تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د رسول الله (ص) پرشا وخوا شديد جنګ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 16, 2020
  0


سیرت نبوي (۱۷۴برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پرشا وخوا شديد جنګ

 

کوم وخت چي د مسلمانانو د لښکر ډيره حصه هلته په محاصره کي وه او د مشرکانو د ژرندي د دوو پلو په منځ کي ميده کېدل، هلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پرشا وخوا ډېر شديد جنګ روان ؤ، موږ مخ کي درته و ويل: کوم وخت چي مشرکانو د محاصرې عمليه شروع کړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره بېله (۹) نفرو بل هيڅوک نه وه او کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و مسلمانانو ته ور ناري کړه: اِلَيّ عبادَ الله! انا رسولُ الله، مشرکانو هم د ده صلی الله علیه وسلم   آواز واورېدى او وې پېژندى، د مخه تر دې چي د مسلمانانو د لښکره څخه يو څوک و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور و رسيږي کفارو په خپل ټول قوت او شدت سره پر ده صلی الله علیه وسلم  حمله وکړه، نو د مشرکانو او د دغو نهو نفرو اصحابِ کرامو په منځ کي داسي  شديد جنګ شروع سو چي په هغه کي د محبت او قربانۍ، شجاعت او فدا کارۍ، نادره او بې مثله نمونې ښکاره سوې. 


امام مسلم د انس بن مالک رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اُحُد په ورځ د نهو نفرو سره يواځي پاته ؤ چي اووه نفره يې انصار وه او دوه نفره يې مهاجرين وه. چي دغه مهاجرين طلحه بن عبيدالله او سعد بن ابي وقاص رضي الله عنهما  وه. 


کوم وخت چي کفار  و ده صلی الله علیه وسلم  ته ور نژدې سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: څوک دغه کفار زما څخه شړي او ليري کوي؟ او هغه لره جنت دى، يا په جنت کي زما ملګرى دى، د انصارو څخه يو سړئ ور د مخه سو تر هغو يې جنګ کاوه چي و وژل سو، کفار نور هم و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور نژدې سوه، دغه رنګه د دغو اوو نفرو انصارو څخه يو يو نفر ورته دريږي تر څو چي اووه سره و وژل سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و خپل مهاجر ملګرو ته و ويل: موږ د خپلو ملګرو سره انصاف و نه کړى او د هغو اوو نفرو انصارو آخري نفر عَماره بن يزيد بن سکن رضی الله عنه  ؤ، ده هم تر هغو جنګ وکړی چي زخمونه يې ډېر سوه او پر مځکه ولوېدى، د عماره بن يزيد رضی الله عنه  تر غځارېدلو او لوېدلو وروسته فقط رسول الله صلی الله علیه وسلم  او دوه قريشي ملګري يې پاته سوه. 


امام بخاري او امام مسلم د ابي عثمان رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي وايي: د اُحُد د ورځي په ځينو وختو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره بېله طلحه بن عبيدالله رضی الله عنه  او سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه   څخه بل هيڅوک نه وه پاته.


دغه نو نسبت د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ژوند ته هغه مشکل ترين وخت او ساعت ؤ او وکفارو ته يو طلايي چانس ؤ چي په لاس ورغلى، خو  مشرکانو هم د دغه طلايي موقع او فُرصت  څخه په استفاده کولو کي هيڅ سستي او ټنبلي و نه کړه، غواړي چي په دغه وخت کي خپل شوم مقصد عملي کړي، نو يې خپلي ټولي حملې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته متوجه کړې او په دې اميد دي چي دئ صلی الله علیه وسلم  د بينه يوسي، په دغه وخت کي عتبه بن ابي وقاص چي د سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه  ورور دى او مشرک دى رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې په ډبره و ويشتى او ډبره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر مخ ومښتل، د دغه ویشتلو په سبب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د راسته طرف په کښته زامه کي هغه غاښ و وتى چي په عربي کي (رُباعيه) ورته ويل کيږي او رباعيه هغه غاښ دى چي د نېښ او د مخ د  دوو جوړه غاښو په منځ کي دى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لاندي شونډه زخمي سوه، په دغه وخت کي عبدالله بن شهاب الزهري کافر و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور د مخه سو او پر تندي يې زخمي کړی يا زموږ په اصطلاح سر مبارک يې ور مات کړى. 


د بله طرفه څخه يو بل حاسد او عنيد د آس سپور عبدالله بن قَمئه ملعون راغلى توره يې پورته کړه پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې وارى وکړی، توره په ډېر شدت او قوت د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر اوږه و مښتل څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دوې زغري يوه پر بله سربېره اغوستي وې نو د توري واري د دغه زغرو په سبب د پرې کولو تاثير و نه کړى ځکه توره پر اوسپنه و مښتل، مګر وارى ډېر قوي او شديد ؤ توري د سوټي وظيفه آداء کړه او تر يوې مياشتي زيات رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اوږې د درد څخه شکايت کاوه، فکر وکړی دغه کافر لعنة الله عليه په څومره قوت رسول الله صلی الله علیه وسلم  وهلى ؤ؟ چي د هغو وهلو څخه تر يوې مياشتي زيات د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اوږه خوږېدل.


دوهم وار بيا ابن ام قمئه ملعون پر راغلى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې په ډير قوت او شدت سره پر سر په توره و واهه او ويل: واخله زه ابن قَمئه يم،  رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي د خپل مبارک مخ څخه ويني پاکولې ورته و ويل: اَقـمَـأکَ الله، يعني: الله دي ذليله کړه، الله جل جلاله  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه دعاء ښرا قبوله کړه او ابن قمئه چي د دغه جنګ څخه خپل کور ته ولاړى نو بيا د خپلو پسو ورمې ته ور و وتى، د ده پسونه چي د غره پر يوه لاښ ګرځېدل دئ هلته ورغلى د پسو په منځ ور ننوتى، د ده د پسو څخه يو ښکرور وزګړي پر ور و ځغستل او دئ يې په سر داسي و واهه چي د غره د لاښه څخه يې لاندي واچاوه، په ګېلېدلو ګېلېدلو لاندي ولوېدى ټک ټک او مردار سو.


نو دغه ابن قَمئه چي دوهم وار بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  په قوت سره په توره پر سر و واهه د هَغه خول چي د اوسپني د ځنځيرانو څخه جوړ سوى ؤ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر سر ؤ د يوه ځنځير دوې حلقې يا دندانې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په سر ننوتې، پر دغه سربېره بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  ولاړ دى، سره د دې چي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د توري دوه ډېر سخت او شديد وارونه وسوه خو بيا هم په رسول الله صلی الله علیه وسلم  کي طاقت سته او مقاومت کوي. 


وروڼـو! تاسي به نن ورځ دکفارو و ځينو کارو او خبرو ته په تعجب کي ياست چي دوى ولي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغسي ناوړه خبري کوي، خو دا د تعجب وړ او د تعجب ځاى نه دى، تاسي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ژوند ته وګورى چي د دعوت د اولي ورځي څخه د شيطان نوکرانو زموږ د لار  ښوونکي نور سره څه کول او څه يې کړي دي؟ خو الله عزوجل  خامخا خپل دين او خپل رسول غالبه کړی او غالبه کوي یې. قافله تېریږي او سپي غاپي خو قافلې ته ضرر نه رسیږي او د سپو غپا و آسمان ته نه رسیږي.


 په صحي حديث شريف کي راغلي دي: کوم وخت چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مبارک غاښ مات سو او په سر زخمي سو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپل مبارک مخ څخه ويني پاکولې او ويل يې: څنګه به هغه قوم خلاص او  کاميابه سي چي دوى د خپل نبي مخ ور زخمي کړى او غاښ يې ور مات کړی؟ حال دا چي دغه نبي يې و الله یا د الله  جل جلاله  ولاري ته دعوتوي، الله جل جلاله  په دغه باره کي فرمايي: 

 

(لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ ﴿آل‌عمران: ١٢٨﴾


الله جل جلاله  په دغسي دردونکي حالت کي خپل رسول صلی الله علیه وسلم  ته فرمايي: تا لره په امورو کي، ( يعني: په دغو کارو کي) هيڅ اختيار نسته (بلکه الله جل جلاله  د هر شي اختيار درلودونکی دى) يا به الله عزوجل  د دوى توبه قبوله کړي، يا به دوى تـه عذاب ورکړي او بېشکه چي دوى ظالمان دي. 


وروڼو! په حقه سره مشرکان د خپل وحشت او بربريت په سبب  د دې وړ او لائق وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ښرا ور ته وکړي مګر د الله جل جلاله  دا إراده وه چي خپل رسول تر هغه خپل جليل او عظيم منصب نور هم لوړ او عظيم کړي او د خپل رسول د ښو اخلاقو يوه ډېره لوړه او شانداره نمونه قائمه کړي او ټوله دنيا ته دا ور ښکاره کي: چي ټول بشريت دي د دغه سيّدُ المرسلين و صبر او تحمل، حلم او عفوي ته وګوري، چي مشرکان پر ده صلی الله علیه وسلم  ظلم او تجاوز کوي او دئ صلی الله علیه وسلم  و هغو ته يوه ښرا هم نه کوي، يواځي هغه الْهي اوامر عملي کوي كوم چي دئ صلی الله علیه وسلم  په امرکړه سوى دى، لکه دعوت، تبليغ او جهاد او دکارو نتيجه او انجام و اللهعزوجل  ته سپاري، په هغو کي چي هر حکمت او مصلحت وي هغه به کيږي، آيا د دې په عوض او بدل کي چي مشرکان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ښرا سره هلاک سي دا به ښه او بهتره نه وي؟ چي هم دغه د اسلام د دښمنانو څخه په وروسته کي د  اسلام محافظين او  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مينان او فداکاره عسکر جوړ سي؟  لکه هم داسي چي وسوه. 


هغه دکفارو مشهوره مشران کوم چي اوس رسول الله صلی الله علیه وسلم  غوښته چي ښرا ورته وکړي څه موده وروسته الله جل جلاله  دوى ټول د اسلام په فداکاره لښکر کي شامل کړه، مقصد دا چي په دغه الْهي جمله سره چي ﴿ لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْءٌ ﴾
 رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته تنبېه ورکړل سوه چي بنده لره اختيار نسته او نه د بنده علم پر ټولو شيانو را ګرځېدلاى سي، الله جل جلاله  چي د هر شي إراده وکړي هغه کوي، که څه هم کافران ستاسي دښمنان دي او پر تاسي ظلم کوي خو که الله عزوجل  إراده و فرمايي هغه به سمي لاري ته را ولي او که يې بيا د عذاب إراده وسوه عذاب به ورکړي.


 او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: الْهي! زما قوم ته مغفرت او بخښنه وکړې دوى بې علمه او ناپوه دي، په بل روايت کي راغلي دي چي الْهي!  زما قوم ته هدايت وکړې دوى ناپوه دي.             خير بيرته خپلي قصې ته راسه:


 په دې کي هيڅ شک نسته چي د مشرکانو هدف او مقصد دا ؤ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ژوند پاى ته و رسوي، مګر هغه دوو مهاجر قريشو چي سعد بن ابي وقاص او طلحه بن عبيدالله وه په پوره قهرماني، لوړ همت او شجاعت سره داسي بې مثاله جنګ کاوه چي مشرکانو ته يې د دوى و هدف ته د رسېدلو لار بنده کړه. 


که څه هم دوى فقط دوه نفره وه خو د عربو د ماهره غشي ويشتونکو څخه وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه يې داسي دفاع وکړه چي مشرکان يې و دې ته مجبوره کړه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه ليري سي، سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه  چي پوره ښکاري او ماهره غشي ويشتونکى ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده د غشو د جعبې څخه غشي ورته را ايستل او ورته ويل يې: وله يې «فِداکَ ابي وامي»


وروڼو! دغه جمله چي «فِداکَ اَبي و اُمي» يا «بِاَبي و اُمي» په پخوانۍ فصيحه عربي کي ډېره استعمالېدل چي د لفظ ترجمه يې داسي ده: زما مور او پلار دي تر تا قربان وي، مګر د استعمال ځاى او د استعمال مقصد يې دا ؤ: که به يو څوک و چا ته ډېر ګران، معزز او محترم ؤ، و هغه ته يې دغه جمله ويل او همېشه مور او پلار دواړه نه سره يو ځاى کېدل، په ډيرو وختو کي داسي ويل کېده چي «فداکَ ابي» يا «بِاَبي»نو دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مور او پلار دواړه سره يو ځاى کړه دا پر ډېر ګرانښت او د سعد رضی الله عنه  پر ډېر استعداد او مهارت دلالت کوي او سعد رضی الله عنه  به په وروسته کي په دغه جمله سره ډېر فخر کاوه او ويل به يې: په والله رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل مور اوپلار دواړه وهيچا ته نه دي سره يو ځاى کړي، چي ورته و وايي «بِاَبي واُمي»بېله ما څخه.  


او هرڅه چي طلحه بن عبيدالله ؤ، امام نسائي د جابر رضی الله عنه  څخه دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پرشا وخوا د مشرکانو را ټولېدل او دا چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   سره څو نفره انصار وه روايتوي، جابر رضی الله عنه  وايي: مشرکان و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته وُر ورسېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: څوک د دغه قوم دفاع کوي؟ طلحه رضی الله عنه  و ويل زه، بيا جابر رضی الله عنه  وايي: چي انصار و مشرکانو ته ور د مخه سوه خو انصار يو پسله بله څخه په هغه ترتيب و وژل سوه چي مخ کي مو د امام مسلم په روايت کي درته بيان کړه، کوم وخت چي انصار ټول و وژل سوه طلحه رضی الله عنه  ور د مخه سو، جابر رضی الله عنه  وايي: بيا نو طلحه رضی الله عنه  د يوې ټولۍ په مثل جنګ وکړی، ترڅو چه لاس يې په توره و وهل سو او ګوتي يې پرې سوې او بيا الله جل جلاله  مشرکان پر شا کړه. 


حاکم(رح) په اکليل کي وايي: چي طلحه بن عبيد الله د اُحُد په ورځ (۳۹ يا ۳۵) ځايه زخمي سو او دوې ګوتي يې پرې سوې. 


امام بخاري د قيس بن ابي حازم رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي وايي: ما د طلحه هغه لاس شَل وليدى چي په هغه لاس سره يې د اُحُد په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه دفاع کول، یا یې رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ساتى.


 امام ترمذي روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اُحُد په ورځ د طلحه په باره کي و فرمايل: که څوک غواړي چي و داسي شهيد ته وګوري چي د  مځکي پرمخ ګرځي نو دي و طلحه بن عبيدالله ته وګوري. 


ابو داود الطيالسي د عائشې رضی الله عنها  څخه روايت کوې چي دې و ويل: هر وخت چي به د اُحُد ورځ ياده سوه ابوبکر الصِدِّیق  رضی الله عنه  به ويل: دغه ورځ ټوله د طلحه ورځ وه. 


په دغه باريک وخت کي او دغه د تکليف په ساعت کي الله جل جلاله  د غيبو خپل نصرت نازل کړى، امام بخاري او امام مسلم د سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي وايي: د اُحُد په ورځ مي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليدى چي دوه نفره ور سره وه چي سپين کالي يې اغوستي وه او د ده صلی الله علیه وسلم  د دفاع دپاره يې ډېر شديد جنګ کاوه، چي دغه دوه نفره مي نه د مخه ليدلي وه او نه مي بيا په وروسته کي وليدل او په يوه روايت کي راغلي  دي چي دغه دوه نفره جبريل او ميکائيل عليهما السلام وه.


دغه ټوله واقعې يعني: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  زخمې کېـدل، د ده صلی الله علیه وسلم  سـره د اوو ولاړو انصارو شهادت دغه ټوله په يو څو لـږو لحظو کي پېښ سوه چي هيچا يې توقع نه کول، که نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه غوره اصحاب چي د جنګ په اولو صفو کي په جنګ مشغول وه فقط د حالاتو د خطر ناکه کېدلو په ليدلو سره او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د آواز په اورېدلو سره ډېر ژر د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و طرف ته په چابکي سره را غله، نه غواړي چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته داسي شئ پېښ سي چي د دوى نه وي خوښ، مګرکوم وخت چي دوى ور ورسېدل و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته هغه څه ور پېښ سوي وه چي ور پېښېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  زخمي دى، د انصارو څخه شپږ نفره وژل سوي دي، اووم نفر يې د ډيرو زخمو په سبب د مرګ په حالت کي پروت دى، سعد او طلحه رضي الله عنهما  په همت او مړانه سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه دفاع کوي، کوم وخت چي دغه نور اصحاب کرام ور ورسېدل په خپلو بدنو او اسلحو يې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  زغره يا پنجره جوړه کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې د دښمن د ضربو څخه په خپلو ځانو وساتى، د دښمن حملې او هجوم يې رد کړه. 


اول هغه څوک چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې ځان ور ورساوه هغه (ثاني اثنين) هغه د هجرت د ورځي د غار ثور ملګرى حضرت ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ؤ، ابن حبان په خپل صحيح کي! چي د احاديثو يو معتمدکتاب دى د عائشې رضی الله عنها  څخه روايت کوي چي ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ويل: کوم وخت چي د اُحُد په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه خلک ولاړه زه اول هغه څوک وم چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته مي ځان ور ورساوه، د ليري مي يو سړئ وليدى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ساتلو دپاره يې جنګ کاوه، ما و ويل: 


کُن طَلحَه، يعني: دا به طلحه وي، زه لا نه وم ور رسېدلى چي ابو عبيده عامر بن الجراح رضی الله عنه  پسي را ورسېدى، هغه داسي را ځغستل لکه مرغه چي را الوتى وي ترڅو تر ما پوري را ورسېدى، موږ چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور ورسېدلو و مو ليدل چي طلحه رضی الله عنه  د هغه وحضور ته زخمي پروت دى رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د ورور مرسته مو وکړی چي هغه د مرګ  په حالت  کي دى.


 رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر سر داسي وهل سوى ؤ چي د خُول دوې حلقې يا دندانې يې په سر ننوتلي وې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سر او خولې څخه ويني را بهيږي، اصحابِ کرام غواړي چي دغه ويني و دروي، د دغه مقصد  دپاره بايد د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سره څخه هغه د اوسپني خول ايسته سي، مګر دغه خول نه ايسته کېدى، ځکه د ځنځيرانو حلقې د سر په هډوکي  ننوتلي دي، ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  وايي: زه ور تېر سوم چي دغه دوې حلقې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سره څخه را و باسم خو ابو عبيده رضی الله عنه  راته و ويل: د الله روى مي دروړى دى يا ابا بکر! ما پرېږده چي را وې باسم، ابوبکر رضی الله عنه  وايي:  بيا ابو عبيده رضی الله عنه  يوه حلقه په غاښ ونيول او په کراره کراره يې را کشوي، څو د حلقې د را ايستلو سره د ابو عبيده غاښ هم و وتى ابوبکر رضی الله عنه  وايي: زه ورغلم چي دغه بله حلقه را وباسم، ابو عبيده بيا راته و ويل: يا ابا بکر! د الله روى مي در وړى دى ما پرېږده چي را وې باسم، بيا يې دغه بله حلقه په غاښ ونيول او کرار کرار يې ښورول تر څو چي هغه يې هم په ډېر احتياط سره را وايستل او د حلقې د را ايستلو سره د ابو عبېده بل غاښ هم و وتى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا و فرمايل: چي د ورور مرسته مو وکړی چي د مرګ  په حالت کي دى، موږ و طلحه رضی الله عنه  ته ورغلو د هغه په علاج مشغوله  سوو، و مو ليدل چي هغه (۱۹) ځايه زخمي سوى ؤ چي دا په دغه ورځ د طلحه رضی الله عنه  پر ډېر همت او شجاعت دلالت کوي، چي ترکومي اندازې يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه دفاع کول.
 کوم وخت چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سره څخه د خُول د ځنځير حلقې يا دندانې وايستل سوې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سره څخه ويني بهېدل شروع  سوه فواره غوندي ويني را بهيږي اوس بيا صحابۀ کرام کوښښ کوي چي دغه د وينو بهېدل بند کړي، مګر ويني نه دريږي څو په آخر کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لور حضرتِ فاطمه رضی الله عنها  و دغه ځاى ته راغله هغې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه زخم کي يو ټوکر کښېښاوه خو وينو هغه ټوکر را وايستى ويني بهيږي او نه دريږي، صحابۀ کرام د دغه زخمه څخه پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډېر بېريږي او وارخطا دي، بل وار فاطمې رضی الله عنها  د بوريا يوه ټوټه وسوځل او د دغه سوځل سوي بوريا تو دې ايرې يې په دغه زخم کي واچولې او زخم يې په ډک کړى، د دغه ايرو په واسطه هغه ويني بندي سوې. 


 وروڼو! د اسلام د نشرولو او رسولو دپاره زموږ د حبيب او پېشوا جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه حال ؤ، اسلام ترموږه په آساني او بېله تکليفه نه دى را رسېدلى  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه رانيولې بيا تر اصحابِ کرامو پوري،حتّْی علماء کرامو او اسلامي مجاهدينو د اسلام په رسولو او ساتلو کي په هر وخت او زمانه کي تراندازې زيات تکاليف ګاللي او قبول کړي دي، خو بد بختانه موږ په ډېره آساني سره دغه الْهي او آسماني دين هېروو، دکفر عاداتو او رسوماتو ته په خپل ژوندکي ځاى ورکوو نو ځکه ورځ په ورځ په ذِلّت اخته کيږو، تاسي ته د مسلمانانو د ذِلّت سبب در معلوميږي؟ 


په دغه باره کي لږ فکر وکړی، زموږ د ټولو خواريو او دربدريو سبب زموږ عملونه دي چي اسلام او خپل رهبران مو هېر کړي دي په کفارو پسي قدم پر قدم رهي يو.


 خير! په دغه تکليفي لحظو کي د مسلمانانو د پهلوانانو څخه يوه ډله و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته را و رسېدل او پر را ټول سوه چي د هغې جملې څخه  ابودُجانه، مُصعب بن عُمير، علي بن ابي طالب، سهل بن حُنيف، د ابي سعيدِ الخدري پلار مالک بن سنان، ام عماره چي ښځه وه او نوم يې نُسيبه بنت کعب دى، قُتاده بن نعمان، عمر بن الخطاب، حاطب بن ابي بلتعه او ابو طلحه(رض) اجمعين وه،


و دغو دوو نومو ته متوجه سى، يو طلحه بن عبيدالله دى چي مهاجر او قريش دى او بل ابو طلحه دى چي د انصارو څخه دى او دواړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  فدا کاره او صادق ملګري دي او دغو دواړو د اُحُد په ورځ ډير همت او شجاعت ښکاره کړى دى. 
ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته