ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي
لیکنه : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
له ابی سعید سعد بن مالک سنان خدری(رض) نه روایت دی چې رسول اکرم (ص) فرمایلي«لا ضرر ولا ضرار»(رواه مسلم/۲۵۷۷)
ژباړه: په اسلام کي خپل ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي ،
یعنې : مه خپل ځان ته ضرر رسوه او مه بل چاته.
تشریح: دا حدیث شریف په دین کې یوستر اصل دی ، ځینې کسان داسې وي چې ځان ته دضرر رسولو په وسیله د بل څخه ضرر دفع کوي ،
یعنې: نورو ته ضرر نه رسوي خو خپل ځان ته ضرر رسوي، اوځینی بیا د خپل ځان د ګټې لپاره له خپل ځان څخه ضرر دفعه کوي خو نورو ته ضرر رسوي چي دا دواړه حرام دي ،«لاضرر»:خپل ځان ته ضرر رسول حرام دي، «ولا ضرار» :او بل چاته ضرر رسول حرام دي.
ماخذ : محمدي ملغلري.
www.taleemulislam.net