تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رسول الله ص د مکې مکرمې څخه د حنين و طرف ۲
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 10, 2021
  0

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې مکرمې څخه د حنين و طرف ته حرکت کوي


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دوهمه برخه :


کوم وخت چي عباس رضی الله عنه  راغلى رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده په راتګ ډير خوشاله سو، دا ولي؟ ځکه عباس رضی الله عنه  داسي لوړ آواز درلودى چي په ټولو عربو کي يې مثل نه ؤ، د ده رضی الله عنه  د آواز په باره کي وايي:

 

د جاهليت په وختو کي عباس رضی الله عنه  د خپلو پُسو او اوښانو دپاره چوپانان درلودل، چوپانانو به اوښان او پسونه د مکې مکرمې څخه ډير ليري بېول، نورو خلکو که به خپل چوپانان غوښته نفر به يې پسي لېږل چي را يې ولي مګر عباس رضی الله عنه  څوک نه پسي لېږل دلته په مکه مکرمه کي به يوې لوړي ته وختى او ور ناري به يې کړه، ډير لوړ آواز يې درلودى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده د آواز په باره کي فرمايي: «صَوتُ العباسِ فِى المَعرَکة بِاَلف رَجُلٍ» يعني: په جنګ کي د عباس آواز پر زرو نفرو حساب دى، اوس چي عباس رضی الله عنه  راغلى رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل:

 

يا عباس! زما و اصحابو ته ور ناري که، عباس رضی الله عنه  هم په لوړ آواز په نارو شروع وکړه او ويل: اې مسلمانانو! رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه دى خو چا تر شا نه کتل، دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: و اصحاب سَمُره ته ورناري کړه (سَمُرَه يعني: ونه یا درخته) چي مقصد يې هغه ونه ده چي د حديبيې په ورځ اصحاب کرامو تر هغې وُني لاندي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره بيعت کړى ؤ، حضرت عباس رضی الله عنه  هم ناري کړه (يَا أصحابَ السّمُره أينَ بَيعَتُکُم؟) اې د وُني ملګرو هغه بيعت مو څه سو؟

 

ځيني اصحابِ کرام چي د هغه  بيعت په ورځ يې په بيعت کي ګډون او اشتراک کړى ؤ هغو دغه ناره واورېدل او په بيرته را ګرځېدلو يې شروع وکړه، هغه خپل عهد يې ور په ياد سو غواړي چي پرخپله وعده وفاء وکړي او پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  را ټولېدل دغه د اصحاب کرامو د بيرته را ګرځېدلو حال ځيني هغه کسان بيانوي چي په دغه جنګ کي حاضر وه، هغه وايي: يو نفر چي د اهل شجره څخه ؤ پر اوښ سپور ؤ او تښتېدى خو كله چي يې دغه ناره واورېدل اوښ يې داسي تېز رهي ؤ چي ده دا قدرت نه درلودى چي خپل اوښ و دروي او را وي ګرځوي نو دئ ځني را وغورځېدى او اوښ يې پرېښاوه پر پښو يې په جنګ شروع وکړه. 


د بيعت الرضوان خلک په داسي حيرت انګېزه چابکي سره را ګرځېدل چي بيان يې نه سم کولاى او دغه به يې ويل: لبيک يا رسولَ الله! لبيک يا رسولَ الله! تر داسي اندازې چي دوى به کوښښ کاوه چي خپل اوښ را وګرځوي، خو د اوښ د را ګرځولو قدرت چي به يې نه کړی پيدا، خپله توره او سپر به يې ځني را حمله کړه او د اوښه څخه به را غورځېدل، اوښ به يې و خپل سر ته پرېښاوه، ترڅو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر شا وخوا د دغو نفرو څخه سل نفره را ټول سوه او په جنګ يې شروع وکړه، اوس نو دغه سل نفره چي سره يو ځاى سوه د شلو زرو نفرو سره جنګ کوي، داسي جنګ شروع سو چي د انسانانو ترخيال او تصور لوړ دى، هغو کسانو چي دغه حالت يې ليدلى دى وايي:

 

په والله دغو سلو نفرو داسي جنګ کاوه چي هيڅ شئ يې مخ ته نه سواى درېدلاى، په هوازن کي يې قتل او وژنه شروع کړه، دغه سل نفره په هغو شلو زرو نفرو کي قتل او وژنه کوي او هيڅوک يې مخ ته هم نه سي درېدلاى، په دغه وخت کي د جنګ قومندان په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم  ؤ هم جنګ کوي هم اداره، دا د چا په  وسه پوره ده؟ دا کوم همت او شجاعت دى چي سل نفره دي د شلو زرو په مقابل کي جنګيږي؟ دا رسول الله صلی الله علیه وسلم  ؤ او دغه يې شجاعت ؤ نو ځکه حضرت علي رضی الله عنه  وايي: کوم وخت چي به جنګ ډير شديد سو موږ به و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته رجوع کول، ځکه موږ پوهېدلو چي هغه صلی الله علیه وسلم  د همت او شجاعت خاوند دى نه تښتي او نه بيريږي. 


د حضرت علي رضی الله عنه  دغه قول د حُنين د جنګ په باره کي نه دى بلکه دغه خبره يې عامه کړې ده چي په ټولو جنګو کي همېشه زموږ دغه حال ؤ، چي د جنګ د شدت په وخت کي زموږ رجوع و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته وه او په هغه سره مو ځانونه ساتل دغه د حُنين په ورځ هم دغو سلو نفرو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د شجاعت او ثابته پاته کېدلو په واسطه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر شا جنګ کاوه، په دغو سلو نفرو کي دوې ښځي هم موجودي وې چي يوه اُم عمّاره او بله اُم سُلَيم وه، چي د خپل خاوند ابو طلحه سره ملګرې وه، دغو ښځو جنګ نه کاوه مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ثابته پاته وې، د ام سُليم سره يو خنجر ور سره ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه ځني وکړه:

 

يا اُم سُلَيم! په دغه خنجر څه کوې؟ دې و ويل: که د مشرکانو څخه يو څوک را نژدې سو نس يې په ور څيرم، سبحان الله! دا داسی ورځ وه چي نارینه تښتي مګر دغه ښځي ثابته پاته دي بيا اُم سليم و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: اجازه راکوې چي دغه تښتېدلي کسان داسي و وژنم لکه ته چي هغه کسان وژنې چي جنګ در سره کوي؟ دوى څنګه تا په دغسي حال کي يواځي پرېږدي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا پرې يې ږده، دا په دغه جنګ کي د مسلمانو ښځو ثبات ؤ، په دغه ورځ کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا اعلان هم وکړی: که هر چا د کفارو څخه يو څوک و وژى او د هغه پر وژلو يې شاهدان درلودل د وژل سوي سړي سامان د هغه دى. 
ابن اسحاق او نور د انس بن مالک رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي د حنين په ورځ يواځي ابو طلحه د شلو نفرو کفارو سامان واخستى،

 

يعني: يواځي ده شل نفره کفار وژلي وه، تردغه وروسته و انصارو ته ناره کول شروع سوه: يا معشرَ الأنصار! يا معشرالأنصار! اوس بيرته د مسلمانانو ډلي يوه پسله بلي څخه را ګرځي او شديد جنګ شروع دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و جنګ ته وکتل او وې فرمايل: اوس جنګ تود سو اوبيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مځکي څخه يو مټ شګي يا خاوره را پورته کړه او د کفارو مخان يې په و ويشتل، دغه يو  مټ خاوره د کفارو د لښکر د هر فرد و سترګو ته ورسېدل او ټوله د خپلو سترګو په مښلو مشغول سوه او د دې طرفه د مسلمانانو حملې پر شروع دي، بيا نو رسول الله و ويل:

 

د محمّد په رب مي دي قسم وي چي کفار مات سوه، هلته په هوازن کي داسي قتل او وژنه شروع دي چي د مالک بن عوف هيڅ و زړه ته نه لويږي چي سلو نفرو دي داسي حال را باندي جوړ کړى وي، په دغه وخت کي د الله جل جلاله  د طرفه نصرت او برئ، مرسته او معجزه را نازل سوه، چي هغه د آسمانه څخه د ملائکو نزول ؤ، د آسمانه څخه ملائکې را کښته سوې دا دوهم جنګ دى چي ملائکې ورته را کښته کيږي پسله بدره څخه دغه يواځنئ جنګ دى چي ملائکې پکښي را کښته سوي دي، په حديث شريف کي راغلي دي چي مسلمانانو دغه ملائکې د يوې سياهۍ په شکل وليدلې، وايي: موږ په آسمان کي يوه سياهي وليدل چي و مځکي ته را کښته سوه او په واديِ حُنين کي سره وپاشل سوه او بيا دغه سياهي و موږ ته را نژدې سوه و مو ليده چي تور غټ مېږيان وه، صحابۀ کرام وايي:

 

چي موږ د دغو مېږيانو د ډيروالي په سبب خپل کالي ځني څنډل چي پرکالو مو ګرځېدل، مسلمانانو فقط دغه حال وليدى مګر کفارو بيا و ليدل چي ډير زيات خلک چي سپين کالي يې اغوستي دي او پر ابلکو آسانو سپاره دي او پر دوى ور رهي دي، کفارو چي په هغه سلو نفرو څه نه سواى کولاى او اوس ويني چي دغه لوى لښکر او ډيري ډلي پر دوى ور رهي دي په زړو يې بېره ننوتل او په تېښته يې شروع وکړه، ملائکو په دغه جنګ کي، جنګ او وهل نه دي کړي لکه په بدر کي چي يې کړي وه، دلته فقط د ملائكو را تګ د کفارو په زړو بېره ننه ايستل، او د جنګ د ميدان څخه په تېښته سوه، لکه څرنګه چي الله جل جلاله  فرمايي: 


لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُم مُّدْبِرِينَ ﴿التوبة: ٢٥


يعني: خامخا الله جل جلاله  ستاسي سره په ډيرو ځايو کي مرسته کړې ده خصوصاً د حنين په ورځ، کله چي ستاسي ډير والي تاسي په تعجب کي واچولاست، نو هغه ډير والي ستاسي څخه هيڅ شئ ايسته نه کړى، يعني: د دښمن حملې يې نه در څخه وګرځولې او پر تاسي مځکه تنګه سوه سره د دې چي مځکه ډيره پراخه ده، 


بيا مو دښمن ته په داسي حال کي شا ور وګرځول چي تښتېدلاست.


ثُمَّ أَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَنزَلَ جُنُودًا لَّمْ تَرَوْهَا وَعَذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَذَٰلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ ﴿التوبة: ٢٦﴾

 

 او بيا الله جل جلاله  خپل سکون او اطمينان پرخپل رسول او پر مومنانو نازل کړى او الله جل جلاله  داسي لښکري را ولېږلې چي تاسي نه ليدلې او عذاب يې ورکړی و هغو کسانو ته چي کافران سوي وه او هم دغه عذاب د کافرانو سزا ده. 


د هوازن لښکر د مکې مکرمې د شمال شرق د طرفه راغلى ؤ او مسلمانان د دوى په جنوب غرب کي واقع وه اوس د هوازن لښکر پر درې طرفه تښتي ځيني يې و طائف ته ځي، ځيني يې و نخله ته ځي او ځيني يې و واديِ اوطاس ته ځي، په هغو کسانو پسي چي اوطاس ته تښتېدل رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه ډله ولېږل چي مشر يې ابو عامر الاشعري رضی الله عنه  ؤ، د مسلمانانو د دغي ډلي او د کفارو په منځ کي لږ جنګ وسو چي په نتيجه کي کفارو سخته ماته وخوړل، خو په دغه جنګ کي ابو عامر الاشعري رضی الله عنه  شهيد سو.


 همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه بله ډله په هغو کفارو پسي ولېږل چي د نخله و طرف ته تښتېدل، چي په دغه تښتېدلو خلکو کي يو هم دُرَید بن الصُمّه ؤ، هغه سپين ږيرى او ړوند، د جاهليت لوى پهلوان، دغه دُرَید د مسلمانانو څخه يوه ځوان ونيوى چي د دغه ځوان عمر شپاړس کاله ؤ او نوم يې ربيعه بن رُفيع الأسلمي ؤ، دُرَید په کجاوه کي سپور ؤ او مسلمان فکر وکړي چي ښځه ده غواړي چي په بنديانو کي يې بوزي، دغه ځوان اوښ تر مهار ونيوى او کش يې کړی، دُرَید بن الصمه پر ږغ کړه اوښ چيري بيايې؟ ځوان پوه سو چي په دې کجاوه کي سړئ دى نو يې اوښ چوک کړی، دُرَید بېغمه ناست دى ضعيفه سړئ دى يو سل او شپېته کاله يې عمر دى، دئ په خپله نور ژوند او عمر نه غواړي، ربيعه بيا ځوان او بې تجربه دى د اول وار دپاره په جنګ کي ګډون کوي، حتّْی په توره سره يې د وهلو طريقه هم پوره نه ده زده، توره يې پورته کړه دُرَید يې پر اوږه په و واهه، څرنګه چي د دُرَید هډوکي زاړه هډونه وه او غوښه يې هم نه درلودل توري تاثير نه پر وکړی د يو سلو شپېتو کلو وچ هډونه دي او عمر يې هم په جنګو کي تېر سوى دى، دې واري هيڅ تاثير نه پر وکړی، دُرَید و خندل او ويل: اې وراره نوم دي څه شي دى؟ ځوان ويل: ربيعه بن رُفيّع الأسلمي دُرَید و ويل:

 

يا ربيعه! ما ستاسي د ښځو څخه دفاع کړې ده مګر بيا هم راسه چي د وهلو طريقه در وښيم، که ته غواړې چي څوک و وهې پر هډوکي يې مه وهه هډوکى نه ماتيږي د وهلو ځاى دغه دى د سر او اوږو په منځ کي (خپل مغزي ته يې لاس ور وړى) اوس د وهلو ځاى هم ور ښيي او ويل: دغه ستا توره بېکاره ده ورسه هغه زما توره را واخله د ځين په شا کي پرته ده، ربيعه هم هغه د دُرَید توره راوړل، دُرَید ويل: پر دغه ځاى مي و وهه بيا نو ولاړسه مور دي خبره که چي ما دُرَید و وژى، ما همېشه د هغو څخه دفاع کړې ده، ربيعه هم توره واخستل څرنګه چي دُرَید ور ښوولي وه هغسي يې و واهه او وې وژى. 


ربيعه پسله جنګه و خپلي مورته دغه قصه وکړه، مور يې و ژړل او وې ويل: چي ده درته و ويل: ما ستا د ښځو څخه همېشه دفاع کول تا څنګه وژى؟ ربيعه ويل: نه زه د ده په قصه خبر وم او نه د ده په خبرو پوه سوم چي دئ څه وايي، مور يې ورته و ويل: د جاهليت په وختوکي زه، زما مور او زما خوندي بندياني ونيول سوو او هغه څوک چي موږ يې خلاص او ايله کړو هغه دغه دُرَید بن الصمه ؤ، ده وساتلو، ربيعه ويل: زه څه خبر وم؟ که زه په دغه قصه خبر واى مابه نه واى وژلى، مقصد دا چي د دُرَید بن الصمه آخري حال دغه ؤ چي درته بيان سو. 


اوس چي دغه سل نفره مسلمانان پر شلو زرو یا دوولسو زرو کفارو غالبه او کاميابه سوه، د مسلمانانو د لښکر هغه نور تښتېدلي نفر لا تر اوسه نه دي راغلي، هغه بيا ډير وروسته هغه وخت راغله چي دغو سلو نفرو په ميدانِ جنګ کي غنيمتونه ټولول، مقصد دا چي و دغو شلو زرو نفرو ته چي يې ماته او شکست ورکړى هغه فقط دغه سل نفره وه، دا د الله جل جلاله   قدرت ؤ چي د حنين په ورځ ښکاره سو، کوم وخت چي کفارو شکست وخوړى رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه سل نفره امر کړه چي اوس غنيمتونه پرېږدى په کفارو پسي ور رهي سى او هغه تعقيب کړى. 


دغه خبر چي کفار مات سوه په کراره کراره و هغه نورو تښتېدلو مسلمانانو ته ورسېدى، هغو هم په بيرته را ګرځېدلو شروع وکړه، په دغه وخت کي چي مسلمانان کفار تعقيبوي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه وکړه چي خالد بن وليد چيري دى؟ پسي وګورى او پيدا يې کړی، په دغه وخت کي چي اصحاب کرام په خالد رضی الله عنه  پسي ګرځي د کفارو مشر او عمومي قومندان مالک بن عوف و هغه ځاى ته ور رهي دى چي هلته د ده مات سوى لښکر سره يو ځاى کيږي، هلته ورغلى غواړي چي خپل لښکر بيرته سره يو ځاى او منظم کړي او بيا د حملې دپاره را وګرځي، د مسلمانانو څخه هغه د بني سُليم د قبيلې څو نفره په ده پسي ور رهي سوه، مسلمانان لا تراوسه ټول نه دي سره يو ځاى سوي شمير يې اوس هم لږ دى، هلته مالک بن عوف د خپل لښکر ډير نفر سره يو ځاى کړه غواړي چي د حملې دپاره بيا را وګرځي، خو وې ليدل چي د بني سليم قبيله ورته ولاړه ده، مالک بن عوف پوښتنه وکړه چي دا څوک او کومه قبيله ده؟ ورته و ويل سوه: دا د بني سُليم قبيله ده. 


په هغه وختو کي هري قبيلې خپلي نېزې او توري پر يوه خاص ډول ايښوولې چي په هغه سره پېژندل کېدې چي دا فلانۍ قبيله ده، دغه د بني سُليم قبيلې خپلي نيزې د آسانو پر سرو ايښوولې، نو مالک بن عوف پوښتنه وکړه چي دا څوک دي چي زموږ مخ ته و درېدل؟ ويل دا بني سُليم دي، ويل د دوى څخه مه بېرېږى ځانونه تيار کړی، مالک بن عوف د دوهم وار دپاره و حنين ته نژدې ډير لښکرسره يو ځاى کړى او د مسلمانانو لښکر هم دلته سره يو ځاى کيږي، په دغه وخت کي انصار د مالک بن عوف پر طرف ور رهي سوه چي هغو بيا نېزې د ځانو تر شا پر آسانو ايښوولې، مالک پوښتنه وکړه چي دا څوک دي؟ ورته و ويل سوه: دا د یثرِب څخه د محمّد صلی الله علیه وسلم  اصحاب دي، ده ويل د دوى څخه هم مه بېرېږى، بيا هم مالک د نور لښکر په يو ځاى کولو او ترتيبولو مشغوله سو چي د مسلمانانو يوه بله ډله تياره سوه چي دغه ډله مهاجرين وه او دوى بيا نېزې د آسانو پر غوږو ايښوولې او د دې ډلي مشر او قومندان زبير بن العوام رضی الله عنه  ؤ. 

 


مالک بن عوف بيا پوښتنه وکړه چي دا څوک دي؟ مالک ويني چي دغه ډله د  هغو نورو څخه فرق لري او د نور لښکر پر قسم نه معلوميږي، ورته و ويل سوه: دا د أهل مکې څخه د محمّد اصحاب دي، مالک و ويل: په دوى کي هغه نفر چي ژړه لنګوټه يا پټکئ يې تړلى دى څوک دى؟ ويل دا زبير بن العوام دى، مالک ويل: در تښتى چي زبير راغلى نور نو زموږ طاقت ختم دى، هغه لښکر يې نه کړی پوره چي مالک بن عوف او ملګري يې بيا په تېښته شروع وکړه، فقط د زبير رضی الله عنه  د نامه او را تګ څخه وبېرېدل او طائف ته وتښتېدل، مګر په خپله مالک بن عوف په طائف کي و يوې منطقې ته وتښتېدى چي (لَيـه) ورته ويل کيږي او هلته يې يوه قلا درلودل، نو په ليـه کي و خپلي قلا ته ورغلى.        د هوازن او ثقيف لښکرو په دغه ډول او طريقه سره ماته او شکست وخوړل. 


مګر څرنګه چي د هوازن د لښکرشمېر او تعداد ډير زيات ؤ او دوى فقط د خپلو ځانو په خلاصولو مشغوله وه د ښځو او کوچنيانو، مالو او حيواناتو، و تښتولو ته نه سوه فارغه او نه هغو په خپله وکولاى سواى چي وتښتي، نو ټول د جنګ پر ميدان پاته سوه، ښځي او کوچنيان، پُسونه او اوښان ټول پاته سوه، فقط نارينه خلکو وکولاى سواى چي وتښتي. 


هلته صحابۀ کرامو خالد بن وليد رضی الله عنه  پيدا کړی چي ټول بدن يې په زخمو ډک دى او ويني ځني بهيږي، هلته يو اوښ چوک ؤ دئ رضی الله عنه  ورته ناست دى پر هغه اوښ يې تکيه کړې ده، څرنګه چي ډيره وينه ځني تللې وه د ضعفه څخه يې هيڅ حرکت نه سواى کولاى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و رغلى او دئ رضی الله عنه  پر دغه حال ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  کالي ځني وکښل پر  زخمو يې ور تُوکي او لاس پر تېروي، څو ټوله زخمونه يې په دغه لحظه جوړ سوه، بیا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: ولاړ سه يا خالد! او په کفارو پسي ولاړ سه، تعقيب يې که او وې شړه، هغه خالد رضی الله عنه  چي څو لحظې د مخه پر هغه حال ؤ چي د ضعفه څخه یې حرکت نه سواى کولاى اوس پر آس سپور سو او په کفارو پسي ور رهي سو، دا هم د حنين په غزاء کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د معجزو څخه يوه بله معجزه ده چي پر خالد رضی الله عنه  ښکاره سوه. 


د جنګ د جريان په وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر يوه ښځه ورغلى چي وژل سوې وه او خلک پر را ټول وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم   پوښتنه وکړه چي څه پېښه ده؟ خلکو ويل: يوه ښځه ده چي خالد بن وليد وژلې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ځينو هغو نفرو ته چي د ده صلی الله علیه وسلم  سره ملګري وه و ويل: په خالد پسي ځان ور ورسوى او ورته و واياست: رسول الله صلی الله علیه وسلم  دي د دې څخه منعه کوي چي کوچنئ، ښځه او نوکر و وژنې.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته