لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د مسلمان د حاجت پوره کولو ثواب
عن أنس عن النبي صلى الله عليه وسلم قال من قضى لأخيه المسلم حاجة كان له من الأجر كمن خدم الله عُمَره.[حلية الاولياء]
ژباړه: د انس رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي د خپل مسلمان ورور يو حاجت پوره کړي دومره ثواب ورته لري لکه خپل ټول عمر يې چي د الله تعالی خدمت کړی وي.
پورته حديث ته په کتو موږ تول بايد د خپلو مسلمانانو وړونو د حاجتونو او اړتياوو په پوره کي مرسته وکړو تر څو د خپل ورور په وړاندي د شرعي مسئوليت آداء کولو تر څنګ داسي لويه مزدوري هم تر لاسه کړو.
www.taleemulislam.net