لیکنه: محمد امین سایح / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
بهرنی ښکلا (د ملکو او ښارو ښکلا ) په اسلامي سیاست حاصليزي باطني یا داخلي ښکلا بيا په تصوف سره حاصليزي.
قناعت او توکل دا دواړه پر صحت ډیر لوی تاثير لري ، او د ډیرو جسمي ناروغیو مخه په نیول کیږي ، لکه د ویني فشار او د زړه ناروغي چي اصل یې ډیر ځله د ژور خپګان، غصې او بیري څخه منځ ته راځي او علت یې نه قناعت او نه توکل وي.
د نه قناعت زیانونه
ددنيا په حصول كي نه قناعت ددې سبب سي چي كله څوک مخ ته بل لوړ دنيا داره وویني نو د هغه ځای ته د رسيدو د پاره تردې اندازې کوښښ کوي چي خپله روغتیا او موجوده نعمتونه ورته تر پښو لاندي كوي ، مګر دا تر رسیدو مخ کي چي نامعلوم دي چي ورسیږي که نه ورسیږي موجوده نعمتونه یي پر ځان بیخونده کړي وي ، او حاصل یې د ناحاصله او خیالي محل د پاره قربان کړي وي ، په ګلانو کي ګرځي مګر اور يې په ذهن کي بل کړی وي د نامعلومه منزل او د موجوده څخه د لذت اخیستو پر ځای په اور کي ذهناً سوځي.
په حدیث شريف کي حسد (غبطه) د دونفرو سره راغلې ده هغه سرمایه چي د حق په لار کي خرڅیږي او هغه علم چي د حق کار ځني اخیستل کیږي.
دلته یې حسد پر نتیجه راغلی دی چي عملي ساحه ده او حاصل یې دی اما مونږ یې په نه قناعت کولو سره په حاصل کي ځان دومره ستړی کوو چي دومره قیمت یې ادا کوو چي کله که حاصل هم سي نو روغتیا مو پکښي دلاسه ورکړی وي او بیا راته ګرانه وي چي د حق په لاره کي یې مصرف کړو او بیرته راغلي پیسه چي د صحت په قیمت راغلي وې بیرته د صحت او روغتیا پر تداوي ولاړي سي او حاصل یې بې خونده ژوند وګرځي، نه دین سي، نه دنیا.
د نه توکل زیانونه
د بلي خوا په نه توکل کولو باندي د نن او سبا چرتونه او فکرونه مو پر سر ایښي وي او د روغتیا د خرابۍ سبب وګرځي.
توکل معنی: د شته فکري او فزیکي امکاناتو په کار اچول او وروسته يې نتیجه پر رب جل جلاله سپارل ، یعني څه چی په وسع کي دي که عقلي تدبیر دی که عملي کار دی هغه ترسره کول نوره نتیجه يي پر الله تعالی وسپارل سي نو بیا د قدیر ذات د تقدیر کار دی چي څه پیښیږي ارام ورته کښینه.
او په چرت او فکر باید د اینده فکر خراب نه سي چي څه به وسي ، که مو خپل کوښښ کړی دی نو زمونږ مسولیت پوره دی (لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْساً إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا) الایة.
نو په ارام زړه بیله خوف وحزن (بیله بیري او غم) څخه هرڅه نتیجه د (والقدر خیره وشره من الله تعالی) پر عقیده باندي قبول کړه او په ماضي کي چي کوم کار د توقع خلاف سوی دی هغه هم د تقدیر مطابق وګڼه او په ناحقه چرت موجوده او راتلونکی مه خرابوه او دا وه نه وایې چي که مي داسي کړي وای داسي به سوي وای ، په حدیث شريف کی راغلي دي: (فإن لو تفتح عمل الشيطان) رواه مسلم
د نه خوف او نه حزن ډیر لوی مقام دی چی الله تعالی یې خپلو اولیاوو ته ورکوي: (أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ) الایة
خلاصه دا ده چي د خپل وسع څخه د کار اخیستلو وروسته نوره نتیجه الله عزوجل ته وسپاری نور تشویش او پریشانۍ مه کوی ، حضور صلی الله علیه وسلم چي کله په غار ثور کي د ابوبکر صدیق رضی الله عنه سره وه نو همدغه د توکل درس یې و حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته ورکړی چي: (لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا) الایة
یعني د تدبیر چي غار ته تګ دی د هغه وروسته نور توکل پر الله سبحانه وتعالی دی، بايد خپل احتياطي تدابير ونيول سي او تر وسع ضروري ټول په توان كي امكاناتو څخه د شر د مخنيوي په خاطر استفاده وسي او نتيجه يې الله تعالی پريښودل سي.
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا خُذُوا حِذْرَكُمْ) الایة ، ځيني كسان د توكل او حذر په حدودو كي اشتباه كوي او دا د يو بل منافي ګڼي چي صحيح نه دي. اصلاً دا دواړه خپل خپل حدود لري او د يو بل متمِم او مكمِل دي متناقض نه دي، د يوه د حدودو د ختميدو سره د بل حدود شروع كيږي او د دواړو په عملي كيدو سره د توكل كامل صورت حاصليږي.
حذر د شته امكاناتو څخه كار اخيستل دي او توكل د امكاناتو څخه تر استعمال وروسته پر نتيجه راضي كيدل او نتيجه يي پر الله جل جلاله سپارل دي.
www.Taleemulislam-Radio.com