د مور په شیدو کي ۸۰ ګټې
محمد شفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
څلورمه اووروستی برخه
۶۰: د مور شیدې د جراثیمو څخه پاکې دي .
۶۱: د مور شیدې د ماشوم د غاښونو ، زامي او دبدن د ټوله اسکلیټ لپاره مهم رول لري .
۶۲: هغه ماشوم چې د مور شیدې خوري غاښونه يي سیده وي ، او دارول درمل او توږلوته کومه اړتیا نلري .
۶۳: هغه ماشوم چې د مور تی ئې رودلی وي روښانه خبرې کوي او په خبرو کې کوم مشکل نلري .
نومیږي ژغوري .
۶۴: د مور شیدې ماشوم له یو ډول د پوستکي د ناروغۍ چې ( Eczema ).
۶۵: د مور شیدې د ماشوم ټول د نس دردونه او غازونه له منځه وړي .
۶۶: د مور په شیدو کې د ماشوم د ودې هارمونو نه ډیره دي .
۶۷: د مور شیدې ماشوم له ( ( Sclerosis څخه ژغوري ، د ایو کلکوالی دئ چې په ځانګړی ډول سره د بین النبی نسج دناروغیو او الهتاب څخه منځته راځي .
۶۸: هغه ماشوم چې د مور شیدې روي د هغه اطراحیه نظام ډیر پیاوړی او قوي وي .
۶۹: د مور شیدې ماشوم له ( Anemia ( څخه ژغوري .
۷۰: هغه ماشوم چې تی ئې رودلی وي هغه ډیر لږ چوره ( ( Hernia کیږي .
۷۱: د مور شیدې د سترګو لپاره پوره درملنه ده .
۷۲: د انسان شیدې الله جلاجل له د انسان د پاره پیداکړي دي.
۷۳: د مور شیدې د ماشوم د هر ډول زخمونو لپاره طبعی انتی بایوتیک دی .
۷۴: د مور شیدې د ماشوم د غوږو دالتهاب ( Otitis Media ( مخه نیسي .
۷۵: د مور شیدې د ( (Pneumoniaاو (Bronchiolitis ( مخه نیسي .
۷۶: د مور شیدې یو انسان پر خپل وخت بلوغ ته رسوي او یا يي هم ځنډوي .
۷۷: د مور شیدې د ژړي ( ( Jaundice مخه نیسي .
۷۸: د مور شیدې د لوړ فشار د کنټرولولو اوږد مهاله اغیزې لري .
۷۹: د مور شیدې د ماشوم لپاره یوه الهي تحقه ده .
۸۰: په انګلیسي ژبه کې وايي ( Breast is best ) یعني د ماشوم لپاره دمور شیدی ښه غذاده ، دا ځکه چې داد الله جلاجل له لوری هم نعمت دی او هم راحت دی .
ماخذ : اسلام اونوې ساینسي څیړنې
www.taleemulislam.net