تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ماشوم ژوند کله پيل کيږي؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 1, 2020
  0

د ماشوم ژوند کله پيل کيږي؟ (د انسان ژوند د مور په نس کي)


ليکوال: مولانا عبدالغفار (جبير)

 

سوال: تاسو په یوه مسئله کي ویلي وه چي که ماشوم تر ۱۲۰ ورځو وروسته ضایع سي هغه قتل دی، ځکه چي تر ۱۲۰ ورځو وروسته ماشوم ژوندی وي، موږ چي کله الټراساونډ کوو جنین داسي معلومیږي لکه ژوندی چي وي ، داڅنګه ارزوئ؟

جواب: په اسلام کي د جنین  ژوند (۱۲۰) ورځي وروسته پیل کیږي:
د صحیح بخاری او صحیح مسلم په صحیح حدیث شریف کي راغلي دي چي انسان ۴۰ ورځي د مور په رحم کي نطفه وي، ۴۰ ورځي وینه وي، بیا ۴۰ ورځي غوښه وي، چي وروسته بیا یوه فرشته ورته راولېږل سي او روح پکښې پوه کړي، او څلور شیان یې ولیکي: رزق، اجل، عمل، بدبخته او نېکبخته …


په نړۍ وال ژورنال کي د جنین څو مرحلې:

کله چي جنین د ۵ اونیو سي اندازه یې دوه ملي متره وي، دې وخت کي عصبي نظام په جوړېدو پیل کوي، کله چي د ۶ اونیو سي درې ملي متره (3mm) اوږد سي، د (Australian State of Victoria) په آند چي د زړه د جوړېدو کار یې پیل سي، چي دغه زړه یې د (NHS) په نظر چي د مور په رحم کي د الټراساونډ په ذریعه معلومیږي، کله چي جنین و ۷ اونیو ته ورسیږي اندازه یې لس ملي متره ته رسیږي، کله چي ۸ اونیو ته جنین ورسیږي د غټو غړو او اندامو جوړېدل پیل سي او عصبي نظام لا مکمل نه وي او د پرمختګ په حال کي وي، په دغه وخت کي سر تر ټوله بدن غټ وي، په ۹ اونۍ کي د مخ جوړېدل پیل سي، په لسمه اونۍ کي دغه جنین چي په الټراساونډ کي وکتل سي محرک غوندي ښکاري، په ۱۱ اونۍ کي د مخ هډوکي جوړ سي، ټوله سر د غوږو په شان معلومیږي، په ۱۲ اونۍ کي ټول غړي پر خپل ځای وي، جنسي تناسلي آله او ځایونه ددې جوړېدل پیل سي.

 

په ۱۶ اونۍ کي غړي یې سره حرکت کوي، خو بیا هم یې هډوکي د جوړېدو په حال کي وي، تر څو مکمل اسکلیت تشکیل سي، د بدن پوست هم د ودي او جوړېدو په حال کي وي.

 

د مور په رحم کي په ۱۷ اونۍ سره ماشوم ږغ اوري، ورځي او باڼوګان یې جوړیږي، خوله بندولای او خلاصولای سي، په دغه وخت کي د جنین وزن ۱۵۰ ګرامه وي او ښځه له ورایه داسي معلومیږي چي حمل داره ده.

 

اوس دلته د ژوند نخښه په ۱۷ اونۍ کي ده چي ماشوم ږغ اوري، دا د ۴ میاشتو څخه وروسته حالت دی،  دغه د ږغ ادراک بېله روح څخه نسي کيدلای، تر اوسه ساینس پوهان په دې نه پوهیږي چي د ماشوم ژوند د مور په رحم کي کله شروع کیږي، په دغه ژورنال همدارنګه د بی بی سي (BBC)په ویب پاڼه او همداسي په نورو نړۍ والو ژورنالو کي دغه سوال راغلی او ځواب یې دادی چي تر اوسه هیڅوک نه د الټراساونډ او نه هم د نورو امکاناتو په مرسته په دې پوهیږي چي په نس کي جنین کله ژوند پیل کوي، چي د هغو سوالو او ځوابو څخه یې یو سوال او ځواب دادی:

 

انسان ته تر څلورو میاشتو وروسته روح داخلیږي، چي شریعت همدا خبره کوي او تر څلورو میاشتو مخکي هم د شریعت او هم د اوسني ساینس په رڼا کي جنین ته روح نه داخلیږي، دا ځکه چي د ۱۲- ۱۶ اونۍ پوري د جنین دماغ برابریږي، چي کله دا د دماغ تکامل اوږد سي له همدې کبله اوسنی ساینس په دقیق ډول سره نسي ویلای چي ماشوم کله د مور په رحم کي ژوند کوي.

 

د جنین هغه حرکتونه چي تر ۱۲۰ ورځو مخکي صورت نیسي لکه پښتورګي، زړه او نور دا یې د تکامل دوره ده، ددې مطلب دا نه دی چي روح دي پکښې وي، وبل لورته په قرآنکریم کي چي د جنین په هکله کوم کره معلومات راغلي دي ددې پر تصدیق باندي نړیوال ساینس پوهان هم اعتراف کوي لکه ډاکتر کیت ایل مور او داسي نور...

 

  نړیوال ډاکتر کیت ایل مور چي د جنین پوهني بنسټ ایښودونکی دی د قرآن کریم ټول هغه معلومات چي د جنین مراحل او تکامل پکښي بیان سویدی لکه (نطفه، علقه، مضغه، فکسونا العظام لحما) دا ټول تائید او مني، حال دا چي زموږ مسلمانانو ورباندي ایمان دی

نړيوال ساينسپوه پروفيسرکيت ايل مور Dr. Moore وايي:

 

د تېرو دریو کلونو راهیسی، زه د سعودي عربستان د جدې ښار د عبدالعزیز پوهنتون د جنین پوهني په څانګه کي کارکوم، په لومړي سر کي زه دې ته حیران سوم چي د اوسني ساینس او د قرآن کریم د جنین پوهني معلومات چي په ۷ پیړۍ کي راغلي وو؛ سره خوله په خوله سول، زه د مسلمانانو په پرمختګ خبروم، چې په ساینس کي یې درلوده، خو په دې نه پوهیدم چي په قرآن او سنتو کي داسې رښتینی حقایق شته.

 

ده دقاهرې په یوه کانفرنس کي وویل:

دا چي د نبي کریم صلی الله علیه وصلم لارښوونې تر ډېره وخته پوري کشف شوې نه وې او وروسته ساینس پوهان په دې وتوانېدل چي په  پوه سي؛ نو موږ ویلای سو چي هر څه چي حضرت محمدصلی الله علیه وصلم ویلي دي، هغه د الله تعالی له لورې دي او بله دا چي دی د الله جل جلاله یو پېغمبر او استازی ؤ.


د تېرو څلورو لسیزو راهیسي د دې علم بنیاد ښکاره شوی دی او حال دا چي په قرآنکریم کي د دې علم بنیاد په ۷ مه عیسوي پېړۍ کي ایښودل سوی ؤ


نړیوال جنین پوه ولي مسلمان سو؟

پروفيسر تيجاسن(Professor Tagata Tagasone)

پروفیسرتیجاتت تیجاسن د تایلینډ په چیانګ مائی پوهنتون کی د تشریح الاعضاء(اناتومی) پروفیسر دی۔


پروفیسرتیجاسن د قرانکریم او جنین پوهني د مختلفو مقالو مطالعه وکړل، ده څلور ورځي د مسلمانانو او غیر مسلمانانو سره په دې هکله خبري وکړې، د سعودی عربستا ن په ریاض کی ئې په اتم سعودی میډیکل کانفرنس کي داسي وویل:

د تېرو درې لسیزو راهیسي زما لېوالتیا د قران سره زیاته سوېده، کومي مطالعې چي ما کړیدي دا درته ویلای سم چي ۱۴۰۰ کاله مخکي چي قران کریم د کوم شي بیان کړیدی هغه ټول حق دي؛ او د قران هره خبره د ساینس یو بنسټ دی چي ددې حقیقت څخه هیڅوک سترګي نه سي پټولای، محمد صل الله علیه وصلم که څه هم  په لیک او لوست نه پوهېده خو بیاهم ئې د داسي پوره هستۍ داسي ښکلي پېغامونه ئې و خلکو ته ورسول، هغه ددې ټوله کائناتو پیداکوونکی دی، چي هغه  ته خدای (ج) یا الله تعالی وایي.

 

زما لپاره دا اړینه ده چي کلمه د(لااله الاالله محمدرسول الله) ووایم۔

پروفیسر تیجاسن دا کلمه وویله او مسلمان سو او ده په پای کي زیاته کړل چي و دې کانفرنس ته تر کلمې ویلو څخه ماسيوا بل قیمتي شی ما نه دی راوړی. الحمدلله.

 

ډاکټر ټي وي اين پرسود(Dr. T.V.N. Persaud) چي د اناتومي پروفيسر دی د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي
یو نالوستی کس (حضرت محمد صل الله علیه وصلم) داسی درست ساینسي حقایق د جنین پوهنې په هکله وړاندې او بیان کړيدي، چي ټوله نړۍ ورته حیرانه ده او د دې خبرې تصدیق ډاکتر مور هم کړی او ویلي یې دي چي دا بل څه نه دي؛ بلکي وحي دي.

 

الله رب العزت وايي چي د روح په هکله مي و انسانانو ته لږ معلومات ورکړیدي، په قرآنکریم کي راځي:
وَيَسْـَٔلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ ۖ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّى وَمَآ أُوتِيتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا [الإسرَاء : 85]

ژباړه: دوى ستا څخه د روح په باب پوښتنه كوي، ورته ووايه: "روح زما د رب په حكم راځي؛ خو تاسي له علم څخه لږه برخه موندلې ده."

 

پایله: دا چي جنین څه وخت ژوند پیل کوي؟ ساینس تر اوسه خاموشه دی، کوم زړه چي په الټراساونډ کي محصوسیږي ، حرکت او ضربان یې معلومیږي دا هغه زړه نه دی چي د یوه عادي انسان مکمل زړه دی؛ بلکي ۲۰۱۹ کال کي ډاکتران وايي چي دا د زړه په شان حجرې دي چي د برقي اشارو (Electrical Fire Signal) او فعالیت له کبله دي، داچي دغه اشارې ولي صورت نیسي ساینس خاموشه دی، داچي یو ساینس پوه وايي چي زړه پر ۶ اونیو کي حرکت کوي او بل وايي یا پر ۸ اونیو کي حرکت وي او نور وايي چي بل وخت حرکت کوي، ددې څخه په ښکاره معلومیږي چي ډاکتران په یوه خوله نه دي او تر اوسه یې د جنین په هکله معلومات نیمګړي دي،  و بل لورته د هغه ماشوم چي د مور په نس کي دی د اوسني ساینس په رڼا کي یې غذا، تنفس او زړه د عادي انسان څخه بېل دي، له همدې کبله موږ د جنین ژوند د یوه عادي انسان سره نسو پرتله کولای، همدارنګه د جنین زړه هم موږ د یوه عادي انسان سره نسو پرتله کولای؛  نو ځکه موږ ویلای سو چي کمه خبره چي ۱۴۰۰ کاله مخکي خاتم الانبیاء حضرت محمد صل الله علیه وصلم کړېده چي پر ۱۲۰ ورځي د مور په نس کي ماشوم ته روح داخلیږي دا درسته او زموږ مسلمانانو ورباندي ایمان دی، ساینس به په راتلونکو کلونو کي په دې پوه سي چي همدا خبره حقیقت اور رښتیا ده، چي په اصل کي ساینس ناقص دی.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 
 
 


 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته