لیکنه: مسلم احسانمل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د الله تعالیٰ شریعت یو داسی احکام د ځان سره راوړي چي د بنده د دنیوي او دیني مصلحتونو مطابق دي ځکه دا شریعت د هغه خالق له طرفه رانازل سوی چي دی (انسان) یې پیدا کړی.
خالق ته د خپل مخلوق علم سته چي څه د دوی لپاره زیانمن دي، کوم شی د دوی لپاره فایده مند دی، کوم شی دوی خرابوي او په څه کي د دوی ګټه پټه وي.
خو دا چي د شرعي احکامو تر شا کوم حکمتونه پراته دي او دا حکمتونه ځیني وختونه ټولو ته ښکاره وي خو ځیني وختونه بندګان نه پرې پوهیږي همدا لامل دی چی یو مؤمن مسلمان د الله تعالیٰ د حکم په وړاندی په تسلیمیدو او پر هغه باندی په عمل کولو امر سوی ځکه یو خو د بنده علم، پوهه او عقل دومره نه دی چي په هرو پټو رازونو او حکمتونو پوه سي او بل دا چي پر الله تعالیٰ د ایمان لرلو او هغه په الٰه منلو غوښتنه او تقاضا همدا ده.
خو موږ اکثره ملحدان او کافران وینو چي هغه په اسلام کي د اسلام د احکامو د رواوالي او نارواوالي د حکمت دلایل غواړي نو په همدې خاطر دوی ته پکار ده چي لومړی دا ایمان تسلیم او قبول کړي او د هغه وروسته بیا په شرعي احکامو او اصولو کي د حکمت اړوند غور وکړي.
راځو خاصتاً ددې سوال په ځواب به کي به موږ ووایو چي بې له شکه الله جل شانه انسان پیدا کړ او د هغه د جوړه په پیدا کولو سره يې هغه نارینه او ښځینه جوړ کړل او هر یوه ته يې ځیني خصوصيات ورکړل چي دا د هغه او د هغه د کار لپاره مناسب دي چي په ورځني ژوند کي هغوی ته ورسپارل سوي دي نو د نارینه ځیني داسی کارونه او کړني دي چي هغه ښځي سرته نسي رسولای او همدا ډول ښځي ته هم ځیني داسي کارونه خاص سوي دي چي هغه نارینه سرته نسي رسولای او بیا چي کله معامله او حالات داسي دي نو بیا بشپړ حکمت همدا دی چي په نارینه او ښځه کي د هر یوه د وظایفو لپاره هغه څه باید تیار کړل سي کوم چي دده/ددې تقاضا او غوښتنه ده.
او دا خو معلومه ده چي زر (طلا) یو داسي شی دی چي انسان په ښایسته کیږي او د نارینه فطرت بیا د هغه څخه ددې شي غوښتنه نه کوي یعني نارینه یو داسي انسان نه دی چی هغه ددې پرته نیمګړی وي بلکي نارینه ددې پرته هم بشپړ نفس دی ځکه هغه نارینه دی او هغه ددې پرته هم نارینه ښکاري په همدې خاطر دا دده اړتیا نه ده او نه دی دې ته اړتیا لري چي د نورو خلکو لپاره ځان ښایسته کړي یا سنګار وکړي ځکه سینګار ددې لپاره کیږي چي خلک دا سینګار کوونکی خوښ کړی تر څو د خلګو سره یې اړیکي راسي خو ددې پر خلاف ښځه د سینګار پرته نیمګړې ده، هغه سینګار او ځان ښایسته کولو ته اړتیا لري تر څو د خاوند او ښځي تر منځ خپلمنځي اړیکه دایمه او قایمه وي،
چي په دې سره د خاوند لپاره د ښځي غوښتنه پیدا سي د دې لپاره د زرو او نورو سینګاري او ښایسته کوونکو شيانو استعمالول مباح ګڼل سوي دي تر څو د نارینه غوښتنه خواهش او شوق د ښځي سره وي او هغه د ښځي غوښتنه وکړي نو په دې ډول د نکاح مقصد لاسته راځي او د نکاح مقصد د بشري جنس او نسل حفاظت دی.
په همدې خاطر ښایست او سنګار ورکوونکي شیان د ښځي په حق کي دي او همدا ددې شیانو وړ او لایکه ده، نه نارینه.
خو د نارینه په حق کي دا شیان او ددې شیانو استعمال په عیب کي شمېرل کیږي هغه د چا په اصطلاح بیا به د ښځي او نر توپیر په څه کي وي.
د همدې لپاره د الله جل جلاله امر دی:
(أَوَمَن يُنَشَّؤُا فِى الْحِلْيَةِ وَهُوَ فِى الْخِصَامِ غَيْرُ مُبِينٍ) سُوۡرَةُ الزّخرُف : ۱۸
ايا د الله په برخه هغه اولاد ورسېدی چي په ګاڼو کښي یې پالنه کیږي او د جګړو په خبرو او استدلال کښي خپله مدعا په پوره ډول ښكاره كولای هم نه شي؟
او کله چي زر، زیب او زینت یو داسي عمل دی چي د ښځي د فطرت او جوړښت سره مناسب دی، او الله تعالی ښځه همداسي پیدا کړې نو ښکاره حکمت یې همدا دی چي نارینه باید ددې زرو د استعمال څخه منع کړل سي تر څو ددې په استعمال سره یې د ښځي سره مشابهت رانسي او دا مشابهت اختیار نکړی.
علامہ ابن قيم رحمہ اللہ تعالى " اعلام الموقعين " کي لیکي:
وګورئ: اعلام الموقعين (۲/۱۰۹)
او همدا ډول پر نارینه وو د زرو او ورېښمو حرمت دی دا ددې لپاره حرام کړل سوي دي چي د ښځو سره یې د مشابهت دروازه بنده کړل سي. پای
دا وخت عجبه خو لا داده چي تاسي به زیات داسي ځوانان هلکان ووینی چي د زرو ځنځیر یا نور شیان یې اغوستي وي غواړي په دې ډول ځانونه نورو ته ښایسته کړي حتی چي ځیني به ووینی چي په ځان یې میک اپ هم کړی وي او دا کار د نارینه د فطرت څخه خلاف او معکوس دی او د نارینه توب، هوښیارۍ او غیرت ضد دی او د ټولو هغو اوصافو ضد او منافي دی چي یو خاص او ریښتنی نارینه یې لري.
د همدې لپاره تاسي به یو هوښیاران او د ښو کارونو کوونکي اشخاص په داسي کار کولو ونه وینی.
بلکي داسي کارونه یا خو هغوی کوي چي هم جنس بازان وي یا هغوی چي د کورنۍ تربیتي روزني څخه بې برخي وي، یا هغوی چي د الله عزوجل د ذکر څخه بې برخي وي او خپل فارغه وخت په دې چټیاتو مصرفوي.
واللہ اعلم .