تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت ( څلوردېرشمه برخه ) له غزا د ...
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  July 16, 2024
  0
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/ تعلیم السلام ویب پاڼه
 
مختصر نبوي سیرت
( څلوردېرشمه برخه )
 
له غزا د پاتې شویو برخلیک
 
o د تبوک په غزا کې خلک په څلورو برخو وویشل شول:
 
- له پوره اجر برخمن مامورین (د نبي صلی الله علیه وسلم له خوا په خاصو دندو ګومارل شوي) لکه: علي بن ابي طالب، محمد بن مَسْلَمَه، او ابن أم مکتوم رضي الله عنهم.
 
- عذر لرونکي (معذوران) لکه بې وسان، کمزوري او ناروغان.
 
- سرغړوونکي ګنهګاران لکه هغه دری تنه چې وروسته کړی شوي وو.
 
- پړه او مذمومان (بد ګڼل شوي) لکه منافقان.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم له ټولو هغو کسانو سره د پرېکون امر وکړ چې بې عذره له غزا پاتې شوي وو،  نبي صلی الله علیه وسلم په خپله او مؤمنانو له دې ډول خلکو سره اړیکې پرې کړې؛ ورسره غوڅه یې کړه.
 
o اعرابیان (بانډه وال، کوچیان) د نبي صلی الله علیه وسلم حضور ته راغلل او غزا ته د نه تګ په اړه یې ډول ډول خوشي عذرونه او بې معنی بهانې وړاندې کړې، نبي صلی الله علیه وسلم یې عذرونه ومنل، په ښکاره یې معاف کړل نور یې د دوی مسأله او چاره الله تعالی ته وسپارله.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم له تبوک غزا نه د پاتې شویو دریو رښتینو او مخلصو اصحابو؛
 
- کعب بن مالک،
 
- هلال بن أمیه
 
- او مرارة بن الربیع رضي الله عنهم،  په اړه پرېکړه وځنډوله.
 
o دې دری واړو رضي الله عنهم د نبي صلی الله علیه وسلم په حضور کې اعتراف وکړ چې دوی له غزا نه د پاتې کیدو له پاره کوم  عذر نه درلود؛ بس سستي او غفلت ورنه شوې.
 
o الله تعالی دې دریو تنو په اړه داسې فرمایلي: «وَآخَرُونَ مُرْجَوْنَ لِأَمْرِ اللَّهِ إِمَّا يُعَذِّبُهُمْ وَإِمَّا يَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ».( التوبة:۱۰۶) 
ترجمه: او نور چې د الله حکم ته پرېښودل شوي؛ یا به یې تعذیب کړي او یا به یې توبه قبوله کړي او الله علیم او حکیم دی.
 
د دې دریو تنو توبه قبوله شوه
 
o الله تعالی د دې دریو اصحابو چې تبوک غزا ته نه وو تللي توبه قبوله کړه، دوی چې رښتوني وو الله تعالی یې د توبې قبلېدو په اړه په التوبه سورت کې فرمایلي: لَقَدْ تَابَ اللَّهُ عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ إِنَّهُ بِهِمْ رَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۱۱۷﴾.وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّىٰ إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَن لَّا مَلْجَأَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ(۱۱۸).
 
ترجمه: یقینا چې الله پر پیغمبر او هغو مهاجرینو او انصارو له (پېرزوینې) سره رجوع کړې چې په یوه سخت حالت کې یې له هغه وروسته د ده متابعت کړی چې نژدې وه د دوی د یوې ډلې زړونه کاږه شي، بیا (په پېرزوینې سره) پرې راوګرځېد، یقینا چې دی پرې ډېر مهربان او زړه سواند دی.او پر هغو دریو (هم) چې وروسته پاتې کړی شول، تر هغه چې ځمکه سره له ارتوالي یې پرې تنګه شوه او خپل زړونه پرې تنګ شول او ګومان یې وکړ چې له الله؛ د ده لوري ته (له پناه وړلو) پرته بل پناه ځی نه شته، بیا له پېرزوینې سره پر دوی راوګرځېد، بې شکه چې الله ډېر مهربان او توبه قبلوونکی دی.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم چې د خپل مبارک ژوند له وروستۍ غزا (تبوک) بېرته ستون او په مدینه کې مستقر شو، د مختلفو قبایلو خلک ورته راتلل او په اسلام مشرفېدل.
 
د نبي صلی الله علیه وسلم د لور أم کلثوم رضي الله عنها وفات
 
o د نهم هجري کال په وروستیو کې د نبي صلی الله علیه وسلم لور أم کلثوم رضي الله عنها وفات شوه. په همدې شپو ورځو کې د منافقانو مشر عبدالله بن أُبَيِّ بن سلول قبَّحه الله هم مړ شو.
 
ابوبکر رضي الله عنه د حج د امیر په توګه
 
o نبي صلی الله علیه وسلم د نهم هجري کال د ذي القعدې په وروستیو ورځو کې ابوبکر صدیق رضي الله عنه د حج د امیر په توګه وټاکه څو د مسلمانانو له پاره د حج مناسک اداء کړي.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم ابوبکر رضي الله عنه ته لاندینۍ چارې وسپارلې چې باید د حج په مهال یې اعلان کړي:
 
- له سږ کال وروسته به هیڅ یو مشرک د حج اداء‌ کولو اجازه نه لري.
 
- هیڅوک به لوڅ لغړ د بیت الله د طواف اجازه نه لري.
 
- جنت ته له مؤمن پرته نور څوک نه داخلیږي.
 
د نبي صلی الله علیه وسلم د زوی ابراهیم وفات
 
o د لسم هجري کال په ربیع الاول میاشت کې د نبي صلی الله علیه وسلم زوی ابراهیم چې د یو کال او څلورو میاشتو و وفات شو، نبي صلی الله علیه وسلم یې په له اوښکو ډکو سترګو لیدو ته تشریف وروړ.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إنَّ إبْرَاهِيمَ ابْنِي، وإنَّه مَاتَ في الثَّدْيِ، وإنَّ له لَظِئْرَيْنِ تُكَمِّلَانِ رَضَاعَهُ في الجَنَّةِ».رواه مسلم: ابراهیم زما زوی دی، لا له شیدو بېل شوی نه و چې وفات شو، د ده له پاره به په جنت کې دوې دایې (تی وروکوونکې) وي چې د رضاعت د مودې تر پوره کېدو به تی ورکوي.
 
o ابراهیم په بقیع هدیره کې خاورو ته وسپارل شو، د نبي صلی الله علیه وسلم د زوی ابراهیم د وفات په ورځ کسوف واقع شو (لمر ونیول شو)، خلکو ویل دا (کسوف) د ابراهیم د وفات له لامله واقع شوی!!
 
o نو نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِنَّ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ آيَتَانِ مِنْ آيَاتِ  اللَّهِ، لا ینکسفان لموت أحد ولا لحیاته، فاذا رأیتموها فادعوا الله و صلّوا حتی تَنجَلِي».(متفق علیه): لمر او سپوږمۍ د الله تعالی د قدرت له نښانو دوې نښانې دي، د چا په مرګ او ژوند نه نیول کیږي (کسوف او خسوف د چا د مرګ او ژوند له کبله نه واقع کیږي)، که دا حالت (کسوف یا خسوف) مو لیده، نو له الله تعالی سوال کوئ او لمونځ کړئ، څو ښکاره شي.
 
نوربیا... 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته