کمپوز: احمد جنید مبارز / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ــ ټول ژوندي موجودات د یوه کيمياوي مرکب څخه چي پرتوپلازم بلل کيږي جوړ سوي دي چي دا مرکب ټول حياتي فعاليتونه اجراء کوي .
ــ د نوي پيدا سوي ماشوم زړه په يوه دقیقه کښي (۱۴۰) ځله در زيږي
ــ د انسان په بدن کښي (۲۴) پښتۍ دي
ــ د انسان د ويني وزن له څلور نيمو تر پنځو کېلو پوري دي
ــ مایکروسکوپ په کال ( ۱۶۶۵ ) مېلادي کښي د انګليسي عالم رابرت هوک په واسطه جوړ سو
ــ یو صحت مند انسان په دقيقه کي (۱۶) ځله ساه باسي
ــ د انسان تر مړيني وروسته د هغه زړه (۲۰) دقیقې ژوندی وي
ــ د انسان په يوه لاس کي (۳۰) هډوکي دي
ــ د انسان تر ټولو ستر هډوکي د ورانه هډوکي دی ، چي پېمور نوميږي.
ــ حجره بغير له هستې څخه خپل ژوند ته دوام نسي ورکولای
ــ يو غاښ د دريو برخو څخه جوړ سوي دي : اول : تاج . دوهم : غاړه . دريم : ريښه
ــ د انسان وجود په سلو کي (۶۵) اوبه لري
ــ د انسان وېښتان په کال کي (۱۶) انچه وده کوي
ــ د انسان نوکان په کال کښي (۵/۲) انچه وده کوي
ــ زړه د سينې په قفس کي چپې خواته موقعت لري چي د یوې پردې په واسطه چي ( pericardium ) نوميږي پوښل سوي دي
ــ د انسان ترټولو قوي غړۍ زړه دي
ــ د زړه ضربان چي د ويني د وتلو او ننوتلو په ذریعه را منځ ته کيږي ، د نبض ( puls ) په واسطه تعين کېدای سي چي په نارمل ډول د زړه ضربان په یوه انسان کښي (۷۲) ځله په یوه دقیقه کي صورت نيسي .
د ګټورو ساینسي معلومات لپاره دلته کلیک وکړئ: ساینس