غير مُمَيِّز کوچنى
غير مُمَيِّز کوچنى و هغه ماشوم ته وايي چي د ښو او بدو تر منځ فرق او تمييز نه سي کولاى او نه د تړون د الفاظو په معنا او مقصد پوهيږي .
يو کوچنى چي د دوکاندار څخه هم شى واخلي او هم ورته ژاړي بيرته خپلي پيسې ځني غواړي دا غير مُمَيِّز بلل کيږي ځکه د سودا په معنا نه پوهيږي .
ليوني او غير مُمَيِّز کوچنى چي د هري معاملې د پاره ايجاب يا قبول وکړي په هغه يې تړون نه مُنْعَقِد کيږي .
ځکه نو د ليوني او غير مُمَيِّز کوچني بيع ، وکالت ، اجاره ، عاريت ، نکاح ، طلاق ، هبه او داسي نور معاملات نه صحيح کيږي .
نيمګړى اهليت والا
مَعْتُوهْ او مُمَيِّز کوچنى په نيمګړي او ناقص اهليت والا کي شمېرل کيږي .
مَعْتُوهْ : مَعْتُوهْ هغه چاته وايي چي د عقلي ضعف لکبله يې په حافظه او فهم کي داسي کمزورتيا پيدا سي چي کارونه يې بې تدبيره او خبري يې ګډي وډي سي .
کله د علاقلانو په ډول خبري کوي او کله بيا د ليونيانو په شان ږغيږي ، پرتي او چټي خبري کوي .
د معتوه او ليوني ترمنځ فرق دادى چي ليونى وهل او ټکول کوي ، ښکنځل ، پوچ او رد وايي مَعْتُوهْ وهل او ټکول نکوي او نه ښکنځل او پوچ رد وايي .
مُمَيِّز کوچنى : کوچنى که په سودا پوهېدى يعني دا ورته معلومېده چي شى د پيسو په بدل کي رانيول کيږي ، هغه ته مُمَيِّز کوچنى وايي . د مُمَيِّز کوچني او معتوه تړونونه او تصرفات درې ډوله دي :
د ښکاره ګټي تړون .
د ښکاره تاوان تړون .
د ګټي او تاوان احتمال لرونکى تړون .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات