لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یو شعر څو خبري
(څلورمه برخه)
خیر محمد هڅاند
خیر محمد هڅاند زما د څوکلنو پخوانی یار د مشاعرو او بهیرو ملګری مي دی کله، کله د لوي کندهار ادبي بهیر ته هم سر راښکاره کړي. دا یو ځل سر ښکاره کیدل یې د څو وخت د شعر تنده د ملګرو په ماته سي، داسي غزل لیکي چي تر ډیره وخته به د ادب په غېږ کي ژوندۍ پاته وي. د شخصیت به باب به یې درته ووایم چي په دا پنځلس کاله مي داسي خبره نه ده ځني اورېدلې چي زما د ازار سبب دي وګرځي.
د نرم مزاج خاوند او د پستو او علمي خبرو کوونکی دی. راځئ د لنډي پېژندني وروسته یې لاندي غزل وګورو.
د شاعر لنډه پېژندنه.
نوم: خیرمحمد هڅاند.
دپلارنوم: خان محمد.
د نیکه نوم: جان محمد.
د اوسېدو اصلي ځای: کندهار ښار ۶ ناحیه سره جامع.
د اوسېدو اوسنۍ ځای: کندهار ښار میرویس مېنه.
عمر: ۴۴ کاله.
زده کړي: مروجي دیني زده کړي يې کړي دي او عصري یې تر ۶ صنفه پوري کړي دي او نوري زده کړي د مشکلاتو په خاطر پاته سوي دي.
شغل: سودا ګري.
مدني حالت: متاهل.
اولادونه: ۵ اولادونه.
د شاعري پیل: ۱۳۷۹ هـ ش کال.
چاپ اثار:یوه شعري ټولګه (په لاسونو کي سکروټي).
ناچاپ اثار: یوه شعري ټولګه (غر د شاتو).
دوی دي تیا ره ګڼي زه ستا دمخ رڼا ته ګورم
وکړه با ور یا ره چي هر وخت زه وتاته ګورم
هڅاند صاحب د خپل یار په باب دونه خوشبینه دی چي د هیڅ چا خبرو ته غوږ نه نیسي او کومه ورځ چي یې یار ځان ته معلوم کړی دی په هغه سترګه اوس هم ورته ګوري هغه د پښتو متل دی چی وایی: یوه ورځ یې وتله چي من سي، هره ورځ یې مه تله چي کم، نوموړی هم د بل چا په خبرو پسي نه ځي او یار ته به هغه سترګه کوري چي په لمړۍ ورځ یې تللی دی او یار یې د هغه رڼا سره تشبه کړی دی چي هر وخت یې خلګ موجودیت ته اړ وي او یار ته ډاډ ورکوي چي زه ستا په باب ډیر ښه نظر لرم او دا د پاک زړي سړي خواص دي چي د هر چا په باب نیک نظر لري.
ضد مي خوښ نه دی جوړوم پر داسي ضد کلیزه
شیطانه ستا پر ضد چي زه وبسم الله ته ګورم
هڅاند ضدیت غندي خو د شیطان پر ضدیت بیا همېشه د بسم الله په ویلو سره خپل ضدیت پالي دده دا کار څخه موږ ته دا پیغام را کوي چي هر کار بې بسم الله شروع کي انجام به یې ښه نه وي او بل دا پیغام لري چي د بد کس په وړاندي ضدیت کول ثواب لري، ځکه دا یو ډول مبارزه ده د باطل په وړاندي او په ټولنه کي داسي اصطلاح ده چي د متکبیر کس په وړاندي تکبر کول په خپل ځان کي ښه کار دي. او شاید الله جل جلاله ثواب پر ور کړي؛ ځکه تکبر خاصه د الله جل جلاله ده.
دلته مي دوې ستر ګي هم نه ویني په ګډه خو ښي
په یوې وینم جنا زه په بلي ورا ته ګورم
د افغاني ټولني یو انځور یې وړاندي کړی دی ریښتیا هم دا داسي ملک دي چي همېشه دلته د غم ټغر هوار وي په څو کلونو کي یو څه وخت امن ، سوله، خوشحالي وي بیا د انقلاب غېږي ته ولوېږي. دا سیمه د جغرافیایې موقعیت په خاطر هر وخت يې پردي د نیولو خیال لري نو ځکه شاعر وایې چي همېشه مي سترګي لا پر یوه قرار نه دي په یوه سترګه غم په بله ښادۍ ته ګورم. او بل مطلب دا هم حاصل کیدای سي چي دنیا یوازي د خوښۍ ځاي نه دي بلکي د بلاوو او مصیبتو کور هم دی. هغه لنډۍ ده چي وایی:
دنیا د غم په ورځ پیدا ده
زه لیونی د خوشحالۍ تمه لرمه
تاته په ورځ کتل یو وار زما منفي اړخ دی
حق خو مي دادی چی تر ځان ډېر - ډېر ستا خواته ګورم
"معنی شعر في بطن شاعر" یعني د شعر معنی او مفهوم خپله له شاعر سره دی، خو د شعر څخه د هر وګړي خپل برداش دی، وایي چي مولانا بلخي ته چا دده د شعر سل معناوي وکړې، خو ده ورته وویل چي اوس دي هم هغه زما د زړه معنی نه ده را ایستلې نو پورته بیت څخه شاید د شاعر په زړه کي بله معنی وي خو زه یې داسي تعبیروم چي شاعر د خپل محبوب په وړاندي خپل مسولیت نه دی اداء کړي او هغه ته وایې چي ما باید تر ځان لا زیاته توجه تاته کړې وای. د ده مراد به له ده سره پرېږدو موږ به یو تعبیر دا ځني واخلو چي دی خپل محبوب خپل وطن بولي، هغه ته وایې چي ما ستا په وړاندي خپل مسولیت نه دی اداء کړي ځکه هر وخت خوار او د پردیو درپکښي سترګه وي که ریښتیا موږ د خپل محبوب وطن سره مینه وکړو او هر وخت توجه ورته وکړو نو دده د ابادی سره به موږ هم اباد یو.
شعر هر وخت څو اړخونه لري، کله یې مادي اړخ قوی وي کله یې معنوي اړخ قوي وي کله، کله یې نور اړخونه قوي وي چي پر ټولو اړخو یې په یوه لنډه لیکنه کي کار نه کیږي؛ نو ځکه پر یوه اړخ چي یې خبره وسي زما په فکر ښه به وي.
(هڅاند) هیڅ نه دی مطمئین خو خلګ وايې ده ته
چي غزل راکړه زه یې نن ګرا نه ښکلا ته ګورم
هڅاند صاحب هم تواضع کوي چي زما شعر ښه نه دي او هم دي د خپل شعر د ښه والي د اړخو و څېړلو ته رابولي او په غیري مستقیم شکل دي د خپل شعر و ښېګڼو ته متوجه کوي.
شعر هغه هنر دی چي هرڅه پر وویل سي او هر څه یې تعریف وسي پر لږ ده ولي شعر لکه څو هنره او څو اړخیزه انسان په هر ځاي او هروخت کي په ښه درځي، که یې په غم کي ووایې غم دي په سپک کیږي که یې په خوشحالۍ کي ووایې خوشحالي دي په زیاتیږي، که یې د ښو په صفت کي ووایې هم ثواب دی هم خرما او که یې د بدو په رد کي ووایې اصلاح راځي او که یې د ټولنیز ژوند په باب ووایې د خلګو خپلو ځانګړتیاوو او نیمګړتیاوو ته فکر کیږي د پوهانو په وینا چي شعر دوه رقمه دی شعر د ادب لپاره او شعر د ژوند لپاره زه فکر کوم چي په اوس وخت کي شعر د ژوند لپاره سخت ضرور دی او د ادب لپاره خو معنویات قوي کوي. د هڅاند د خوشحاله او هڅانده ژوند په هیله.
نوربيا...
www.taleemulislam.net