د درختي نوم: باوباب (اډانسونیا)
د شنه کېدو ځای: مډګاسکر، افریقا او اسټرالیا
اوږدوالی: ۵ -۳۰ متره
تنه: ۷-۱۱ متره ده او د ۱۲۰۰۰۰ لېټره اوبو ځایولو ظرفیت لري.
نوري ځانګړتیاوي: د کال په اکثره وختونو کي بلګونه نلري او داسي ښکاري ګواګي ریښې يې لوړي په هوا کي ځوړندي دي. د عمر په اړه یې اختلاف دی؛ خو دومره ویل کېږي، چي زښت زیات عمر لري.
دا درخته د ژوند د درختي په نامه هم یادېږي؛ ځکه پناه، کالي، غذا او اوبه جوړوي. تنه او پوستکی يې د اور په وړاندي مقاومت لري او د کالو او رسیو د جوړولو لپاره کارېږي.
د پاڼو او بلګونو څخه يې د خوراکي موادو او درملو په تر کيب کي ګټه اخیستل کېږي. مېوه يې د خوړلو وړ ده؛ چي د ویټامین سي (Vitamin-C) زیاته اندازه پکښي سته.
عموماً د ډېر عمر لرونکو درختو منځ تش او خالي وي؛ چي د انسانانو او حیواناتو د اوسېدلو ځای جوړوي. د دغو درختو څخه د دکانونو لپاره هم استفاده کېږي.
هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِنْ دُونِهِ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ. (لقمان: ۱۱)
سرچنه: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
مأخذ: ویکیپيډيا