سیرت نبوي (۱۵۳برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د بــدر او اُحــُدپه منځ کي عسکـري نشاط او حـرکـتونه
دا خو در معلومه سوه چي د بدر جنګ د مسلمانانو او مشرکانو په منځ کي هغه اولنۍ جګړه وه او دغه جنګ هغه د حق او باطل په منځ کي جلا کونکى جنګ ؤ، په دې جنګ کي مسلمانانو داسي برئ لاس ته را وړى چي ټولو عربو د مسلمانانو دکاميابۍ شاهدي آداء کول، خو هغه کسان چي د دغه جنګ نتائجو سره متفق او يو ځاى کړه هغه! هغه کسان وه چي د دغه جنګ په مستقيمو خسارو او تاوانو ضعيفه سوي وه، چي هغه د مکې مکرمې مشرکان وه او هغه کسان وه چي د مسلمانانو عزت اوکاميابي يې پر خپل ديني او اقتصادي ژوند يوه قوي ضربه بلل چي هغه يهود وه.
دکومه وخته څخه چي مسلمانان د بدر په غزاءکي کاميابه سوه دغه دوې ډلي چي مشرکان او یهود وه د قهر او غضب، حسد او عناد په اور کي کړې دې، الله جل جلاله د سورة المائده په (82) نمبر آيات کي فرمايي:
(لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا )
يعني: هغه چي د مومنانو سره تر ټولو خلکو ډېر زيات او شدید عداوت لري هغه يهود دي او هغه کسان دي چي مشرکان دي.
او د دغو دواړو ډلو دپاره په مدينه منوره کي ملګري او کومکيان موجود وه.
هغه کومکيان يې څوک وه؟ هغه! هغه کسان وه چي نور يې نو د خپل ځان دپاره په کفر او شرک کي عزت او وِقار نه ليدى نو په ظاهره سره مسلمانان سوه چي هغه عبدالله بن اُبى بن سلول او د ده ملګري وه او دغه درېیمه ډله هم پر مسلمانانو د حسد او عناد، قهر او غضب په لحاظ ترهغو دوو نورو اولُو ډلو کمه نه وه او هلته يوه بله څلورمه ډله هم موجوده وه چي هغه: هغه صحرايي عرب وه چي د مدينې منورې په شا وخوا کي اوسېدل، خو د هغو دپاره دکفر او ايمان مسئله مهمه نه وه، هغه بيا د چور او چپاول خلک وه، هغه هم د مسلمانانو په نصرت او کاميابي مضطرب او پرېشانه سوه او پردې بېرېدل که په مدينه منوره کي يو قوي حکومت جوړ سي نو به دوى د دې څخه منعه کړي چي د چور او حملو د لاري دي قوت او طاقت لاس ته را وړي، نو يې د مسلمانانو سره حسد درلودى او د مسلمانانو دښمنان وګرځېدل.
په دغه سبب د هره طرفه پر مسلمانانو خطرونه را وګرځېدل، مګر د دغو څلورو ډلو څخه هري یوې د مسلمانانو سره په خپل سلوک او کړنلاره کي فرق درلودى او هري ډلي هغه لار اختيار کړې وه چي د دوى په فکر دوى يې و خپل مقصد ته رسول.
هغه کسان چي په مدينه منوره کي او د هغې پر شا وخوا اوسېدل هغو په ښکاره سره اسلام را وړى خو په دننه کي يې د شر او فساد، دسيسو او فتنو په جوړولو کي کوښښ کاوه، چي دغسي کسانو ته منافقان ویل کیږي. خو يهودو بيا په ښکاره سره د دښمنۍ اعلان کاوه، خپل حسد او عناد يې و ميدان ته را وايستى.
مګر د مکې مکرمې مشرکانو بيا د فيصله کونکي جنګ اخطارونه ورکول او د خپل انتقام او بدلې نارې يې وهلې او د جنګ دپاره يې په ښکاره سره خلک او اسلحه سره جمعه کول، چي د دوى حالاتو په زُبانِ حال سره و مسلمانانو ته دا ويل: چي خامخا يوه داسي ورځ را تلونکې ده چي مـوږ به ستاسي څخه خپله بدله او انتقام اخلو او واقعاً يې هم په وروسته کي داسي جنګ و مدينې منورې ته ور وستى چي د مسلمانانو پر هيبت او نامه يې ډېر بد اثر وکړی، چي هغه د اُحُد جنګ ؤ خو مسلمانانو په دغه خطرناکه موده او حالاتو کي چي د هره طرفه څخه د شر لمبې پورته کېدې د خپل قائد اعلْى په قيادت داسي رول آداء کړی چي په هغه رول کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قيادت او مشرۍ نبوغ او عبقريت ځلېدى.
رسول الله صلی الله علیه وسلم و دغو ټولو خطرو ته پوره ويښ او بيداره ؤ او د هغو د محوَ کولو دپاره يې ډېره ښه نقشه او کړنلاره عملي کول چي اوس به په را تلونکي بحث کي د دغو حالاتو بيان په مختصر ډول سره ولولى یا واوری.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net