغو اميدونه او غوښتني هم باطلي او تر خاورو لاندي سوې، ځکه دوى خپل لوى اميدونه په روم او روميانو پوري تړلي وه او اوس چي روم په خپله د مسلمانانو د مقابلي څخه بيريږي نو طبعًا هغه پاته مشرکان او منافقان و حقيقت ته تسليم سوه او بېله تسليمېدلو يې بله چاره هم نه درلودل، نو ځکه اوس هغه وخت را ورسېدى چي مسلمانان بايد د منافقانو سره نرمه او پسته ګذاره و نه کړي، بلکه الله جل جلاله  خپل رسول صلی الله علیه وسلم   او مسلمانان امر کړه چي د کفارو او منافقانو سره بايد تشدد او سختي وسي الله جل جلاله  فرمايي:

﴿ يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴾. [التوبه: 73] 
يعني: اې نبي محمّده!  صلی الله علیه وسلم  د کفارو او منافقانو سره جهاد کوه او پر دوى سختي کوه، او د دوى د ورتلو آخري ځاى جهنم دى او دغه جهنم د ورتللو ډير  بد ځاى دى.  الله جل جلاله  خپل رسول د دې څخه منعه کړی چي د منافقانو صدقات قبول کړي او پر دوى د جنازې لمونځ آداءکي او د دوى دپاره د مغفرت طلب وکړي او د دوى و ښخولو ته حاضرسي، الله جل جلاله  امر وکړی چي د منافقانو د دسيسو او مؤامرو هغه مرکز ور ونړوي چي د مسجد په نامه سره يې جوړکړى ؤ، د منافقانو په باره کي داسي آياتونه نازل سوه چي دوى يې پوره رسوا او شرمنده کړل، د دغو آياتو تر نزول وروسته د دوى په پېژندلو کي هيڅ پټوالى نه ؤ، هغه کسان چي په مدينه منوره کي اوسېدل ټول منافقان يې په نامه سره پېژندل. 


د دغي غزاء په نتيجه کي د شا وخوا عرب په ډلو ډلو و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته د اسلام را وړلو دپاره را تله، که څه هم د دغو ډلو را تګ د مکې مکرمې تر فتحي وروسته شروع سوى ؤ مګر د دغو ډلو ډير والى د تبوک تر غزاء وروسته ؤ، د سورة التوبه ډير آياتونه د تبوک د غزاء په متعلق نازل سوي دي چي ځيني يې د مخه تر وتلو نازل سوه او ځيني يې پسله وتلو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   په سفرکي ؤ نازل سوه او ځيني يې هغه وخت نازل سوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   بيرته مدينې منورې ته راغلى، په دغو آياتو کي د غزاء حالات، د منافقانو رسوايي، د مخلصه مجاهدينو فضيلت، د صادقه مسلمانانو د توبې قبلېدل او نور حالات ذکر سوي او بيان سوي دي. 
د تبوک د غزاء څخه ډير شرعي احکام، نصيحتونه او عبرتونه را وزي، خو زه به د وخت د مراعت سره سم د اختصار پر ډول يو څو مهمو او د غَوَر وړ شيانو ته اشاره وکم. 


1 -   (په مال سره د جهاد اهميت) د اسلام د دښمنانو سره جهاد کول يواځي دا نه دي چي زه غزاء ته و وتم وبس، بلکه کوم وخت چي جهاد و اسلحې، نفقې او مال ته ضرورت پيدا کي پر مسلمانانو دا واجب او لازمه ده چي د خپل قدرت پر اندازه به د جهاد دپاره خپل مالونه هم ورکوي، لکه څرنګه چي موږ وليدل چي اصحاب کرام په خپله هم غزاء ته وتل او هم يې مالونه و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته را وړل، حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه  نه سوه اوښه، سل آسه، دوه سوه اوقيه سپين زر او د سرو زرو زر ديناره و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته راوړل او رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل:«مَا ضَرّ عثمانُ مَا فَعَلَ بَعدَاليَوم» يعني: تر نن ورځي وروسته چي عثمان رضی الله عنه  هرڅه وکړي ضرر نه ور رسوي. 


په دغه حديث شريف کي و هغو کسانو ته زجر او تأديب دى چي د حضرت عثمان رضی الله عنه  د خلافت په وختو کي د ده رضی الله عنه  پر سياست تبصرې کوي او ځيني ليکوالان ډيري اوږدې اوږدې صفحې ليکي چي حضرت عثمان ذي النورين رضی الله عنه  په خپل سياست کي يو طرفه او ضعيفه ؤ، دوى په دغه کار سره (چي د اسلام پر تاريخ په درواغو او د خلکو په خطايستلو سره رنګارنګ تورونه او تهمتونه وتړي) خپل غربي باداران خوشاله کوي، دغه کسان خپل ځانونه د عِفت او نَزاهت، پوهي او صداقت په لوړو بُرجُو کي کښېنوي او د هغه ځايه څخه د حضرت عثمان رضی الله عنه  پر سياست تبصرې او اعتراضونه کوي، په حقيقت کي دغه کسان تر هرڅه د مخه و دې ته اړ دي چي اول خپل مرضونه تشخيص او پيدا کړي او بيا د هغو امراضو علاج! د حضرت عثمان رضی الله عنه  د سيرت په ويلو او په هغه پسي په اقتداءکولو وکړي،د دوى د قلبي امراضو د علاج يواځنۍ لار هم دغه ده چي د عثمان رضی الله عنه  په ژوند ځان خبر کي او بيا اقتداء پسي وکړي، د حضرت عثمان رضی الله عنه  سياست چي هرڅه ؤ خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د دغه مبارک قول » مَا ضَـرّ عثمان مَا فَعَلَ بَعدَاليَوم« تر اورېدلو وروسته به کوم ادب و چا ته دا اجازه ورکي چي د عثمان رضی الله عنه  پر سياست دي تبصره او اعتراضونه وکړي؟ 


2 -    (منافقان: او اسلام ته د هغو خطر) 
د تبوک په غزاء کي چي په کومه اندازه آياتونه د منافقانو د خطرو په باره کي نازل سوي دي او د هغو حالات يې بيان کړي دي، په بله هيڅ غزاء کي داسي نه ده پېښه سوې، ته به په سورة التوبه کي آياتونه نه بلکه ډيري صفحې و وينې چي اکثره آياتونه يې د جهاد في سبيل الله اهميت بيانوي، جهاد بالنفس، جهاد بالمال او فرمايي: چي دغه جهاد د مسلمان پر صداقت او اخلاص يواځنئ دليل دى، د مومن او منافق په منځ کي هغه مهم فرق جهاد دى او مسلمانان که واقعًا هم مسلمانان وي بايد د راحت او استراحت په کونج کي نه کښېني، هغه تکاليف او زحمتونه چي و دوى ته د الله جل جلاله  په لار کي پيښيږي لوى و نه بولي، لکه منافقانو چي به ويل: اوس د ګرمۍ او د مېوو د پخېدلو يا حاصلاتو اخستلو وخت دى، انتظار وکړی چي هوا يخه سي بيا به ولاړ سو. 


په دغه غزاء کي د منافقانو د حالاتو څخه موږ دغه درس اخستلاى سو چي په هر عصر او هره زمانه کي د منافقانو نفاق د مسلمانانو دپاره لوى خطر او لوی ضرر دى او دا ويلاى سو چي د اسلام دعوه (يعني: چي وايي زه مسلمان يم) دا په خوله سره يوه دعوه ده، د دغي دعوې د اثبات دپاره شاهدان په کار دي او هغه شاهدان د الله جل جلاله  په لار کي جهاد او د تکاليفو قبلول دي، دغه تکلیفونه  د دې دپاره قبلول کیږي چي صادق د کاذب څخه معلوم او جلا سي او د مومنانو ايمان د منافقانو د جَدل او سبسطې څخه و پيژندل سي، نو د تبوک غزاء د دغه الْهي قانون دپاره چي امتحان دی مهمه او عظيمه ماده وه، ځکه هلته د مسلمانانو امتحان ډير لوى او داسي امتحان ؤ چي منافقان يې د صادقه مسلمانانو څخه جلا کړه او هلته داسي آياتونه هم نازل سوه چي مسلمانان يې و دې ته متوجه کړه چي په هر ځاى او هره زمانه کي بايد د منافقانو د شره څخه ځان وساتي، مسلمانان يې په دې پوه کړه چي و مسلمانانو ته شر نه راځي او نه راتلای سي مګر د منافقانو د طرفه، د اسلام دښمنان نه سي کولاى چي و مسلمانانو ته دي ځان ور ورسوي مګر د منافقانو د لاري. 


مسلمانان د دوى کافر دښمن داسي نه سي خطايستلاى لکه منافقان چي يې خطا باسي، مسلمانانو ته د ضعف، کهالۍ او تفرقې مرض بل څوک نه سي را وستلاى بېله منافقانو، و مسلمانانو ته لوى خطر د منافقانو د طرفه ور پيښيږي، ځکه منافقان د اسلام سره د اسلام په نامه جنګيږي، و اسلام ته د اسلام په اسلحه چمونه جوړوي، اسلامي احکامو ته د اصلاح په نامه سره تغير ورکوي، د اسلام په نامه سره جوړي سوي او اړول سوي فتواوي د خپلو مقصدو د حاصلولو او د بادارانو د خوشاله کولو دپاره را باسي. 


د دغي غزاء څخه بايد مسلمانان کوم درس او عبرت واخلي؟ 


هغه دا دى: چي د دباندني دښمن څخه دي يو وار ځان ساتي او د داخلي منافقانو څخه دي زر واره ځان ساتي او تر هرڅه د مخه دي د منافقانو سره د دې دپاره و جنګيږي چي په دوى کي نفاق نشر نه کړي. 


3 - (د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سياست د منافقانو سره او د صادقه مومنانو او خپلو اصحابو سره) پر موږ اوس دا لازمه ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   په هغه سياست کي فکر وکړو چي د منافقانو سره يې کاوه او هغه سياست ته متوجه سو چي دصادقه مسلمانانو او خپلو اصحابو سره يې کاوه، تا وليدل چي ډير منافقان د تبوک د غزاء څخه پاته سوه او بيا و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته راغله قِسم قِسم عذرونه يې ورته ويل، پر دغه سر بېره رسول الله صلی الله علیه وسلم   و دوى ته عفوه وکړه او د دوى باطني حال يې و الله جل جلاله  ته پرېښاوه.


 او لږ شمېر مسلمانان چي بېله شکه او نفاقه صادقه مومنان وه د دغي غزاء څخه پاته سوه او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته راغله بېله عذره او درواغ جوړولو يې عفوه ځني غوښتل، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم   عقاب ورکړی او عفوه يې نه ورته وکړه، تا هغه عقوبت وليدى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   و دغه صادقه مومنانو ته ورکړی، څومره سخت او شديد ؤ.


دلته دا پوښتنه پيدا کيږي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   ولي د منافقانو سره نرمي او د عفوي لار اختيار کړه؟ او د صادقه مسلمانانو سره يې شدت او د عقوبت لار اختيار کړه؟ 


جواب: په دغسي ځاى کي شدت او عقوبت د شرف او اکرام علامه ده، دا هغه کسان وه چي په وروسته کي د دوى د عفوي او توبې د قبلېدلو دپاره آياتونه نازل سوه او د قيامت تر ورځي به ويل کيږي، خو منافقان د دغه شرف او اِکرام وړ او مستحِق نه وه چي د دوى په باره کي دي د عفوي او توبې آياتونه نازل سي. 


بل دا چي منافقان په دوږخ سره محکوم دي، دوى په حقيقت کي کفار دي، دغه دوى چي په دنيا کي په ظاهره سره اسلام ښکاره کوي دغه اسلام يې د قيامت په ورځ د جهنم د اوره څخه نه خلاصوي، الله جل جلاله   موږ امر کړي يو چي دوى او د دوى دغه ظاهري حال سره پرېږدو او دنيوي شريعت او احکام د دوى پر ظاهره عملي کړو، دڅه دپاره د دوى د عذرو او د خبرو د حقيقت څېړنه او تحقيق کوو، موږ د دوى سره فقط هغه د دوى پر ظاهري شکل معامله کوو او احکام پر جاري کوو، لکه څرنګه چي دوى هم و موږ ته فقط خپل ظاهري حال او ظاهري عقيده را ښکاره کوي. 


ابن قيم رحمة الله عليه  وايي: الله جل جلاله  هم د خپلو بندګانو سره د دوى د ګنهو په عذاب او عقاب کي دغسي معامله کوي، خپل هغه مومن بنده ته  چي الله جل جلاله  يې خوښ لري او د ده په دربار کي عزت لري په يوه کوچنۍ خطا او ښويېدلو سره ادب ورکوي چي همېشه ويښ او بيداره و اوسي او هر هغه څوک چي د الله جل جلاله  په دربار کي کښته او سپک وي دئ او د ده ګنهونه سره پرېږدي، هر وخت چي يوه ګناه وکړي په دنيا کي يو بل نعمت ورکړي. 


په دغه غزاء کي نور هم ډير احکام او عبرتونه سته خو زه د مضمون د اوږد والي د بيري تر تېرېږم او يو څه به تاسي هم و فکر کولو ته پرېږدم چي نور څه شي ځني را ايستلاى سى؟


وروڼو! د تبوک غزاء چي د هجرت په نهم کال کي د رجب په مياشت کي وه د رسول الله صلی الله علیه وسلم   آخرنۍ غزاء ده، نو اوس دا ښه او لازمه بولم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   ټولي غزاوي د يو څو اړخو څخه و څېړو او ځيني نتيجې ځني را وباسو.


اول: د رسول الله صلی الله علیه وسلم   ټولي غزاوي (27) يا د علماوو په بل قول (28) غزاوو ته رسيږي او ټولي سرِيې يا ډلي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   لېږلي دي و   (60) سَرِيو ته رسيږي او په ټولو غزاوو او سريو کي جنګ نه دى پېښ سوى، ځکه ځيني غزاوي او سريې بېله جنګه پاى ته رسېدلي دي، خو په دغو ټولو غزاوو او سريو کي د مسلمانانو او د کفارو د طرفه د وژل سوو کسانو شمېر تر يو زر او اتلسو نفرو نه زياتيږي (1018) او دا هغه عدد او شمېر دى چي د جزيرة العرب د ټولو جنګو په تاريخ کي تر دغه لږ  وژنه او تلفات نسته.


هـو! تر اسلام او اسلامي جنګو د مخه په جزيرة العرب کي جنګونه کېدل او بې حسابه خلک پکښي وژل کېدل، خو هغو جنګو بېله دښمنۍ او عداوته، بېله تفرقې او عناده، بېله چور او چپاول څخه بله نتيجه نه درلوده، مګر اسلامي غزاوو په دغه لږ تلفات هغه بېحسابه فايدې په وجود را وړې! چي اول يې د يوه الله جل جلاله  عبادت (توحيد) او د بتانو ماتول دي، أمن خو و هغه اندازې ته ورسېدى چي د حِيره يا قادسيې څخه به يوې ښځي کولاى سواى چي يواځي رهي سي پر بيت اللهِ الحرام طواف وکړي او بيرته خپل کلي او وطن ته په أمن او امان سره ولاړه سي او په دې سفر کي به بېله الله جل جلاله  بل د هيچا څخه نه بېرېدل او دا هغه جزيرة العرب وه چي د ځنګله قانون پر مسلط ؤ، هر قوي به ضعيفه خوړى، چور او چپاول، غلا او وژنه، د ښځو او کوچنيانو په اسارت نيول او بيا د مينځو او مريانو په شکل په نورو ځايو کي خرڅول، دغه د دوى د ژوند قانون او اساس ؤ، يوه تجارتي قافله د يوه لښکر بې حفاظته تر خپل مقصده پوري نه سواى رسېدلاى، خو بالمقابل اسلامي غزاوي او سريې، بلکه اسلامي ټول جنګونه د قرآن مجيد پر هغه دوه اصله او قانونه بِناء وه. 


الف: هغه چي رب عزوجل  فرمايي:


(وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ)[البقره :191]  فتنه، يعني: بې امنيتي، د مال او اولاد نه حفاظت، إغواء او د خلکو د اولادو تښتول، دا تر قتل او وژني أشد دي. 


د هغي ټولني په ژوندکي به څه خوند او څه مزه وي چي هلته نه سکون وي نه اطمينان، نه أمن  وي نه امان، هلکان يې د پيسو دپاره تښتول کيږي، نجوني يې په زور ځني بېول کيږي حتّْی هغه کسان چي يوه ګوله ډوډۍ لري د مال دپاره إغواء کيږي.


باء:

الله جل جلاله  فرمايي:(وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ) [البقره:179] 
او تاسي لره په قصاص کي ژوند دى اې د عقل او بصيرت خاوندانو! 


په کومه ټولنه کي چي قاتل نيول کيږي او د خپل عمل جزاء ورکول کيږي، هلته دا ممکنه نه ده چي بل څوک دي پر قتل يا د يو چا پر وژلو اقدام وکړي، مګر د دغه پر عکس که په يوه ټولنه کي ژوند او عادت داسي وي چي هر چا چي هر څه وکړه، نه بيا د هغه پلټنه کيږي او نه جزاء ورکول کيږي، دلته نو د قتلو او وژنو شمېر تراندازې وزي. 


د دغه آيات شريف مقصد داسي سو چي د يوه قاتل په قصاصولو سره د سلو نه بلکه د زرو نورو قتلو مخه ونيول سوه او که دغه قاتل پرېښوول سو د سلو نه بلکه د زرو نورو قتلو اجازه صادره سوه، نو اسلامي جنګونه او جزاوي د دې دپاره وه او دي! چي شـر او فساد، فتنه او وژني ورک کړي او ورک هم سوه، د جزيرة العرب په ژوند او قانون کي دغه ډير لوى فرق په دغه لږ موده کي د دغه اسلامي غزاوو په سبب راغلى.

 
دغه غزاوي او د هغو تلفات تأديبي شکل لري نه تعذيبي، د اسلامي غزاوو مثال داسي دى لکه د جراحۍ يو ډاکټر چي د انسان د جسم يا بدن څخه يوه لږ حصه څيري او زخمي کوي، يا يې بالکل قطعه کوي، خو ټول جسم او بدن په اصلاح کيږي. 


 دوهــم: که د اسلام د نشرېدلو و سرعت او چابکۍ ته وګورو! 
د هجرت په شروع کي د مسلمانانو تر حکم لاندي مځکه (274) مربع ميله وه او پسله لسو کلو څخه تريو ميليون مربع ميله زياته مځکه د مسلمانانو د حکم تابع وه، سبحان الله! يوڅه دقيق او متوجه سى مسلمانانو د دغي ډيري او پراخه مځکي په تسلط او لاس ته را وړلو کي څومره قرباني ور کړې ده؟ که د مسلمانانو شهيدان پر وخت او زمانه و وېشو نو مسلمانانو د مياشتي يو نفر په قرباني کي ورکړى دى، خو د خير، أمن او إصلاح مېوه او ثمره يې تر اوسه موږ خورو.


درېیم: د اسلامي جنګو او غزاوو تلفات او شهيدان به د دوو جهاني جنګو سره قياس او مقايسه کړو: اول جهاني جنګ چي په (1914) عيسوي کال کي شروع او تر (1918) کال پوري يې دوام درلودى، يوه محقِق ليکوال د بريطانيې په دائرة المعارف کي ليکلي دي: په اول جهاني جنګ کي د وژل سوو کسانو شمېر شپږ ميليونه او څلور لکه نفره دى.  


مګر په دوهم جهاني جنګ کي د وژل سوو کسانو شمېر د پنځه ديرش مليونو او شپېتو مليونو په منځ کي دى، دا خو يې قتل، وژنه او بربادي وه مګر نتيجې ته يې هم وګورى! ټولو خلکو ته معلومه ده چي دغو دواړو جنګو و بشر ته نه ديني نه دنيوي نه ډيره نه لږ فايده رسولې ده، خو بالمقابل هغه د اسلامي جنګو تلفات چي په مجموعي ډول سره (1018) نفره کيږي او هغه يې فايدې او ګټي وې.


 خو یوه د ډېر تعجب خبره دا ده: چي د هغو کسانو زامن او لمسیان چي دغه جهاني جنګونه یې د هغه خپلو خرابیو سره سره په وجود راوړي دي پر هغه خپلو ټولو وژنو او بربادیو یې سترګي پټي کړي دي او مسلمانانو ته ترهګر یا تروریستان وايي،په دې باره کي که زه هر څه و وايم هغه لږ دي، کتاب يا فيتي د هغه د ځايولو دپاره نه دي کافي، خو په خپله ويونکي او اورېدونکي په دې موضوع کي د فکر آس د خپل قدرت پر اندازه ځغلولاى سي.


څـلورم: که موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم   و غزاوو او سريو ته وګورو په نتيجه کي نه موږ ته او نه بل هغه چا ته چي د جنګو د حالاتو په مثبت او منفي  اړخو پوهيږي، دا ممکنه نه ده چي بل څه و وايو بېله دې څخه: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   په ټول تاريخ او ټوله دنيا کي هغه لوى او تر ټولو پوه عسکري قائد يا قومندان ؤ، تر ټولو خلکو په ثُبات، عميق فِراست او باخبري کي لوړ ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم   د عسکري او حربي قيادت په صفت کي يو نادره عبقريت درلودى، لکه څرنګه چي د نبوت او رسالت په مقام کي سيد او سردار د انبياوو ؤ، دغه رنګه يې په عسکري ميدان کي هم تر ټولو انسانانو تفوق او لوړ والى درلودى، و هيڅ جنګ ته نه دى داخل سوى مګر په يوه وړ او مناسب وخت کي او په داسي طريقه سره داخلېدى چي د حزم، شجاعت او تدبيره څخه به ډکه وه، نو ځکه په يوه جنګ کي د جنګو هم داسي نه دى ناکامه سوى چي هغه ناکامي دي د حِکمت د غلطيا، يا د لښکر د نه تنظيمولو، يا د استراتيجي ځاى د نه نيولو؛ په سبب راغلې او پېښه سوې وي، په هر جنګ کي يې د مقابلې دپاره هغه ښه او مناسب ځاى اختيار کړى دى او د مقابلې دپاره يې ډيره ښه او معقوله نقشه ترتيب کړې ده. 


بلکه رسول الله صلی الله علیه وسلم   په خپلو ټولو جنګو کي دا ثابته کړې ده چي د ده صلی الله علیه وسلم   قيادت يو بل نوى قسم قيادت ؤ، داسي قيادت نه ؤ لکه خلکو ته چي ور معلوم ؤ،  يا د دنيا په نورو قومندانانو کي ليدل کيږي. 


هر څه چي په اُحُد او حنين کي ځيني د شکست حالات وليدل سوه هغه د قائد د تصرف په سبب نه وه، بلکه په حنين کي يې د لښکر د ځينو افرادو ايماني ضعف سبب ؤ او په اُحُد کي يې د قائد د اوامرو څخه نا فرماني سبب وه، د لښکر افرادو په هغه حِکمت او نقشه عمل و نه کړی، کوم چي د دوى د قائد د طرفه څخه په عسکري لحاظ پر دوى لازمه سوې وه، خو بيا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم   عبقريت او شجاعت په دغه دواړو غزاوو کي هغه وخت ښکاره سو چي مسلمانانو ماته وخوړل، په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم   د دښمن و مخ ته ثابت ودرېدى او په خپل نابغه حِکمت سره يې وکولاى سوه چي دښمن و خپل هدف او مقصد ته و نه رسيږي، لکه دا کار چي يې په اُحُد کي وکړی. 


يا يې د جنګ صفحه واړول، شکست يې په نصرت سره بدل کړی، لکه دا کار چي يې په حنين کي وکړی، سره د دې چي په جنګ کي د دغسي خطرناکه حالاتو پېښېدل او دغسي واضحه او معلومداره شکست خوړل د قومندانانو حواس ځني وړي، د هغو پر اعصابو ډير بد اثر پرېږدي، په دغسي حالاتو کي ډير مشهوره او منل سوي قومندانان د خپل ځان د خلاصېدلو په فکر کي کيږي، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم   بېله شکه رسول الله دى، دا خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د عسکري او حربي قيادت اړخ ؤ، اوس د دغه غزاوو بل اړخ ته راسه:


پنځـم: رسول الله صلی الله علیه وسلم   وکولاى سواى چي په دغو غزاوو سره په ټوله جزيرة العرب کي أمن  او امان، سلامتي او سلام خپور او نشر کړي، د فتنو اور يې و وژى، د اسلام د دښمنانو، د مشرکانو او بت پرستانو شان او شوکت يې داسي ور مات کړی چي هغو و صلحي ته رجوع وکړه او صلحه يې و غوښتل او د الْهي دين و دعوت ته لار خلاصه او ايله سوه، د دغو جنګو په نتيجه کي رسول الله صلی الله علیه وسلم   خپل صادقه اصحاب کرام د هغو منافقانو څخه و پېژندل چي په زړوکي يې غدر او خيانت ساتى. 


شـپږم: رسول الله صلی الله علیه وسلم   په دغو غزاوو او جنګو سره داسي قومندانان تربيه کړه چي د ده صلی الله علیه وسلم   تر رحلت وروسته د فارس او روم سره د عراق او شام پر مځکه وجنګېدل او د هغو تر مشهوره قومندانانو د جنګ په نقشه او اداره کي لوړ او پوه وه، دغه په اسلام کي روزل سوو قومندانانو وکولاى سواى چي هغه قوي مملکتونه د هغو د مځکو او وطنه څخه وشړي، د هغو مالو او باغو څخه يې وشړي چي دوى په أمن او امان، په عيش او عشرت، نعمتو او راحتو کي هلته اوسېدل. 


اووم: رسول الله صلی الله علیه وسلم   وکولاى سواى چي د دغو غزاوو په برکت و خپلو بې وزله ملګرو مسلمانانو ته د اوسېدلو ځايونه، مځکي، کارونه،  اوکسبونه ور تهيه او مهياء کړي، چي په دغه واسطه سره د ډيرو هغو مهاجرينو مشکلات ليري سوه چي نه يې مال درلودى نه کور، خو په دغو غزاوو سره يې اسلحه، سامان او نفقه برابرکړه، خو دغه ټوله يې په داسي شکل سره لاس ته را وړل چي مثقال ذرّةٍ ظلم او تېرئ يې هم پر چا نه دى کړى. 


اتـم: د رسول الله صلی الله علیه وسلم   غزاوو د جنګو و هدفو او مقصدو ته تغير ور کړی، په جاهليت کي چي د کوم مقصد دپاره جنګونه کېدل هغه مقصد او هدف ته تغير ور کول سو. د جاهليت جنګونه چور او چپاوُل ؤ، وژنه او تجاوز ؤ، ظلم او بغاوت ؤ، دبدلې او انتقام اخستل وه، د ضعيفه ټکول وه، د آباديو او کورو نړول او خرابول وه، د ښځو د حرمت ايسته کول وه، پر سپين ږيرو، کوچنيانو، او هلکانو شدت ؤ، د کښت او نسل هلاکت ؤ، بالآخره فساد في الارض ؤ، دغه جنګونه په اسلام کي و مقدس جهاد ته واوښتل. چي پاک هدف، لوړ غرض او داسي ښه نتيجه په لاس را وړي چي په هغه سره انساني او بشري ټولنه په هرځاى او هر وخت کي فخر وکړي، هغه د جهالت جنګونه په داسي جهاد سره بدل سوه چي انسان د ظلم او تجاوز د قانونه څخه د عدالت او انصاف و نظام ته بيايي، هغه نظام چي قوي به ضعيف خوړى د جهاد په واسطه و داسي نظام ته واړول سو چي قوي د دې دپاره ضعيفه سي چي د مظلوم حق ځني واخستل سي. 


جهاد د سپين ږيرو، ښځو او کوچنيانو حقوق را ژوندي کوي، جهاد د الله جل جلاله  مځکه د غدر او خيانت، ګناه او تجاوز څخه پاکوي. 
جهاد د ګناه او تجاوز، ظلم او ستم، په عوض او بدل کي بشری ټولني ته أمن  او سلامتيا، رحمت او محبت، د حقوقو مراعت او مُرُوت راوړي.
 لکه څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   د جنګ دپاره شريف او محترم قوانين کښېښوول خپل لښکر او قومندانان يې د دغو قوانينو په مراعتولو سره مکلف کړه، هيچا ته يې دا إجازه نه ده ورکړې چي د دغو قوانينو څخه په هيڅ حال کي سر غړونه او مخالفت وکړي.
 امام مسلم د سليمان بن بُريده رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي وايي: کوم وخت چي به رسول الله صلی الله علیه وسلم   يو څوک پر لښکر يا سريه امير مقرره کړى نو به يې داسي وصيت او نصيحت ورته کاوه: د خپل ځان په باره کي د الله جل جلاله  د عذابه څخه و بېرېږه. 
ستا د ملګرو مسلمانانو سره ښه ګذاره او معامله کوه.


 او بيا به يې ورته و ويل: د الله په نامه في سبيل الله جهاد ته ووزه، د هغه چا سره جنګ کوه چي پر الله جل جلاله  کافر وي، غدر او تجاوز مه کوه، د چا اندامونه مه ور پرې کوه، کوچنئ مه وژنه او بيا به يې ورته ويل: » يَسِّـرُوا وَ لاَ تُعَسِّـرُوا« د خلکو سره آساني کوى سختي مه ور سره کوى، » وَسَکِّنُوا وَ لاَ تَنفِّرُوا « په خلکو کي سکون او اطمينان راولى او مې متنفره کوى. 


په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم   که به د شپې د يوه قوم و منطقې ته وُر ورسېدى په هغه شپه يې حمله نه پرکول تر سهاره به يې انتظار ورته کاوه، تاسي  پوهېږى چي دا ولي؟ ځکه د شپې به ښځي او کوچنيان، ضعیفه خلک او مریضان ټول بيده وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم   نه غوښتل چي دغه شپه او خوب پر خراب کړي او په سهار کي به بيا و هغو ته د تيښتي لار خلاصه وه. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم   د دې څخه سخته منعه کړې ده چي څوک دي په اور و سوځل سي، د کوچنيانو او ښځو د وژلو او وهلو څخه يې منعه کړې ده،  دچور او چپاوُل څخه يې منعه کړې ده، تر داسي اندازې چي فرمايي: چور کونکى تر هغه چا په کمه نه دى چي د (مَيّتِې) يعني: مړه سوي او مردار سوي حيوان غوښي حلالي بولي يا خوري.


رسول الله صلی الله علیه وسلم   د باغو او کښتو د سوځلو او د وُنو د پرې کولو څخه منعه کړې ده، مګر په هغه وخت کي بيا اجازه سته چي و دغه کار ته جنګي شديد  ضرورت پيدا سي او بېله دغه کاره څخه د دښمن تسليمېدل امکان و نه لري.


 د مکې مکرمې د فتحي په وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: زخمي مه وژنى، بندي مه وژنى، هغه چي تښتي او ځغلي په هغه مه پسې کېږى او دغه قانون يې جاري او عملي وګرځاوه چي قاصد نه وژل کيږي، د معاهدينو د وژلو څخه يې په شدت سره منعه کړې ده، تر داسي اندازې چي فرمايي: که چا معاهد و وژى د جنت بوى به نه وُر ورسيږي او د جنت بوى د څلويښتو کلو د لاري څخه و يو چاته ور رسيږي، يعني: د ده او د جنت په منځ کي به د څلويښتو کالو د لاري پر اندازه ليري والى وي.


معاهد څوک دى؟ معاهد هغه چا ته ويل کيږي چي اسلامي حکومت د هغه سره د امان عهد او وعده لري، لکه زموږ په وطن کي هندوان، يا په پاکستان کي عيسايان، يا هغه کسان چي د اسلامي حکومت د طرفه د امان وعده ورکول سوې وي چي په دې کي ټول هغه کفار شامل دي چي اسلامي ملک ته د مسلمانانو په اجازه او وېزه سره ورځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم   نور هم د جنګو دپاره داسي پاک او سپېځلي قوانين ايښي دي چي جنګونه يې د جاهليت د خيرونو او لغړونو قوانينو څخه پاک کړه او مقدس جهاد يې وګرځول. 

ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته