تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که ته ښایسته ”سبا“ غواړې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 1, 2024
  0

لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


که ته ښایسته ”سبا“ غواړې

 

- که ته شتمن یې، خو ناروغه یې، نو له ژونده به هیڅ خوند وا نه خلې. ”خپلي روغتیا ته دي پاملرنه وکړه، که ښایسته سبا غواړې“


- له چا سره ناسته او ولاړه کوې، دا خامخا ستا پر ژوند ژور اغېز کوي. منفي خلک به دي ژوند در خراب کړي؛ وخت دي در ضایع کوي، حتی ګناه او فحشا ته دي تشویق کوي. ”له بدو خلکو لیري سه، که ته ښایسته سبا غواړې“


- سفرونه وکړه، خپل وطن وګوره، نور وطنونه وګوره، غرونو ته پورته سه، په ځنګلونو کي وګرځه او په سمندرونو کي و لامبه، چي یخ سې. ”سفرونه وکړه، نوي خلک او ښارونه ووینه؛ تجربې ډېري کړه، که ښایسته سبا غواړې“


- په نتیجه پسې مه ګوره، مزل وکړه، منزل ته به ورسېږې. پر مزل خوند واخله. ”له مزل او حرکت سره مینه وکړه، که ښایسته سبا غواړې“
- نور خلک څه شي کوي، څه وایي؟ په دې خبرو پسې چندان سر مه ګرځوه. ”خپل ژوند وکړه، که ښایسته سبا غواړې“


- بیخي ډېره زده کړه وکړه، هرڅه زده کړه؛ کتابونه ولوله، له ژوند جوړونکو او هوښیارو خلکو سره دي اړیکي زیاتي کړه. که دي زده کړه نه کول، نو پښېمانه به سې. ”زده وکړه او تکړه خلک تر لاس ونیسه، که ښایسته.....“


- وخت خپل کړه؛ که دي استعمال کړه، نو ښه دوست دئ او که دي وخت ضایع کړ، نو د ځمکي ځمکي به دي ووهي. ”له وخت څخه ګټه واخله، که ښایسته....“


- پیسې هر وخت نه وي. بچت ئې کړه، په کاروبار ئې واچوه، له پیسو ګټه واخله. ”د پیسو پوهه تر لاسه کړه، که ښایسته....“

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته