لیکنه: محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د اسد (۲۴) د زرين تاريخ د پيل ورځ
الله جل جلاله انسان آزاد او خپلواک پيدا کړي؛ داسي ازاد او خپلواک چي له خپل مالک او خالق (الله جل جلاله) پرته د نړۍ هیڅ طاغوت ته د بندګۍ، غلامۍ او اسارت سر کښته نه کړي، د هغه سلطه ونه مني، باج ته ئې وږه ورنه کړي او خپل خدای ورکړی مقام (استقلال) له لاسه ورنه کړي؛ځکه: استقلال د انساني ژوند تر ټولو لوی نعمت او الهي لورینه ده، چي الله جل جلاله انسان ورڅخه برخمن کړی.
استقلال او خپلواکي د یو ملت، هيواد او ټولني تر ټولو ستره سرمایه ده، هوسا آرامه ژوند دئ، پر مختللی اقتصاد دئ، بډایه فرهنګ دئ، غوره ښوونه ده، د پرمختګ وسیله ده او بالاخره ژوند او د ژوند سا ده.
خو متاسفانه ظالم او جابر، مستبد او مفسد، پرېوتي او ګنده، خونخواره او ویني چيښونکي، د هيوادو ورانوونکي او بربادوونکي حکومتونه او انسانان د خدای د مظلومو بندګانو ازادي او خپلواکي د خپلي بقاء او ګټي په پار اخلي، هيوادونو، ښارونه، کلي، کورونه او جوړي ابادی ئې ورانوي، واک او اختیار ئې سلبوي، تر خپلي ولکې لاندي ئې راولي او د خدای ورکړي نعمت ( استقلال او خپلواکۍ) څخه ئې بې برخي کوي.
زموږ پر ګران هيواد (افغانستان) د تاریخ په اوږدو کي په لسونو واري د پردیو له خوا یرغلونه سوي، له چنگېزیانو نيولې تر تیموریانو، ګرګانیانو، صفویانو، انګریزانو، روسانو، امریکایانو او د دوی تر ملګرو پوري ټولو خپل زور ازمویلی، په لکونو افغانان ئې شهيدان کړي، په لکونو ئې مهاجر کړي، په لکونو ئې له خپلو کورو، کلیو او ښارو بېځایه کړي، کلي کورونه او ښارونه ئې وران کړي او بالاخره ئې خپل جنت غوندي هيواد ورته د اور سره بټۍ او تنور ګرځولی.
خو له ښه مرغه د تاریخ په اوږدو کي یرغلګر او چپاولګر د دې هيواد د شازلمو له حسابه نه دي ژغورل سوي، مقاومت ئې ورسره کړی، مخته ئې درېدلي، خپل سرونه ئې قربان کړي، ځانونه ئې پارچې – پارچې کړي، د تن غوښي ئې ويلي کړي؛ خو بالاخره ئې د یرغلګرو حساب ورسم کړی، د سر په کاسه کې اوبه ورکړي، سرونه ئې له تنو ورچلاکړي، ملاوي ئې ورماتي کړي، د ژوند خواږه ئې پر حرام کړي، بالاخره ئې دې ته مجبوره کړي چي له دې هيواده پښې سپکي کړي او دا هيواد پرېږدي.
دادئ الحمدلله اوس له ښه مرغه درېیمه کالیزه په خپلواک او سرلوړي افغانستان کي لمانځو، د ارام ساه اخلو، خپلو هيلو او ارمانونو ته رسېږو، د صلبي یرغلګرو، د دوی د بهرنیو مزدورانو او داخلي لاسپوڅو له ظلم، تيري، وحشت او بربریت څخه خلاصېږو او په خپل هيواد کي د سوچه اسلامي نظام خاوندان کيږو.
د اسد۲۴د افغان مؤمن اولس د هیلو، امیدونو، بريا، فلاح او خپلواکۍ، خو د اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅو د ماتي، سرټيټۍ، ناکامۍ او د تیښتي ورځ ده، په دې ورځ د ایمان د خاوندانو ایماني قوت د مادیاتو د ناکامۍ ننداره کوله. په دې ورځ د نړۍ یوه لوی مادي زبر ځواک او د وخت په تر ټولو قوي او موډرنو وسایلو، وسایطو او زور و زر سنبال قوت ماته وخوړله او پر ګونډو سو او بر عکس د مؤمنانو د هيلو غوټۍ ګل سوې، نړۍ ته ئې دا پیغام ورکړ چي پر مادیاتو باندي ایمان قوت برلاسۍ دئ، هیڅوک نه سي کولای د مادیاتو په زور معنویاتو ته ماته ورکړي او له منځه ئې یوسي.
په پای کي د دې له ویاړه او افتخاره ډکي ورځي مبارکي ټول اسلامي امت او په خاصه توګه افغان ملت ته وایم.
www.taleemulislam.net