راټولونه : حبیب الرحمن صاليحي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱: دعلم تقاضا عمل دی ، که تا پر علم عمل کولای نو له دنیا څخه به تښتېدلای ، ځکه چي په علم کي یوشی داسي نسته چي هغه د دنیا پر محبت دلالت کوي.
۲: عالم که زاهد نه وي نو پرخپلي زمانې عذاب دی.
۳: مؤمن خپل اهل او عیال الله (جلّ جلاله) ته پریږدي . او منافق یې مال او دولت ته .
۴: خپل مصیبتونه پټ ساته د الله (جلّ جلاله) نژدېکت به حاصل کړې .
۵: بهترین عمل خلګو ته ورکړه ده . نه له خلګو څخه اخیستل .
۶: ظالم په خپل ظلم سره دمظلوم دنیا خرابوي او خپل أخرت .
۷: هغه روزي چي پرهغه شکر نه وي ، اوهغه تنګي چي پرهغه صبر نه وي ، فتنه ده .
۸: چاته چي څه تکلیف ونه رسیږي ، په هغه کي خیر نسته .
۹: د مسکینانو له خفه کولو سره دالله (جلّ جلاله) راضي کول ممکن نه دي .
۱۰: زه د داسي مشائخو په صحبت کي پاته سوي یم چي په هغوی کي ما څوک پر خندا نه دي لیدلي .
ماخذ : پاشلي ملغلري
www.taleemulislam.net