تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
چي راته وې بخښې زما تېروتني ربه ( ازاد شعر)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 29, 2024
  0

نور احمد: قران مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

چي راته وې بخښې زما تېروتني ربه

(ازاد شعر) 

 

درودونه ته راکوې


فیضونه ته راکوې


ستا د سخا لېونی


رازونه ته راکوې


زما فلسفه دجنون


زما ترانه د مستۍ


زما دایمان تقاضا


زما حوصله د ځوانۍ


زما د رضوان بشارت


ماته د ډار حشمت


واړه له تا معبوده


که پر اکنافو سمه


که پر افقو سمه


که پر غروبو سمه


که پر شروقو سمه


که تنزل د ژوند مي


که پر صعودو سمه


هرڅه له تا معبوده


بریا له تا معبوده


وماته لاس راکه 


ستا بلاکیفه لاس 


په سرخمۍ کي درته 


هدیه لرمه


په عاجزې کي درته

 
سجده لرمه 


زه ستا د نور په تمه


ستا د سرور په تمه 


چي راته وې بخښې


زما تېروتني ربه

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته