تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرامو شیانو او حیواناتو د پیدایښت وجه
 
  November 21, 2016
  0
رالېږونکی: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

سوال: کله چي انسان د ځیني شیانو او حیواناتو د خوړلو څخه منعه شوی دی او پري حرامه شوی دی نو دا شیان بیا ولي خداي پیدا کړي دي دا څه فایده او ګټه لري؟

مختصر جواب: 

خداي جل جلاله فرمایي: هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا . (البقرة)

ژباړه: ستاسي خداي جل جلاله هغه ذات دی چي ستاسې لپاره یې ټول هغه څه پیدا کړي دي چي په ځمکه کي دي.

ددې څخه څرګندیږي چي د یو شي استعمال که د یوې وجي څخه حرام وي نو په بله وجه حلال وي. 

وګورئ د خره غوښه خوړل حرام دي مګر په هغه سوریدل او پیټي او بوجونه وړل حلال دي.

همدارنګي د ټولو څیرونکو حیواناتو خوړل حرام دي مګر که د هغوی د څرمنو څخه کورتۍ یا کوټ جوړ کړی شي نو اغوستل یې روا دي. 
 
په همدي ډول د نورو حرامو حیواناتو او محرمو شیانو په باره کي سوچ وکړی د هغوی استعمال هم د یوې وجي حرام خو په بلي وجي روا وي او د هغه حیواناتو چي د هغوی څخه په هیڅ ډول ګټه اخیستل روا نه وي نو د قدرت لپاره پرې استدلال خو کیدی شی. ( زیاتونه: که زموږ لپاره حرام دي او ګټه نه شو ترې اخیستی د نورو حیواناتو او درنده ګانو لپاره خو بعضي د بعضو لپاره رزق ګرځي.)

او ددې حیواناتو په پیدا کولو کي یو حکمت دا هم دی چي د ګټې اخستنې او استعمال څخه پرته دغه محرمات د خداي جل جلاله پولې او شپولونه دي لکه حضور اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

أَلاَ وَإِنَّ لِكُلِّ مَلِكٍ حِمًى أَلاَ إِنَّ حِمَى اللهِ فِي أَرْضِهِ مَحَارِمُهُ. (صحیح البخاري رقم الحدیث ۵۲. سنن ترمذي رقم الحدیث. ۱۲۰۵ باب ماجاء في ترک الشبهات.)
 
 ژباړه: واورئ چي د هر پاچا لپاره پولې وي او د الله تعالی پولي یعنی سرحد د هغه محرمات دي.

نو په دې کي د بندګانو ازموینه هم ده. 

ماخذ: د اسـلام احـکام د عقـل په رڼا کي. صفحه ۲۳۵-۲۳۶
تالیف حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته