تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
متکبر انسان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 6, 2023
  0

 

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 متکبر انسان 


۱ - د متکبر انسان مثال د هغه چرګ دی چي داسي ګمان کوي چي لمر زما په ږغ او آذان راپورته کيږي او هره ورځ لمر ددې لپار راپورته کيږي چي په چيغو کي زما مهارت او تکړه توب وګوري.


متکبر انسان هم داسي ګمان کوي چي دا نړۍ يواځي دده لپاره جوړه ده او د خلګو کارونه يواځي پر ده باندي ولاړ دي ځکه نو د هر چا څخه داسي غوښتنه لري چي ته بايد زما خبره ومنې او په هر شي کي زما خيال وساتې.


۲ - د متکبر انسان مثال چي همېشه يې پزه پورته نيولې وي داسي دی لکه د غنمو خالي وږی چي هسي يې سر جګ نيولی وي هيڅ شی پکښې نه وي او نه هم څوک اعتبار ورکوي.


مغرور او متکبر انسان همېشه پوچ مغزه او بې فکره وي، په هر شي کي يواځي پر خپل کم عقل حساب کوي او په هر شي کي مثبت او منفي يواځي د خپل نيمګړي عقل په کږه  تله معلوموي. 


د عاجز انسان مثال داسي وي لکه د غنمو ډک وږی چي هم د دانو ډک وي او هم انسانانو ته معتبر وي، عاجز انسان تل حليم او دروند وي او ژوند يې د ميوه لرونکي وني په څېر د ګټو او خوندونو څخه ډک وي.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته