تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هالیوډ، بالیوډ او ټولنیزي رسنۍ د نن عصر فتنې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 29, 2023
  0

لیکنه  : مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

هالیوډ، بالیوډ او ټولنیزي رسنۍ د نن عصر فتنې 

 

۱ : د شیطاني لښکر بله دسیسه د ډار، ویري او دروغو په خپرولو سره د خلګو کنټرول


د هالیوډ او بالیوډ کمپنۍ کوشش کوي چي درواغ په حقیقت بد ل کړي،  په دې معنا چي په فلمونو کي داسي صحنې انځوروي، چي وښيي غربي پوځونه منظم او بشر دوستانه پوځونه دي د ظلم سره مبارزه کوي او د مظلوم ملاتړ کوي او داسي وښيي چي دا فوځ تل بریالي او نه ماتیدونکي دي، داسي عالي وسلې، وسائل او تکتیکونه  لري، چي هیڅوک یې نه لري او له بلي خوا په فلمونو کي دا ښيي چي د دښمن فوځ  یو جاهل او مات شوي پوځ دئ، چي غلا او قتل تر سره کوي، دا هغه ناسم ذهني انځور دئ، چي د خلکو په ذهنونو کي دوی رنګ ورکوي. 


آیا دا معقوله ده، چي هغه څوک چي د خپل وطن او خاوري دفاع کوي، هغه دي ترهګر وبلل شي؟  لیکن له بلي خواد هغه پوځ په اړه خبره نه کیږي او نه داسي صحنه انځور کیږي چي په هغوي که  د هغه فوځ د بېګناه خلګو د وژلو او د شتمنیو د غلا کولو په نیت هیوادونه اشغالوي.  


په شلمه او همدې روانه  پیړۍ کي داسي هیچا نه دي لیدلي چي یو اسلامي هیواد بل هیواد د غلا  په موخه اشغال کړي وي، لکه څنګه چي د دوی اجیرو لښکرو په عراق، سومالیا او افغانستان کي د مسلمانانو کورونه اشغال کړي وو. خو الحمدلله دغه هیوادونو په میړانه سره د اشغالګر فوځونو مقابله وکړه.


۲ : د پیسو ګټلو لپاره په  ټولنه کي د وبا ویروسونه او بیا د هغوي لپاره واکسینونه خپرول


د انسانیت او بشریت سره دوکه او فریب کول او د هغوی په  بدن کي منفي انرژي او  ویروسونه  خپرول د ویري لامل کیږي او د ویري له وجې عدم توازن او د  انسان د بدن سیستم ضعیف کیږي، چي له امله یې د ناروغۍ او مرګ سبب کیږي. ځکه چي رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي: کینه مه کوي کنه ناروغه به شي او د ناروغۍ له امله به مړه شئ. 


دا یو حقیقت دی زه به تاسو ته یو څو مثالونه درکړم  تر څو د هغه څه حقیقت ښه ثابت شي، چي زې وایم،  ځکه  چي کفارو  د خلګو ډارولو او ویري رامنځ ته کولو په موخه له ډیرو لارو  چارو  کار اخیستلو  لکه یوه طرف ته د وبا د چټک خپریدو او د  زیاتو مړو لیدل ،  بل طرف ته د همدې وبا او ویروس لپاره د خپلی ګټي په موخه جعلي واکسینونو ته وده ورکول. یو فلسطیني عالم وایي: زما دوه ګاونډیان وو، چي یو یې ناروغ او په سخت حالت کي وو،  ځکه  چي د یوه سږي سره یې ژوند کوو او د راډیو یې او ټولنیزو رسنیو له خبرونو سره یې مینه نه وه او کله چي په کرونا ویروس اخته شو،  له یوې  اونۍ وروسته روغ شو او دوهم ګاونډی چي روغ  او له هر ډول ناروغي  څخه پاک وو، هغه د کرونا ویروس د خبرونو په اوریدلو سره ورباندي ویره غالبه شوه او ناروغ شو او د ناروغۍ په وخت کي یې هم خبرونه اوریدل داسي حالت ته ورسیدي چي د همدې ناروغۍ په سبب تر مرګه ورسیدي. الله تعالي دې په ټولو  مسلمانانو  نارینه او ښخینه باندي رحم وکړي. 


۳ : ځوانان د شهرت په ناروغۍ  اخته کول 


په پخوا زمانه کي د مسلمان ځوانانو هدف  د الله تعالي رضا حاصلول، علم حاصلول، تجارت کول یا جنګي تکتیکونه زده کول  وو، خو زموږ په اوسنی زمانه کي دا هرڅه بل ډول دي،  غرب د رسنیو او سینماګانو له لاري په دې وتوانیدی چي زموږ  د ځوانانو په ذهنونو کي دا مفکوره خپره کړي چي  باید د شتمن کېدو او خوښۍ ترلاسه کولو لپاره شهرت پیدا کړي او هغه شهرت په داسي ډول پیدا کولای شي، چي د رسنیو  له لاري نامناسب او د فحشا څخه ډک شیان خپاره کړي او د شهرت لپاره دا تر ټولو لنډه لاره ده، دا چي زموږ په ننني عصر کي د ټولنیزو رسنیو ډیرې برنامې د ټولنو د ارتباط لپاره رامنځ ته شوي لکه فیسبوک، واټس آپ، انسټاګرام او ټلیګرام،  خو آیا د دې رسنیو رول یوازې ارتباط دئ؟ یا په ټولنیزو رسنیو کي د شیطانې عاداتو په ترسره کولو یا خپارلو سره په  خلګو کي مشهور کیدل؟ 


  خو ټولنیزې رسنۍ په نن وخت کي د ټولني له منځه وړلو او د فساد خپرولو تر ټولو لوی لامل دئ، په اوس عصر کي چي کومي ټولنیزې رسنۍ خلګ استفاده کوي، د هغوی تر ټولو مهم هدف  د یو شخص او مختلفو ټولنو  په اړه معلومات راټولول دي. 


یعني د هر شخص  د معلوماتو راټولولو او د هغه د هویت، ځای، تړاو، افکارو او سمتونو  د ټاکلو  پر بنسټ  غربي نړۍ کولای شي دا ډاټا تحلیل کړي ، او داسې ستراتیژي رامنځ ته کړئ ، چي هدف یې د ټولنې ویجاړول  او د آزادۍ او خلاصون په نوم شیطاني افکارو ته وده ورکول وي، لکه همجنسبازي ته وده ورکول د دوی لپاره تر ټولو مهم ټکي او مسئله ده.  


د دې فتنو د مختیوي لپاره څلور حل لارې شته 


۱  : کوم سایټونه چي فحشا یا زهرجن نظرونه خپروي چي د شریعت او دین سره په ټکر کي وي، د هغو سایټونو له کتلو څخه ځان لري ساتل.


۲ : د ځوانانو د پوهاوي لپاره په ټولنه کي نیک اخلاق خپرول، لکه د بې وزلو مرسته کول، د ټولني د پرمختګ لپاره  کوچنۍ پروژې په کار اچول. 


۳ : د هغو فتنو او دسیسو څرګندونه کول کوم چي د مسلمانانو ځوانانو د  فساد او انحراف لامل ګرځي.


۴ : دولت باید ټول هغه ویب پاڼې او برنامې بندي کړي، چي په ټولنه کي فساد او  فحشا ته وده ورکوي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته