تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زړه سکون او د ژوند سمون په واده کي دی!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 17, 2021
  0


لیکنه او راټولونه: محمد ابدالي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱: اسلام انسان د خپلو فطري جذباتو په حرامه لار د پوره کولو څخه په کلکه منعه کړی دی، څرنګه چي اسلام د اعتدال دین دی، نو د انساني فطري جزباتو د پوره کولو لپاره یې روا او جائز لار واده یعني نکاح ښودلې ده، چي دا یې ډیر ښه بدیل وړاندي کړی دی.


۲: د واده حکم په قرآن کریم کي:


{فَانكِحُوا مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ }[سورَةُ النِّسَاء: ۳]


ژباړه: کومي ښځي چي ستاسي خوښيږي، د هغو له دوو، درېيو یا څلورو سره نكاح وکړئ.


۳: مجردي د ژوند یو له هغو پړاوونو څخه ده، چي انسان پکښي یوازي والی، ستړیا، ډیر خراب او بحراني حالت احساسوي، هغه څوک بیا تر دې ډیر په تکلیف وي، چي هم مجرد وي او هم یې والدین وفات سوي وي، ځکه والدین اولاد ته داسي مینه ورکوي چي اولاد یې د څه کمي او تکلیفونو احساس نه کوي؛ مجردي زړه بې سکونه او ژوند بې خونده کوي، خو برعکس واده یعني نکاح بیا زړه ته سکون وربخښي او ژوند خوندور کوي.


اول هغه شئ چي زړه ته سکون ورکوي، هغه دین دی، دوهم هغه شئ چي زړه ته سکون ورکوي، هغه واده دی، الله تبارک وتعالی (جل جلاله) فرمایي: {وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ}[سورَةُ الرُّوم: ۲۱]


ژباړه: او د الله (جل جلاله) (د کامل قدرت) له دلائلو څخه دا هم ده چي ستاسو لپاره یې همدا ستاسو له نفسونو(جنس) څخه جوړي (میرمني) پیدا کړي دي، تر څو تاسو دوی ته میلان وکړئ (او ارام او اطمنان حاصل کړئ) او الله (جل جلاله) ستاسو (میرمنو او خاوندانو) تر منځ محبت او مهرباني ګرځولې(اچولې) ده. یقیناً په دغه کار کښي د داسي قوم لپاره هرومرو د قدرت لویي نښي دي، کوم چي غور او فکر کوي.
۴: واده یعني: د زړه سکون، د ژوند سمون، د الله تعالی (جل جلاله) اطاعت او د هغه د رسول (صلی الله عليه وسلم)پیروي، رحمت، د سترګو یخوالی، د نفس کنټرول، د میني تبادله، هوسایي، خوشحالي، د ایمان پوره کیدل، د رزق برکت او پراختیا، دماغي او بدني پیاوړتیا او د بې شمیره ګټو سرچینه.


۵: د نکاح کولو اړوند څو مسئلې:


الف: هغه حالت چي د نکاح کولو قدرت وي: تقریباً ټول مجتهدین امامان پر دې متفق دي، چي د چا چي غالب ګمان دا وي چي د واده د نه کولو له امله به په ګناه اخته سي او دا کس پر نکاح کولو قدرت هم لري، نو نکاح کول پر فرض یا واجب ده.


ب: د هغه چا چي په نکاح کولو یې وسع نه رسیږي، د نبوي ارشاد مطابق دي روژې ونیسي.(نسائي)


ت: هغه حالت چي د اغلب ګمان پر اساس د نکاح کولو له امله ورته پیښیږي: ټول مجتهدین امامان پر دې هم متفق دي چي د کوم چا چي غالب ګمان دا وي چي د نکاح له امله به په ګناه کي واقع سي، یعني د ښځي د خاوند والي د حقوقو پر اداء کولو قدرت نه لري، نو پر هغې به ظلم کونکی سي، یا دده د نکاح په وجه پر ده بله ګناه په یقیني طور راځي، نو نکاح کول ورته حرام یا مکروه دي.


ج: بل حالت د اعتدال دی، یعني هغه کس چي د نکاح پر کولو یې هم قدرت وي او په غالب ګمان د نکاح د نه کولو له امله په ګناه کي هم نه واقع کیږي، ددغه حالت اړوند د فقهاوو بیلابیل اقوال دي، خو تفسیر مظهري یو ډیر ښه قول رانقل کړی دی: دغسي معتدل کس که داسي محسوس کوي چي د اهل عیال مشغولیت مي د الله (جل جلاله) د ذکر او الله (جل جلاله) ته د توجه څخه مانع نه کرځي، نو دده لپاره نکاح ښه ده، د انبیاءُ علیهم السلام او د امت د صالحانو عام حال هم همدا وو او که دا کس داسي محسوس کوي چي د اهل عیال مشغولیت مي د الله (جل جلاله) د ډیر ذکر او دیني ترقۍ څخه مانع ګرځي، نو دده لپاره په دغسي حالت کي نکاح نه کول ښه دي، چي د قرآن کریم ډیر آیاتونه پر دې تطبیق باندي شاهد دي، لکه: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ }[ المنَافِقون: ۹]


ژباړه: اې مؤمنانو! ستاسي مالونه او اودلاونه دي تاسي د الله له ياد څخه غافل نه کړي.


والله تعالی اعلم. (تفسیر معاف القرآن ج۶ ص۱۲۳)


۶: له هغه چا سره چي اقتصادي حالت یې کمزوری وي، ممکن دا اندیښنه وي چي که مي واده وکړ نو بیا به د میرمني او اولادونو د ډوډۍ اهتمام هم ونسم کړای. خو دا اندیښنه بې ځایه ده، مسلمان باید کلکه عقیده ولري چي زما رازق الله (جل جلاله) دی او ایا د الله (جل جلاله) دغه کلام یې نه دی اوریدلی، چي فرمایي:{وَأَنكِحُوا الْأَيَامَىٰ مِنكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ  إِن يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ} [سورَةُ النُّور: ۳۲]


ژباړه: ستاسي څخه چي كوم كسان (سړي يا ښځي) مجرد وي، او ستاسي له مینزو او مريانو څخه چي څوك نېكان وي، د هغو سره نكاح وکړئ. كه هغوى بېوزلي وي، نو الله به په خپلي مهربانۍ سره هغوى شتمن کړي. الله ښه پراختيا راوستونكى او د علم څښتن دى.


په دې آیت شریف کي د غریبو مسلمانانو لپاره خوش خبري ده، څوک چي د خپل دین د ساتني او د پیغمبر (صلی الله عليه وسلم)د سنت د اداء لپاره او په نیک نیت نکاح کوي، نو الله (جل جلاله) به یې په مالونو غني کړي.


ماخذ: تعلیم الاسلام مجله (ګڼه۲۷)
www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته