دوې هالنډۍ مېرمني په خپله خوښه مسلماناني سولې
راپور: مختار احمد احسان/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د روژې مبارکي میاشتي پر ۱۹مه (۲۰۱۶ز جون ۲۴) د جمعې تر لمانځه وروسته د هالنډ د هارلېم ښار د المحسينين په مسجد جامع کي دوو هالنډۍ مېرمنو په خپله خوښه اسلام قبول کړ او د شاوخوا ۲۰۰ تنو په حضور کي د اسلام په مقدس دين مشرفي سولې.
د جامع امام و مېرمنو ته د اسلام مبارک دین د قبولو له امله مبارکي وویل او زیاته يې کړه چي د دغه سپېڅلي دین د قبلولو تر ټولو مهم شرط د یوه تن رښتينې عقیده ده; د زړه له کومي يې باید ومني او هيڅ کوم شک پکښي ونه لري. دغه راز يې زیاته کړه چي د هري پوښتني او هر ډول اسلاميمعلوماتو د تر لاسه کولو لپاره ورتلائ سي.
مېرمني د مسجد جامع د ښځينه وو په برخه کي وې، پر مایکروفون يې په نوبت د امام سره یو ځای د شهادت کلیمه ولوستل او د ټولو حاضرو مسلمانانو له خوا يې د تکبیر په ویلو هرکلی وسو.
دا لومړی ځل نه دی چي غربیان د اسلام سپېڅلي دين ته زړه ښه کوي، بلکي په تکراري ډول په دغه مسجد کي هالنډیان مسلمانان سوي دي. اکثریت مسلمان سوي غربیان د رسنیو دوه مخي چلند دې ته مجبوره کړي وي چي د اسلام په اړه بې طرفه معلومات راټول کړي، له حقایقو يې ځان خبر کړي. ان دا چي یو شمېر يې د دغه مبارک دین د منلو تر حده رسيږي.