تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلامي نړې کي د قوميت د فکر خپریدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 4, 2021
  0

 

په اسلامي نړې کي د قوميت د فکر خپریدل  


 ایډیټ : بصیر یوسفزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


 د قومیت په لور بلنه د اسلام په وړاندی ناروا ده رسول اکرم صلی الله عليه وسلم تری داسی منع کړی ده : دعوها فانها منتنه ( دا کار پريږدۍ بوۍ لری)


خو کله چې د اسلام په ضد د توطئی پروګرام وو، تر څو هغه اسلامي دولت چې د عقیدي او فکر په اساس ولاړ وه له مینځه يوسي نو په ډیرو ځایونو کې پټو او د ځمکی څخه لاندی حزبونو او ډلو هڅه وکړه چې د قومیت  او وطن پرستی نوم اوچت او بلنه ورته وکړی.


په غربی صلیبی دولتونو کې داسی پټ تنظيمونه جوړ سوه چې د قومیت په لور یې بلنه کوله او شپه او ورځ يې هڅه کوله چې عثمانی خلافت او د هغوی اسلامی حکومت ( که څه هم خورا ناتوانه او د اسلام سره یی اړیکی ډیری سستی سوی وی ) له مینځه یوسی د قومیت په نوم تنظیمونه او ډلی جوړی او تر نن پوری وروسته لدى چې د اسلام د دښمنانو په ملاتړ یې د اسلامی خلافت دولت له مینځه یو وړ په اسلامي نړۍ کې واکمن دي. 


قومي فكر يوازې دا خبره پوره نه ګڼی چې د خلکو زړونه او عقلونه دتبلیغاتی وسایلو لکه اخبار ، راديو ، تلویزیون ، کتابونو او نورو خپرونو په واسطه د ځان تابع کړی بلکه غواړی چې په مکتبونو او پوهنتونو کې د زده کړی د نصاب په صفت استعمال سی او پدی برخه کې د حاکمی طبقی چې له یوی خوا همدا ډول فکر لري او له بلی خوا دوی هم د دی فکر د خاوندانوله لوري پوره ملاتړ هم ورسره سته ځکه چې د زده کړی پروګرام او تعلیمی نصاب د یوی ټولنی د سیاسی روش ښکارندوی دي.


او دا ښکاره خبره ده چې په اسلامي نړۍ کې د تعلیم او تربيي خپل سوی اسلوب خورا زیات ناکام دی چې په بی دینی (سیکولیریزم) او قومیت باندی اتکاء لري.


او له دین څخه بیزاری (سیکولیریزم ) او قوميت ته اتکاء د دی معنا لري چې د یهودیانو او صلیبیانو هغو پتو پروګرامونو ته يې پوره غاړه ایښی ده.


چې په اسلامي نړۍ کې يې د الحاد خپرولو لپاره په کار اچولي دي په اسلامي دولتونو کې باید هڅه وسي چې تعليم او تربیه د اسلام په رڼا کې وسي خو د صلیبی فکرونو سره ملاتړی قوتونه تل زیار باسی چې اسلامي موادو او دینی موضوعاتو په ځای قومی مسائل تدريس سي.
 د عقل څښتنان پدی پوهیږی چې د قومیت فکر ته رشد ورکوونکی هغه صلیبیان دی چې د يهوديانو سره نژدی اړیکی لری نو دا فکر اصلا د صلیبیانو له لوري یوه لویه توطئه وه.


او دا چې د قوم پر اساس حزبونه جوړ سوه - هدف دا وو چې په اسلامي هیوادونو کې دا فکر رشد وکړی او هم پري اسلامي خلافت له مینځه ولاړ او پدی اوس وختونو کې د اسلامي ټولنی د جوړیدو مخنیوی پری وسي.

 

ماخذ: اسلامی نړۍ نن سبا 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته