سیرت نبوي (۱۷۸برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د اُبَی بن خلف وژل کېدل
ابن اسحاق وايي: کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د اُحُد د غره و يوې لوړي ته وختى اُبى بن خلف کافر پر يوه آس سپور ؤ چي دغه آس يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هجرت د مخه په مکه مکرمه کي تربيه کاوه او هر وخت چي به رسول الله صلی الله علیه وسلم پر دغه لار تېرېدى اُبى بن خلف به ورته ويل: يا محمّد! صلی الله علیه وسلم و دغه آس ته وګوره چي هره ورځ واښه ورکوم او جواري په خورم په والله په دغه آس به دي و وژنم، يعني: زه به پر سپور يم تا به و وژنم، رسول الله صلی الله علیه وسلم به په جواب کي ورته و ويل: يا! بلکه زه به دي و وژنم انشاءالله، نو اوس اُبى پر هغه آس سپور دى او ټول بدن يې په اوسپنه پوښلى دى، سر، ځيګر، ملا، پښې، په ټول بدن يې زغره اغوستې ده، په ټول بدن کي يې هيڅ ځاى نه معلوميږي مګر د غاړي يو طرف يې ښکاره ؤ، هغه ځاى چي د خول او زغري په منځ کي ؤ فقط دغه يوه حصه يې لڅه وه نور بدن يې ټول په اوسپنه پټ دى، نو که څوک و غواړي چي ويې وهي فقط پر دغه يوه ځاى به يې وهي ځکه د وهلو دپاره بل ځاى نسته، دغه اُبى په دغه شکل په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسي غره ته ور وختى او ويل: محمّد چيري دى؟ که دئ ژوندئ پاته سو زه بايد و وژل سم، مسلمانانو ويل: يا رسولَ الله! زموږ څخه يو نفر حمله پر وکړي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: يـا! دئ ما ته را پرېږدى، دلته ابوبکر، عمر، علي، ابو طلحه او نور اصحاب کرام(رض) موجود دي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: دئ ما ته را پرېږدى.
کوم وخت چي اُبى ور نژدې سو رسول الله صلی الله علیه وسلم د حارث بن الصّمه څخه نېزه واخستل، علي رضی الله عنه وايي: سره د دې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه زخم او ويني د ضائع کېدلو په سبب ضعيفه سوى ؤ خو بيا يې هم نېزه واخستلاووېښورول، په دومره قوت او شدت يې دا نېزه ښورول چي موږ پر شا ځني ولاړو او بيا و اُبى بن خلف ته مخامخ سو، د ده د غاړي هغه ځاى يې په نښان ونيوى چي د خول او زغري په منځ کي ؤ، پر اُبى بن خلف يې شديد وارى وکړی او پر هغه لڅ ځاى يې و ويشتى.
وروڼو! دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم قوت او د نښان ويشتل وه، بيا هم اُبى بن خلف په دغه ويشتلو سره پوره زخمي نه سو يو عادي او معمولي زخم پکښي جوړ سو ځکه دغه وارى د غاړي پر منځ نه ؤ بلکه د غاړي يو طرف يې ونيوى نو دا زخم داسي زخم نه ؤ چي څوک دي ځني مړ سي فقط غاړه يې ور وڅټل،خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د واري د شدت څخه اُبى د آسه څخه ولوېدى او څو واره پر مځکه و لغړېدى يا ګېل سو، اُبى چي را پورته سو ځغلي، تښتي او دغه نارې وهي: (قَتَلَنِي محمّد) يعني: محمّد صلی الله علیه وسلم و وژلم او هغو کفارو ته ورغلى چي تر ميدان جنګ دباندي سره را ټول وه او ورته وايي: محمّد و وژلم، هغو يې غاړه ور لڅه کړه زخم يې ډېر کوچنئ ؤ هغو ورته و ويل: يا اُبى! تا زړه اچولى دى والله په تا څه نه دي سوي د دغه زخمه څخه څوک نه مري، اُبى وايي: محمّد ما ته په مکه کي ويلي وه چي زه تا وژنم په والله که پر ما تُوف کړي هم به مي و وژني دا خولا د نېزې وارى دى، رشتيا هم اُبى بن خلف د هغه زخمه څخه مړ سو.
ابو الأسود د عُروه رضی الله عنه څخه روايت کوي چي اُبى به د غوايي پر قسم رمباړي وهلې او ويل به يې: زما دي په هغه ذات قسم وي چي زما نفس د هغه په اختيار کي دى که دغه زما درد چي پرما تېریږي د ذي المجاز د بازار پر ټولو خلکو و وېشل سي ټول به مړه سي، کوم وخت چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د اُبى د مرګ خبر ورسېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: د الله غضب پر هغه چا ډېر شديد سو چي د الله رسول يې په خپله و وژني، يعني: د الله جل جلاله قهر او غضب پر هغه چا ډېر زيات دى چي د الله رسول يې په خپله وژني، واقعًا دا الْهي قهر او غضب دى چي يو څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس وژل کيږي او ابى بن خلف ملعون په دغه الْهي غضب ګرفتاره سو، تاسي پوهېږى؟ هغه يواځنئ شخص چي د اسلام په ټول تاريخ او ټولو غزاوو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل لاس وژلى دى هغه دغه ابى بن خلف دى.
د اُبى بن خلف تر ويشتلو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم نور هم غواړي چي د غره و لوړي حصې ته وخيژي خو په مخه يوه لو ډبره ورغله چي موږ لاښ ورته وايو، رسول الله صلی الله علیه وسلم غواړي چي و دغه لاښ ته و خيژي مګر نه سواى ختلاى ځکه يو خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم عُمر ډېر ؤ او بل يې دوې زغري اغوستي وې او بل شديد زخمي سوى ؤ، نو طلحه بن عبيدالله رضی الله عنه چوخه ورکړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه پر شا و هغه لوړي ډبري ته وختى او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: اوجبَ طلحه، يعني: طلحه ته جنت واجب سو.
كم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د غره دغه لوړ لاښ ته وختى، وروسته ابوبکر او عمر رضي الله عنهما هم ور وختل، په دغه وخت کي غر ورېږدېدى (لکه زلزله چي وسي) رسول الله صلی الله علیه وسلم غر په پښه و واهه او وې فرمايل:« اُثبُت اُحُد فَاِن عَلَيکَ نَبىٌ و صِدِيقٌ وشهيدٌ» يعني: اُحُده! ثابت و درېږه مه رېږده، پرتا باندي نبي او صِديق او شهيد ولاړ دي، چي د شهيد څخه مقصد حضرت عمر رضی الله عنه دى بيا نو اُحُد ثابت و درېدى.
اوس نو پاته اصحاب کرام د غره سره يو ځاى کيږي او غره ته خيژي د جنګ ميدان خالي دى، هغه نورو مسلمانانو وليدل چي بيرغ يې د غره سره دى دوى هم ټوله هلته سره جمعه سوه اوس ټول مسلمانان پر غره سربېره دي په دغه وخت کي مشرکانو پر مسلمانانو آخري هجوم ور وړى غواړي چي دغه پاته مسلمانان ټول و وژني، که څه هم نورکفار سره پاشلي تيت او پرک دي خو خالد بن وليد تر اوسه هغه خپله ټولۍ يو ځاى او منظمه ساتلې ده او وې ليدل چي د مسلمانانو بيرغ په غره کي دى نو د غره پر طرف ور رهي سو، د مسلمانانو بيرغ چي تر اوسهولاړ دى او د شکست دپاره د بيرغ لوېدل حتمي دي نو خالد غواړي چي خامخا مسلمانانو ته شکست ورکړي، د دغه مقصد دپاره دئ او ابوسفيان د نورو سپرو په ملګرتيا د غره و طرف ته ور رهي سوه غواړي چي و غره ته ور و خيژي مګر د دوى آسان و غره ته نه سي ختلاى، نو خالد بن وليد غواړي چي و غره ته پر پښو او پياده ور و خېژي او د مسلمانانو پاته څو نفره ختم او فيصله کړي.
اوس چي خالد او د هغه ملګرو و غره ته د ختلو إراده کړې ده او هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم د څو لږو ملګرو سره موجود دى ځکه نور ټول لښکر تښتېدلى دى او ډېر کسان په دغه وخت کي مدينې منورې ته رسېدلي وه، هغه لږ نفر چي پاته دي هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د غره پر دغه حصه ولاړ دي. او دلته خالد خپله حمله و غره ته متوجه کړه، د خالد سره منظم او قوي لښکر ور سره دى او د صحابۀ کرامو عدد ډېر لږ دى نو خود څه نه سي کولاى، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: هغه غشي چي ستاسي سره دي ټول را ټول کړی او ويل: سعد چيري دى؟ سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه موجود ؤ او غشي را ټول سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم و سعد ته و فرمايل: وله يې يا سعد! سعد رضی الله عنه په تعجب سره و ويل:څنګه او څوک و وُلم؟ يا رسولَ الله؟ دا پوره لښکر دى، رسول اللهصلی الله علیه وسلم و فرمايل: وله يې يا سعد! سعد رضی الله عنه هم په غشو ويشتلو شروع وکړه، په اول غشي يې د مشرکانو څخه يو نفر و ويشتى او هغه و وژل سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: وله يې يا سعد! فداکَ ابي واُمي، په دوهم غشي يې هم مشرک و ويشتى هغه هم و وژل سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم بيا و فرمايل: وله يې يا سعد! سعد درېیم مشرک و ويشتى هغه هم و وژل سو، د هر غشي په ويشتلو يو مشرک وژل کيږي، کفارو چي دغه ویشتل او وژل وليدل پر شا ولاړل، ويل: دا څه حال دى؟ د هر غشي د ويشتلو سره مو يو نفر وژل کيږي دا خو موږ ټول تباه کيږو نو خالد د خپله لښکره سره پر شا ولاړى او مسلمانان د دوى د شره څخه وساتل سوه، د سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه د غشو ويشتلو په سبب مسلمانان د مشرکانو د جنګ او شر څخه خلاص سوه او نور پاته مسلمانان هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر شا وخوا را وګرځېدل.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net