تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه کارونه چې د انسان د مړيني وروسته يې ګټه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 28, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

هغه کارونه چې د انسان د مړيني وروسته يې ګټه ورته رسيږي


عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : إن مما يلحق المؤمن من عمله و حسناته بعد موته علما علمه و نشره أو ولدا صالحا تركه أو مسجدا بناه أو بيتا لابن السبيل بناه أو نهرا كراه أو صدقة أخرجها من ماله في صحته و حياته تلحقه من بعد موته.[صحيح ابن خزيمه۲۴۹۰] 


ژباړه: د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د مسلمان د مړيني وروسته د ده اعمالو او نېکيو څخه چې کوم شيان ورته رسيږي: هغه علم دی چي ده حاصل کړی او خپور کړی وي، هغه نېک اولاد دی چې ده پرې ايښی وي، هغه جومات دی چې ده جوړ کړی وي، هغه کور دی چې ده د مسافرو لپاره آماده بناء کړی وي، هغه وياله ده چې ده کندلې وي او هغه صدقه ده چې ده په خپل ژوند او روغتيا کې د خپل مال څخه ورکړې وي؛ دغه هغه شيان دي چې د ده د مړيني وروسته ورته رسيږي. يعني ګټه يې ورته رسيږي.


خلاصه دا چي د انسان د مړيني وروسته لاندي شيان د ده په درد خوري:


۱ – هغه علم چي زده يې کړي او تر نورو پوري يې ورسوي.


۲ – هغه نېک اولاد چې وې روزي او د ده د مړيني وروسته پاتي سي.


۳ – هغه جومات چي د لمانځه لپاره يې جوړ کړی وي.


۴ – هغه کور او مېلمستون چي د مسافرو او لارويانو لپاره يې جوړ کړی وي.


۵ – هغه وياله او څاه چي د خلکو لپاره يې جوړ کړی وي.


۶ – هغه صدقه چې انسان يې په خپل ژوند او روغتيا کي ورکړي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته