لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسیقي په اسلام او ساینس کي
(۱۲)
ولي د قرآنکریم وروسته دوهم مأخذ احادیث نبوي دي؟
د خاتم الانبیاء حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د بعثت یو مقصد داوو چي د الله جل جلاله په کلام باندي انسانان پوه کړي لکه په قرآنکریم کي چي راځي:
وَأَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ (سورت النحل: ۴۴)
ژباړه: اوس مو دغه ذكر (قرآن) پر تا نازل کړی دى، چي ته خلكو ته هغه ښوونه تشريح او توضيح کړې، چي د هغو لپاره نازل کړه شوې ده.
په پورتني مبارک ایات سره په ښکاره بیان سوی دی، چي اې پېغمبره صلی الله علیه وسلم کوم کتاب چي پر تا نازل سوی دی د هغه تشرېح او توضیح ته و خلکو ته وکړه، یعني بېله د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د تشرېح څخه ماسوا په قرآنکریم پوهېدل ناشونی کار دی، بل ځای په قرآنکریم کي راځي:
لَقَدْ مَنَّ ٱللَّهُ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولً ا مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُوا۟ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتِهِۦ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِى ضَلَٰلٍ مُّبِينٍ (سورت آل عمران: ۱۶۴)
ژباړه: په حقيقت کښي خو الله پر مؤمنانو دا ډېره لويه لورېنه کړېده چي په خپله له هغو څخه يې يو داسي پېغمبر را پورته کړ چي د هغه ايتونه ورته لولي، د هغو ژوند سوتره كوي او هغو ته د كتاب او پوهي ښوونه كوي؛ په داسي حال کي چي له دې څخه مخکي همدا خلك په څرګنده ګمراهۍ کي غورځيدلي وه.
پورته ایت په څرګندو ټکو کي وايي چي دغه پېغمبر د الله په کتاب باندي انسانان پوه کوي، هغو ته الهي احکام ښیي، بل ځای په قرآنکریم کي راځي:
إِنَّآ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ بِٱلْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِمَآ أَرَىٰكَ ٱللَّهُ (سورت نساء: ۱۰۵)
ژباړه: اې پېغمبره! موږ دا كتاب په حقه ستا لوري ته درلېږلی دى، تر څو هغه سمه لاره چي الله در ښودلې ده، له هغې سره سمه د خلكو په منځ کښي فیصله وکړې.
بله ځای په قرآنکریم کي راځي:
وَمَآ أَنزَلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ ٱلَّذِى ٱخْتَلَفُوا فِيهِ ۙ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (سورت النحل: ۶۴)
ژباړه: موږ دغه كتاب پر تا له دې كبله نازل کړی دى چي ته هغه اختلافونه، دوى ته په حقيقي بڼه روښانه کړې چي دوى په كښي اخته شوي دي. دغه كتاب د لارښود او رحمت په توګه د هغو خلكو لپاره نازل شوی دى چي وې مني.
د پورتنیو مبارکو ایاتو څخه دا جوته سوه چي د مبارکو ایاتو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم تعلیمات او مبارک احادیث د قرآنکریم د تفسیر لپاره یو مهمترین مصدر دی، دا ځکه خدای جل جلاله پخپله ورته حکم کوي چي دغه الهي کلام قرآنکریم تاسي و خلکو ته واضح کړی او دوی په پوه کړئ، همدارنګه الله جل جلاله که یوه لورته یې امر ورته کوي چي خلکو ته ددغو مبارکو ایاتو تشرېح وکړه و بل لورته الله جل جلاله دا هم تصدیقوي چي دغه زما پېغمبر چي څه وايي دا هم وحي دي او له ځانه څه نه وايي، لکه په قرانکریم کي چي راځي:
وَمَا يَنطِقُ عَنِ ٱلْهَوَىٰٓ إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْىٌ يُوحَىٰ (سورت النجم: ۳، ۴)
ژباړه: دغه (محمد) صلی الله علیه وسلم له خپل نفسي خواهش څخه خبري نه کوي، دا خو يوه وحيي ده، چي پر هغه نازليږي.
وحی پر دوه ډوله دي:
۱: وحی متلو (قرآنکریم) دا هغه وحي دي چي الله جل جلاله پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي د حضرت جبرائیل علیه السلام په واسطه نازلي کړي، کوم عبارت، اسلوب او ترکیب چي خدای پاک ورته ویلی وو هغسي نازل سو، چي په دغو وحیو کي نه د حضرت جبرائیل علیه السلام مداخلت وو نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم.
۲: وحی غیر متلو ( سنت نبوی او احادیث نبوی صلی الله علیه وسلم) دا هغه وحي دي چي معاني او مضامین یې الله جل جلاله د رسول الله صلی الله علیه وسلم و مبارک زړه ته القاه کړي دي، چي دا هم ټوله د شریعت تعلیمات دي، چي کله دغه غیر متلو وحي کله رسول الله صلی الله علیه وسلم و صحابه کرامو ته د قول په بڼه سره بیان کړیدي او کله یې د فعل په شان سره بیان کړیدي، چي و دې ته سنت نبوی یا احادیث نبوي وايي. (امداد الاحکام، ج: ۱، ص: ۵۳، ۵۴/ لیکوال: حضرت مولانا ظفر احمد عثمانی رح، زیر نګرانی: حکیم الامت اشرف علی تهانوی رح. ط: مکتبه دارالعلوم کراچی ۱۴.)
نور بیا...
www.taleemulislam.net