تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره(۳)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 5, 2023
  0

لیکوال : مولانا محمد عبدالقوي صاحب
ژباړن: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره
(درېیمه برخه) 


د اسلامي تعلمیاتو په رڼا کي وژنه او ویني تویونه


اسلام اول د ترغیب او ترتیب په مرسته د وژني او ویني تویولو د منځه وړلو کوښښ وکړ او د خلکو په زړونو کي ئې د ناحقه وژني بدي ور واچول، بیا ئې هغه مفاسد روښانه کړل، چي ناحقه وژنه ځني رامنځته کيږي او ددې ترڅنګ ئې د امن او امان سره ددې تړاو ورته بیان کړ، ترڅو انسانان ځان له ګناه څخه وساتي. د قتل د حرمت په هکله الله رب العزت فرمایي: 


وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ  سورة الاسراء ۳۳


ژباړه: او هغه نفس چي الله هغه حرام ګرځولى دئ، مه وژنئ، مګر په حق سره.


نو الله تعالی د مقتول وارث له داسي کار څخه را وګرځوی. ځکه، که دې کي اعتدال و نه سي، نو د قصاص منشاء فوت کيږي. د مقتول وارث د غم او غوصې په حالت کي عموماً له اعتدال څخه تېريږي او د قاتل ترڅنګ د نورو د منځه وړو کوښښ هم کوي. کله کله د خپل بدل اخیستو لپاره قاتل او ورسره نور خلک هم وژني، نو دده مخه نیول ضروري وګڼل سول: 


وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِف فِّي الْقَتْلِ ۖ إِنَّهُ كَانَ مَنصُورًا 


ژباړ: او هرڅوک چي د مظلومیت په بدل کي مړ سي، نو موږ د هغه وارث (متولی) ته واک ورکړی دئ (چي قصاص واخلي)، نو هغه وارث (متولی) دي په وژلو (قصاص) کي د شرعي حد څخه تجاوز نه کوي. (ځکه چي) نوموړي ته (د شریعت له طرفه) نصرت ورکول سوی دئ. سورة الاسراء ۳۳


حضرت مولانا تهانوي رحمة الله علیه فرمایي: د هغه شخص وژل چي اسلامي شریعت حرام کړی وي هغه مه وژنئ، مګر که د یوه شخص وژل شرعي سبب ولري او په حدودالله کي داخل وي، نو بیا جواز نه لري. که یو څوک په ظلم سره ووژل سي، نو الله جل شانه د هغه د مقتول و وارثانو ته د قصاص اخیستلو حکم کوي، خو په دې شرط چي قصاص اخیستونکی به د قصاص د شرعي حد څخه تجاوز نه کوي. ځکه چي قصاص اخیستونکی معلوم حق لري او تر خپل حق زیاتوب نه سي کولای، ترڅو دی د مظلومیت څخه خارج نه سي او که زیاتوب وکړي، نو بیا مقابل طرف (قاتل) ته د قصاص د زیاتوب حق نسته، چي وا ئې خلي.

 

نوربیا... 


مأخذ: د "بې امنیتي او وژني"  کتاب څخه

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته