څلورم فصل
د حق په مقابل کي شیطاني تکتیک
د حنفي مذهب لنډه پېژندنه ، د وهابيت ،سلفيت او بريلويت وړوکی انځور، د حق په مقابل کي شيطاني تکـتيک او د تعليم الاسلام راډيو د دعوت تګلاره.
لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
خپروونکي اداره : تعليم الاسلام راډيو
د وهابیت او سلفیت په اړه لنډ معلومات په دوهم فصل کي درکول سوه، د بریلویت عملي واقعيت په دریم فصل کي درته څرګند سو، وهابیت او بریلویت ته که څوک ځیر سي داسي بریښي لکه یوه ډله چي د بلي ډلي په غبرګون کي را زیږېدلې وي، ځکه یوه ډله افراط او بله تفریط کوي، او د دیوبند مسلک ته که د انصاف په سترګه وکتل سي په هر دریځ کي به یې د اعتدال غوره صفت ورته څرګند سي د قبرونو د زیارت مسئله ددې واقعیت د اثبات لپاره د نمونې په ډول یادولای سو؛ د زیارت په مسئله کي د وهابیانو سخت دریځي او د بریلویانو خرافات هر چا ته معلوم دي پدې مسئله کي هم د نورو مسایلو په شان اعتدال د دیوبندي مسلک په دریځ کي ځلیږي .
یوه اګاهي د عوامو لپاره ډېره مهمه ګڼو څو د بریلویانو په شیطاني لومي کي ښکېل نسي هغه دا چي حق تل پر روښانه او مضبوطو دلایلو بناء وي او اهل الحق خپل حقانیت په حجت او دلایلو ثابتوي همدا وجه ده چي حق تل پاتي وي، او اهل الحق د باطل مقابله په حجت او دلیل کوي د دې برعکس باطل د اوبو د ځګ په شان اساس نلري همدا وجه ده چي اهل الباطل د خپلو باطلو عقیدو او باطلو عملونو لپاره صحیح دلیل او حجت نسي وړاندي کولای، د حق په مخ نیولو کي د ډول ډول شیطاني تکتیکونو څخه کار اخلي، د همدغو تکتیکونو څخه یو تکتیک پر اهل الحق درواغ او تهمت ویل دي څو خلک پر اهل الحق بې باوره کړي او باطل په اسانۍ سره وکولای سي خپلي ریښې په ټولنه کي خپرې کړي یا لږ تر لږه څه مده د ساه کښلو موقع ورته پیدا سي، د مکې مشرکانو چي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کله شاعر، کله کاهن او کله لیونی باله، یا د مخکنیو امتونو کافرانو چي پر خپلو رسولانو ډول ډول درواغ او تورونه لګول دا د همدغه شیطاني تکتیک تاریخي لړۍ ده .
بریلویان د همدغه شیطاني تکتیک څخه په کار اخیستلو د دیوبند د مسلک پر علماء کرامو د وهابیت او سلفیت تور او تهمت لګوي، پداسي حال کي چي په نن عصر کي د حنفي مذهب رښتیني استازي او واقعي خادمان د دیوبند د مسلک علماء کرام دي ځکه هغوی په صحیح ډول د نبوي سنتو او د حنفي مذهب ترجماني کوي او د حق په بیانولو د بریلویانو باطلي عقیدې او بدعتي عملونه او خرافات مسلمانانو ته ورپیژني .
د حنفي مذهب رښتني پیروان باید پوه سي چي د دیوبند د مسلک پر علماء کرامو که څوک د وهابیت یا سلفیت تور لګوي، دابې چاره به یا د حسد او عناد په وژونکي مرض اخته وي یا به ډېر ساده بې تحقیقه انسان وي، د بل په درواغو به تیر وتی وي یا به د خپل حنفي مذهب څخه ناخبره وي یا به بریلوی وی د اهل الحق په مقابله کي به د تور او تهمت د شیطاني تکتیک څخه کار اخلي او یا به ...
کوم کسان چي د حسد لکبله پر خدمت کونکو علماء کرامو او دیني ادارو تور او تهمت لګوي د وهابیت او سلفیت په تور یې د بدنامولو هڅه کوي د دغو کسانو د شر څخه د ژغورني علاج دا دی چي په رب الفلق به څوک د هغوی د شر څخه ځان ساتي لکه څنګه چي د قرانکریم په ۱۱۳ سورت یې الله جل جلاله حکم کړی دی :
قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ (۱) مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ (۲) وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ (۳) وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ (۴) وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ (۵)
دا ځکه چي حاسد په حقیقت کي د الله عم نواله پر وېش اعتراض لري او څه مهال چي یې حسد د داسي کس په مقابل کي را وپاروي چي هغه ته الله جل جلاله ښه عزت او نعمت ورکړی وي نو بیا هغه ته د زیان رسولو او د هغه د لاس څخه د نعمت ایستلو لپاره د هر ډول دسیسې څخه کار اخلي لکه شیطان چي د ادم علیه السلام سره د خلافت پر نعمت حسد وکړ د الله پر ویش یې اعتراض وکړ او ځان یې د دې نعمت مستحق وباله:
(قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ. (الاعراف: ۱۲ )
شيطان وویل : زه تر ده یعني آدم علیه السلام غوره یم زه دي له اور څخه پیدا کړی یم او دی دي د خټو څخه پیدا کړی دی. همدا حسد وو چي شیطان یې د تل د پاره ملعون وګرځاوه، همدا حسد وو چي شیطان یې د آدم علیه السلام په مقابل کي راوپاروه او په شیطاني وسوسو یې آدم او حواعليهما السلام تېر ایستل، د جنت څخه یې د رایستلو سبب وګرځیدی او تر نن ورځي یې د ټول بنو آدم سره په ښکاره ډول دښمني دوام لري .
کوم کسان چي د ساده ګي لکبله په آوازو او شیطاني تبلیغاتو تیر وځي او بې تحقیقه پر مسلمانانو تور او تهمت لګوي هغوی باید د پټو سترګو د فیصلو د بد انجام څخه وبیریږي ځکه هر څه چي څوک اوري هغه ټول رښتیا نه دي بلکي د چارسو آوازې او شیطاني تبلیغات هم پکښي ګډ دي که یو کس هر ه اورېدلې خبره رښتیا ګڼي ، هغه بیا نورو ته په ژبه بیانوي او د هر اورېدلي خبر له مخي پر مسلمانانو بدګمانه کیږي دا کس به د قیامت په لویه ورځ هرو مرو پوښتل کیږي:
(إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا (الاسراء: ۳۶) .
او بل دا چي انسان د حیوان په شان ندی چي رښتیا د درواغو څخه نسي پیژندلای بلکي انسان ته الله جل جلاله د غوږو د نعمت تر څنګ عقل هم ورکړی دی نو پر عقلمند انسان لازمه ده چي هر اورېدلی خبر د عقل په فلټر کي تصفیه کړي رښتیا او درواغ یې سره بېل کړي لکه د اوبو په فلټر چي ړني اوبه د خس او خشاک څخه بیلیږي، او کوم کسان چي پر بې تحقیقه خبر او د آوازو پر بنسټ پر نورو مسلمانانو په ځانګړي ډول پر علماء کرامو او دیندارو کسانو د هغوی د بدنامه کولو فیصله باسي پر دغو کسانو بیا عقلمند انسانان د ساده او غولیدلو فیصله باسي، پکار ده چي یو کس دونه ساده نسي چي هم خپل دین او آخرت ته تاوان ورسوي او هم یې عقلمند انسانان د غولیدلو انسانانو په نوملړ کي ولیکي .
کوم کسان چي د حنفي مذهب څخه د ناخبرتیا لکبله پر حنفي مذهبو علماء کرامو د وهابیت یا سلفیت حکم کوي هغوی ته په کار ده چي لومړی د حنفي مذهب معتمد کتابونه ولولي د حنفي مذهب څخه په پوره معني ځان خبر کړي د نورو طایفو په اړه هم پوره څیړنه وکړي تر دې وروسته که یې چا ته په حنفي مذهب کي غړیتوب ورکاوه یا یې د حنفي مذهب غړیتوب ځني سلب کاوه نو بیا به یې دا رجستریشن او ثبتِ نام ډېر د شرم او پیغور کار نه وي او عوام مو مخکي پدې اګاه کړه چي په حنفي مذهب کي دننه ډېر دا ډول مسایل سته چي په هغو کي د حنفي مذهب د امامانو یا د حنفي مذهب د مشایخو تر منځ اختلافات سته د همدغو اختلافاتو لکبله باید عوام پر یوه یا بل عالم بد ګمانه نسي .
کوم کسان چي د بریلویت لکبله د دیوبند د مسلک پر علماء کرامو د وهابیت او سلفیت تور لګوي د هغه وجه مخکي په تفصیل سره بیان سوه نو په همدې اساس ویلای سو چي د بریلویانو په آند لکه څه ډول چي هغه کسان وهابیان او سلفیان دي کوم چي هغوی په واقعي معنْی وهابیان او سلفیان دي، دغه ډول د حنفي مذهب رښتيني استازي چي د دیوبند د مسلک علماء کرام دي، هم د بريلويانو په آند وهابیان او سلفیان دي ، پداسي حال کي چي د دیوبند علماء کرام نه یوازي دا چي د وهابیت او سلفیت د ناسمو افکارو او عقیدو رد کوي، بلکي د بریلویت د باطلو عقایدو او خرافاتو رد هم کوي، ځکه نو بریلویان د دغي حقاني ډلي په مقابله کي د شیطاني تکتیک څخه کار اخلي د وهابیت او سلفیت په تور او تهمت یې د وهابیانو په نوملړ کي راولي بلکي ډېر ځله تر وهابیانو زیات د همدغي ډلي مقابلې ته لېڅي رانغاړي په شیطاني لمسون او وسوسو د شایعاتو په خپرولو يې د بدنامولو هڅي کوي خو عوام باید پدې پوه سي چي د حق په مقابل کي د باطل دسیسې نسي بریالی کیدلای ځکه الله فرمایلي دي :
وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ. (الانفال: ۳۰)
ورپسې لیکنه: پنځم فصل- د تعلیم الاسلام راډیو د دعوت تګلاره
ماخذ: طلايي لړۍ، حنفي او غیر حنفي
لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
---------------------------------------------------------------
اړوند لیکني:
۴: د حق په مقابل کي شیطاني تکتیک
۵: د تعلیم الاسلام راډیو د دعوت تګلاره