تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لعنت مثلث (موسیقي، نشه او جنسي رجحان)
 
  September 1, 2017
  0
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د لویدیځ په تاریخ کي دا درې لعنتي شیان سره یو ځای وي او یو ځای دي او یو د بل سره پیوند او اړیکې لري، چې په دې درو کي لومړی مقام موسیقې ده، چې د دوو نورو (نشې او جنس بازۍ) ته د زینې حیثیت لري چې موسیقې ئې په سر کي راځي، د موسیقۍ څخه وروسته انسان د مختلفو نشو په ګرداب کي راګیریږي او باالاخره د ناروا جنسي اړیکو په درلودلو سره خپل ځان ، ټولنه او خپل خاندان د هلاکت وکندې ته غورځوي، چې هم ئې دا دنیا او هم ئې اخرت ولاړل.

د شواهدو او دلائلو څخه دا په لاس راځي چې پاپ موزیک اورېدونکي په نشې، جنسي ناروا اړیکو او د تشدد ښکار دی او هم دا څپې مخ په وړاندي ځي.(Postgraduate Medicine, April 1988, vol. 3)

يو پروفيسر ډاکټرار ايل بيکسټر (R.L. Baxter) پر موسیقۍ باندي د خپلو څېړنو په پایلو کي وایي:
 
په موسیقۍ کي ۶۰٪ سلنه د جنسي اړیکو جذبات، احساسات او تمایلات دي، چې په زیاته اندازه سره په موسیقۍ کي فحش غزلې، فحش جامې او حرکتونه د یادونې وړ دي.
(Journal of Broadcasting and Electronic Media vol. 29,pp 333-340)
 

د لویدیځ وتلي ساینس پوه پارډون (Pardun) وایي:
چې د بربنډتوب او فحاشۍ ټول مواد او اسباب په موسیقۍ کي نغښتي دي او اوس دې لعنت و ورځپاڼو، مجلو او نورو پرګرامو ته سرایت هم کړی او لاره ئې ورته موندلې ده.
(Pardun (Jetal 2005, Mass Commun. Soc. Vol,8 p 75-91)

د موسیقۍ یو عمده نقصان دا دی چې ځوانان تر واده مخکي وجنسي اړیکو ته هڅوي او د دوی په مینځ کي د شرم او لعنت تار (د مینې په نامه اړیکې) غځوي، دا مینه نه ده بلکې پر اور باندي پطرول اچول او شیندل دي چې په همدې لعنت کي ځان وژنې زښته ډېرې وې، بې اعتبارې و اوج ته رسیږي او په دغه وخت کي د ټولني یو لوی بنسټ چې ښه اخلاق دي هغه له مینځه ځي او کله چې د اخلاقو جنازه وسي او کډه وکړي نو د انسان څخه حیوان جوړیږي.
 
د امریکا د شکاګو د پوهنتون یو مفکر او ساینس پوه اېلن بلوم (Allan Bloom) پخپل یو کتاب (The Closing of the American Mind) کي وایي:
 
نن سبا موسیقې یواځي او یواځي انسان وجنسي خواهشاتو او جذباتو ته کشوي، دا مینه نه ده بلکې ترتیب سوی فحش، بربنډتوب د جنسي اړیکو خواهش او ېواځنۍ ارزو ده.
د امریکا په پلازمینه واشنګټن ډي سي کي یو کانفرانس جوړ سو په ۱۹۸۷ کال کي، چې موخه ئې دا وه چې (موسیقۍ بدې اغیزې پر ټولنه او ځوان نسل باندي لري) باید دا څنګه کنترول او ودرول سي، د کانفرانس نوم:
(Raised on Rock*n Rool the sound and the fury)

په دې کانفرنس کي د امریکا لوی سرجن جنرل ډاکټر ايويريټ Surgeon General Dr. C.Everett Koop) وایي:

موسیقې د فحاشۍ، بربنډتوب سره ډېرې نژدې اړیکې او ورسره مزې لري.
(83(5): 295-304king, Paul M.D. Postgraduate Medicine April 1988)

د نړیوالو څېړونکو یوه ډله وایي چې په لویدیځ کي ۲۰٪ سلنه خلک د موسیقۍ له کبله په شرابو بوخت سویدي، دا ځکه چې په غزلو او سندرو کي د شرابو بیان ډېر سویدی او په لویدیځ کي په عمومی ډول سره ۹۱٪ سلنه غزلو کي ضرور د شرابو په یو نه یو ډول سره ستاینه او بیان سویدی؛ ددې څېړنکو د ډلې څخه یو هم پروفيسر رابرټ (Professor Robert) دی، چې دده د څېړنو څخه دا په لاس راځي چې موسیقې او د تمباکو او شرابو استعمال سره جوخت دی، او ده په (American Journal of Public Health) په ۱۹۹۷ کال کي داسي ولیکل:

په غزلو او فلمونو کي د تمباکو او شرابو زښته په زیاته اندازه سره صفت او ستاینه سویده او د تمباکو، وجنسي اړیکو ته میل، د شرابو څښاک داسي توري زښته زیات تکرار سویدي، چې د ټولنې د ځوان نسل د اخلاقي  انحطاط او پوره زوال سبب ګرځي.

پاته دي نه وي چې په اوسني افغاني غزلو کي هم ددې شیانو ویل دود موندلی دی او پخوا به لا د چرسو، بنګو، سګریټو او نسوارو بیان پکښې وو، چې ددې څخه علاوه چرسي لالیه، چلم، د شرابو جام، ژړ هلک، توره انجلۍ او داسی نور په زرهاوو د بې حیایۍ بې عفتۍ ، فحاشۍ ، بربنډتوب ، د نشې او نورو ناوړو کړنو ته د بلنې رنګ زښته پکښې زیات دی، چې ددې نوې دیموکراسۍ سره دا څپې لا نورې په زورکي سوې، چې دا یو منلی او کوټلی حقیقت دی چې داسی توکي درسته ټولنه تر خپلو اغیزو لاندي راولي په ځوان نسل کي بدلون راولي، او د بې لارۍ او هلاکت و کندو ته ئې غورځوی.

د موسیقۍ د ناوړو اغیزو له کبله کله یو انسان داسي هیجانی سي چې هر څه له لاسه ورکوي او داسی کارونه کوي چې د حیرانتیا او افسوس وړ دي، د بېلګې په ډول سره ځان وژنه، قتلونه، زنا کول، غلاکول، په ناحقه سره د یو چا وینه تویول او داسي نور۔ چې په داسي پېښو سره پر نیټ باندي زښته ډېرې رېښتنې کیسې او د سترګو لیدلي حالات موندل کیږي، زه اوس د بېلګې په ډول سره یو څو نمونې وړاندي کوم.

د موسېقې له برکته تامس سوليوان (Thomas Sullivan) څوک ووژل؟

تامس سولیوان چې د امریکا د نیو جرسی د ایالت اوسېدونکي وو په ۹، د جنوری، ۱۹۸۸ کال کي ئې خپله مور په زېرزمنۍ کي ووژله، او وټول کور ته ئې اور واچاوه، چې خپله مور او یو ورور يې وسوځوی او دی خپله وتښتیدی او خپلې غاړې ئې هم پرې کړې او ځان ئې وواژه، د تامس پلار وژغورل سو، د تامس جسد په یوه بڼ کي وموندل سو؛ وروسته جوته سوه چې تامس یو ډېر لایق او ذهنیه زده کوونکي وو، ښه لوبغاړی وو، خو د راک موزیک سره ئې ډېره مینه وه او دده پلار وویل چې ده یوه اونۍ په مسلسل ډول سره دا غزل واورېدل، چې د (وینو او د مور د وژلو په هکله وه۔۔۔)
 
"About blood and killing your mothers"
(Ankenberg , Frank and Weldon, John (1992), the Facts on Rock Music. Eugene, Oregon, Harvest House Publishers)
 
يوې ۱۴ کلنې انجلۍ خپله مور په چاړه ووهله او وئې وژل:

په همدې ډول سره په اکتوبر، ۲۸، ۱۹۸۵ میلادی کال کي یوه ۱۴ کلنې انجلۍ خپله مور په چاقو ووژله، دې پاپ موزیک ډېر اورېدی، او موزیک ددې ذهن دومري تر فشار لاندي راوستی وو، چې دې وروسته وویل چې دې هرڅه کړیدي او دا هیڅ نه ده  پوه سوې.

زه يواځي موسيقۍ د هېرويونو معتاده کړم
 
زما د موسیقۍ سره ډېره مینه وه او ډېره مي اورېدله چې (چرسي لالی) راته د یوه رُستم په شان راته ښکارېده او همدې غزلې په مینه کي مي چرس پیل کړل، د یوه کال د چرسو څخه وروسته ددې سره عادي سوم او دا هېڅ نشه نه راته ښکارېده، دا ځکه چې زه اوس د نشې غلام جوړ سوی یم، هیروین او کرسټال مي شروع کړل چې اوس مي ژوند د یوه لانده سپي څخه لا بد تر دی، دا ځکه چې نه مي ورور پرېږدي، نه می یو قریب پرېږدي او نه هم څوک ځان راته نژدې کوي، هر څوک را څخه نفرت کوي، زما څخه هر څه پاته دي، عبادت نسته، اودس او لمونځ نسته، روژه نسته او یواځی نشه راته جنت ښکاري، چې دا څومره لعنت دی لعنت لعنت دی...

د امریکا په ۴۹ ایالتونو کي پلټنې او څېړنې سویدي او دائې ثابته کړېده چې د ځان وژلو په سلو کي ۹۰ پېښې د موسیقۍ له کبله دي، چې په موسیقۍ کي ناکامه مینه، غولول، پر یوې انجلۍ باندي د څو کسانو شخړه او په پایله کي وژل دي، چې دا هر څه ځوان نسل منعکسوي، پر ماغزو او ذهنو ئي اغیزې کوي او عملي کوي ئې او په لویدیځ کي ځان وژنه هر ورځنی عادی پېښه ده.
(The Effects of Country Music on Suicide)

نانسي د خپل کشر ورور غوښې وخوړلې
 
نانسي یو کشر ورور چې ۸ کلن وو، درلودی، دا ورور پردې باندي زښته ګران وو، او هره ورځ به دوی مکتب ته یو ځای تلل، د نانسي د موسیقۍ سره هم زښته علاقه وه او دا غزل ئې ډېره اورېدله:
 
She is as so sweet
As my brothers Blood and meat
ژباړه: دا دومرې خوږه ده لکه زما د ورور غوښې او وینه.

له دې څخه ئې وروسته خپل ورور په چاقو په ډېره بې رحمۍ سره حلال کړ او بیائې غوښې وخوړلې، چې د یوه لاس د خوړل کېدو څخه وروسته ئې مور او پلار په خبر سول او د پولیسو په لاس ئې ورکړ.

(موسیقې او ځان وژنه) پرنیټ باندي مکمل یو کتاب دی په انګلېسې ژبه سره دی، د نورو کیسو د ویلو لپاره ئې لوستونکي ویلای سي.

---------------------
د موسیقۍ اړوند لیکني په تعلیم الاسلام ویب پاڼه کي:
دلته کلیک وکړئ: موسیقي په اسلام او معاصره نړۍ کي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته