تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي مشرکانوداحساسات لوړولپاره د ښځو کوښښونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 15, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۶۹برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مشرکانو د لښکر د حماساو احساساتو د لوړولو دپاره د دوى د ښځو کوښښونه

 

قريش هم خپل لښکر و جنګ ته تشويقوي مګر د هغو د تشويق طريقه داسي نه ده لکه د مسلمانانو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل لښکر ته د ملائکو په نزول زېرى ورکوي يا داسي نور د تشويق او ترغيب کارونه يې کول، مګر د کفارو د تشويق دپاره فقط ښځي وې، اوس د مشرکانو ښځي چي مشره يې د ابوسفيان زوجه هند بنت عتبه ده په جنګ کي د ګډون او اشتراک خپله حصه اخلي، د لښکر د صفو او قطارو په منځ کي دريې په لاس ګرځي، دريې وهي او د کفارو د احساساتو د لوړولو دپاره بېحیا بيتونه او اشعار وايي،

 

په غزلو کي به يې و خپل لښکر ته داسي اشعار ويل: که کاميابه سواست موږ به محبت در سره کوو، کوربچې به درته آواروو، بالښتان به درته ايږدو، موږ به در سره لاس تر غاړه يو او داسي نوري بې حياء خبري اوکه ناکامه سواست دښمن ته مو شا ور وګرځول نه تاسي زموږ ياست نه موږ ستاسي يو (دا د قريشو د لښکرد تشويق طريقه وه).


د مشرکانو څخه يو نفر چي نوم يې جُبير بن مطعم ؤ يو حبشي مريئ يې درلودى چي د مريي نوم يې وحشي بن حرب ؤ دغه وحشي په نېزه ويشتلو کي ډېر ماهر ؤ، په نېزه يې داسي ويشتل کول چي هيڅ وارى يې نه خطا کېدى، نو دغه وحشي مريئ وايي:

زما د مالک جُبير بن مطعم اکا! طُعَيمه بن عدي د بدر په ورځ و وژل سو، کوم وخت چي قريش و اُحُد ته تله نو جبير ما ته و ويل: که تا د محمّد صلی الله علیه وسلم  اکا حمزه زما د اکا په بدل کي و وژنى ته حُر او آزاد يې، ستا آزادي د حمزه په وژلو پوري تړلې ده، وحشي وايي:

ما هم دغه سودا قبوله کړه او د مشرکانو سره و جنګ ته را و وتم، په خپل سرکي د خپلي آزادۍ خيالونه او فکرونه را ګرځوم، زما نه د جنګ او نه د لښکر سره تعلق سته فقط خپله آزادي غواړم بل د هيڅ شي په فکر کي نه يم بېله د حمزه د وژلو، نه غواړم چي بل څوک و وژنم او نه غواړم چي په بل شي کي اشتراک وکړم، بل هيڅ مقصد نه لرم بېله خپلي آزادۍ څخه چي هغه آزادي مي د حمزه په وژلو پوري تړلې وه، نو وحشي فقط د دغه مقصد دپاره د جنګ و ميدان ته داخل سو چي حمزه و وژني او دئ آزاد سي، دا و ميدانِ جنګ ته د وحشي د را تګ سبب ؤ.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net
ش

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته